د طلاتپې موندونكی ومړ

Image caption ویکتور ایوانوویچ سریانیدي د خپلو چارو له امله ګڼې جایزې ګټلي دي.

وېكتور اېوانوويچ سريانيدي په خټه يونانی، ستر روسی لرغونپوه، د ۱۹۲۹ كال د سپتمبر په ۲۳ مه د شوروي ازبكستان په پلازمېنې تاشكند كې زېږېدلی و او د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۲۴ مه په مسکو کې ومړ.

په ۱۹۶۳ كال كې یې د تاشكند د دولتي پوهنتون د منځنۍ آسيا د لرغون پېژندنې په څانګه كې ډاکټري واخیسته.

په ۱۹۷۵ كال كې يې دویمه لوړه ډاکټري واخیسته.

د هغه د ډاکټرۍ اثر "افغانستان د وسپنې او برنجو په پړاو کې" نومېده.

د هغه د همدې پوهې له كبله و چې و يې كړای شول له خپلو افغاني او شوروي ملګرو سره په افغانستان کې تر خاورو لاندې د طلاتپې غږ واوري.

له لومړۍ ډاکټرۍ وروسته هغه داسې ۱۰ مقالې وليكلې چې په هغه كې يې دا په پوره توګه څرګنده كړه چې لرغون پېژندنه په رښتيا يوه ژوره پوهه ده او پوهنیز دريځ ته رسېدلې ده.

په دغه وخت كې هغه د تركمنستان د سوېل د مرغاب په سیمه كې خپلې څېړنې پيل كړې.

دى د دغو څېړنو لېواله او پر هغو مين و.

د قراقروم ډاګونه او د مرغاب دښتې د هغه اصلي مينه شوه.

پر هغو دښتو او ډاګونو چې هغه مين و، د هغه د زړه په مينه بدل شوي وو، خو په هغو كې د مرغاب دښتې تر ټولو غوره ځای درلود.

ګټلې جایزې

وېكتور اېوانووېچ د نړيوالې كچې يو پوهان و. دافغانستان د سیدجمال الدین نومي نښان یې ګټلی.

Image caption د جوزجان ولایت په طلا تپې کې موندل شوې غاړکۍ چې له نورې خزانې سره یوځای په بېلا بېلو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوې ده.

د يونان د انترپولوژۍ د ټولنې افتخاري غړى و. په نیویارک کې د امریکا د لرغونپوهنې د ټولنې غړو و.

د یونان د سرو زرو صلیب یې ګټلی و. د ترکمنستان د دولتي نښان مخدوم قلي چې تر اوسه څلورو کسانو خپل کړی دی ګټلی و.

سربېره پر دې یې د یوانان د یوه پوهنتون د پوهې د لوړې کچې نښان هم ګټلی دی.

لیکنې

د هغه په سلګونه مقالې په نړيوالو علمي خپرونو كې خپرې شوې دي.

وېكتور اېوانووېچ د ژوند په وروستیو کلونو کې د لرغون پېژندنې په افسانه بدل شوى و.

مور او پلار

د هغه مور او پلار د كريميا په ښار كې چې اوس په اوكرایین كې پروت دى زېږېدلي دي.

مور او پلار يې د روسیې د ۱۹۱۷ کال د اكتوبر تر انقلابه وروسته، د كورنۍ جګړې پر مهال منځنۍ آسيا ته وشړل شول.

پلار يې ډوډۍ پخوونکی و.

د ۱۹۲۱ او ۱۹۲۸ كلنو په اوږدو كې د شوروي يو زيات شمېر يونانيان ازبكستان وشړل شول.

استاد سريانيدي، په خټه يونانی او د خپل ژوند زياتره برخه يې په تركمنستان او يو څو کلونه په افغانستان كې د لرغونو آثارو په لټه او څېړنو تېر کړي دي.

ښاغلی سريانيدي هغه څوک دى چې د افغانستان د جوزجان په ولايت كې يې له خپلو افغاني او د وخت د شوروي لرغون پېژندونکو سره د طلاتپې ستره پانګه موندلې وه.

Image caption دا له سرو زرو جوړ هغه کمربند دی چې په طلاتپې کې موندل شوی او د لندن په موزیم کې هم نندارې ته وړاندې شو.

د کابل پوهنتون استاد او د شیخ زاهد پوهنتون مشر پوهندوی رسول باوري په دې اړه لا پخوا ليكلي دي:

"په افغانستان کې د جوزجان ولايت د يوې لرغونې سیمې څخه چې طلا تپه نومېږي د دې هېواد يوه ارزښتمنه لرغونې خزانه تر لاسه شوه. په ۱۹۷۸ ميلادي کال د طلاتپې د سپړلو چارې پېل شوې. دا سپړنې د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان ترمنځ د دولتي پرېکړې پر بنسټ د دواړو هېوادونو د لرغون پوهانو په ګډو هڅو او پرله پسې زيار تر سره شوې او په پايله کې د ۲۰۰۰ کالو وړاندې زمانو لرغوني اثار راڅرګند او ترلاسه شول. دا سپړنې د پخواني شوروي لرغون پوهانو له خوا چې مشر يې ښاغلی سريانيدي و او د هغوی افغاني ملګري لرغونپوهان چي مشري يې د ښاغلي حبيب اعظمي په غاړه وه تر سره شوې. سپړنو په پرله پسي توګه له ۱۹۷۸ څخه تر ۱۹۷۹ کال پورې د همدي تپې په بېلا بېلو برخو تر سره شوې. دغو لرغون پوهانو د تپې بېلا بېل پخواني قبرونه او هدېرې وسپړلې چې په پایله کې يې له اوو قبرونو تر ۲۰ زرو ډېر طلائي اثار کشف او تر لاسه کړل."

د استاد د ژوند په اړه په هغه يوه مستند فلم كې چې په طلاتپه كې د استاد د څېړنو په استناد جوړ او خپله استاد کله نا کله د هغو په اړه خبرې كولې، ډېر مواد راغلي دي.

استاد هلته په طلاتپه كې د خپل كار خاطرې بيان كړې دي.

ښاغلي استاد په فلم كې داسې كيسه كوي:

"د ۱۹۷۸ كال كې د اكتوبر او نومبر په مياشتو كې مو د جوزجان د ښار د طلاتپې په شاوخوا كې له خپلو ملګرو سره كار كاوه. موږ غوښتل چې يو څو ورځې هلته څېړنې وكړو او بيا د هوا د سړېدو له امله كار وځنډوو. نه يوازې هوا په سړېدو وه بلكې د افغانستان د انقلابي دولت په وړاندې مجاهدينو هم وسلې را پورته کړې. كار ستونزمن او جګړه سخته ده. خو د نومبر ۱۵مه ورځ وه چې د يوه ساده كارګر د بېل لاندې هډوكي را پېدا شول. دا يو قبر و. كله چې مو قبر را وسپړه، هلته د حيرانتيا وړ سره زر او رنګارنګ ګاڼې پرتې وې."

استاد وويل: "ماته د حيرانتيا خبره دا وه چې د دغو ګاڼو په ليدو هلته يوه ساده ناست بزګر په حيرانتيا وويل "ګوره! دا زما ځمكه ده، هلته داسې خزانې پرتې دي او ما ټول ژوند په لوږه تېر كړ."

كه څه هم د طلاتپې په اړه په ټولو خبرې او څېړنيزو خبرتياوو كې تر اوسه پورې راغلي وو چې هلته اوه قبرونه وو، خو استاد وويل "موږ هلته ۹ قبرونه و موندل."

Image caption افغان چارواکي وايي ګڼ هېوادونه لیوال دي چې د طلاتپي خزانه نندارې ته وړاندې کړې.

نوموړی په دې فلم کې وايي "ما وويل چې موږ د اكتوبر په مياشت كې څېړنې پيل كړو او غوښتل مو د ۱۵ ورځو لپاره كار وكړو، خو قسمت داسې شو چې موږ د بل كال د مارچ د مياشتې تر پيله پورې هلته پاتې شوو. د سرو زرو د پېدا كېدو سره سم دولت او چارواكو په موږ پېرې ودرولې او د سیمې ساتنه يې پيل كړه. په دغه موده كې موږ له اوو قبرونو نه له شلو زرو زياتې د سرو زرو ګاڼې پيدا او ټولې كړې. كله چې حالات په تېره بيا د امنيتي پلوه سخت شول هغه ټولې موندل شوې ګاڼې موږ په ځانګړو صندوقونو كې ځای پر ځای او كابل ته ولېږدولې، قسمت موږ ته دا وخت را نه كړ چې هغه دوه نور قبرونه را ولټوو."

د استاد په وينا هغه دوه نور قبرونه كېداې شي نورې خزانې لومړی هماغه ساتونكو او نور بيا نورو توپکمارو تالا والا كړي وي.

د دغه ستر لرغونپوه دا خبره ډېره په زړه پورې وه چې ويل یې"په افغانستان كې د ۱۹۹۲ كال له پېښو وروسته مې، د دغو آثارو په اړه چې نور ترې خبر نه وم، بېلا بېلې آوازې واورېدې، خو هرې آوازې ماته د غم خبر راوړ. زما زړه د افغانستان د دغې خزانې لپاره دوه ځله له ډېرې خوښې لړزېدلی دى. يو ځل هغه ۱۹۷۸ كال کې و چې موږ د لومړي ځل لپاره دغه خزانه پيدا كړه، خو د دویم ځل لپاره زما خوشالي چې تر لومړۍ هغې نه هم زياته وه، هغه وخت وه چې خبر شوم په افغانستان كې د دې څولسيزو مرګوني اخ ډب نه وروسته دغه تاريخي نړيوال لرغون زرين آثار روغ رمټ پاتې او په افغانستان كې دي."

دغه ستر لرغونپو د ۲۰۱۳ کال د ډسمبر پر ۲۴ مه، د ور پېښې ناروغۍ له امله په مسکو کې ومړ.