ستاسې غږ : ٢٠١٤ کې د افغانانو هيلې او اندېښې

Image caption افغانان ٢٠١٤ کال کې د هېواد پرمختيا ته هيله من دي

٢٠١٤ کال د بېلا بېلو دليلونو له مخې د افغانستان او افغان ولس لپاره له هيلو او ننگونو يو ډک کال بلل کېږي.

د همدې کال په ترڅ کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنو ترسره کېدل، د نړيوالو ځواکونو وتل او د په پايله کې په احتمالي ډول افغانستان کې د امنيتي او اقتصادي ثبات گډوډېدل ځینې هغه مسالې دي چې دې کال ته يې يو څه تت انځور ورکړى دی.

خو له اندېښنو سره سره ډېرى افغانان دې کال ته هيله من دي او باور نه لري چې له امنيتي او اقتصادي پلوه به هېواد بې ثباته شي.

په همدې پلمه د ستاسي غږ د دې اونۍ په پروگرام کې غواړو له تاسو واورو چې دې کال کې ستاسو هيلې او اندېښنې څه دي او څه کول په کار دي چې پر احتمالي ننگونو برى ترلاسه شي.

ستاسو غږ په دې اوونۍ کې همدا موضوغ څېړي. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانگې ستاسې غږ خپرونه راديويي او انلاين ده.

دبي بي سي پښتو فېسبوک، دبي بي سي پښتو ټوېټراو يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترگې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديگر څلور بجې کيږي، په خبرونو پيليږي او وروستۍ نژدې ٤٠ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوي دي.

ورته مطالب