پښتونخوا: سفما هم افغانستان يادوي

SAFMA یا د سوېلي اسیا د ازادو رسنیو ټولنه، د سارک غړو هېوادونو د ټولنې په څېر د اوو هېوادونو د خبریالانو یو بنسټ دی. په مري بوربن درې ورځنۍ غونډه کې يې افغانستان سرلیک و، دوى وايي:

''که په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه ووتل، نو پر دغه هېواد به څه کېږي، په بله معنا دا چې پر پاکستان به يې څه اغېز وي''.!؟

هر کله چې په پاکستان د افغانستان په باب دا خبره کېږي، نو په دغه تشويش کې افغانستان عنوان وي، خو زياته فکرمندي دا وي چې پر پاکستان به يې څه اثرات وي، ځکه چې دا وخت دا حقيقت څرګند دى: ''چې افغانستان سوځي، نو اسیا به ارامه نه وي''.

اوس هغه وختونه هم نه دي چې په ګاونډ به دې اور بلېږي او بل ګاونډى به یې تماشا وکړي، يا به يې د انساني همدردۍ په نوم ځان له مهاجر کړي او د انساني حقونو په علمبردارو ملکونو به د ګاونډي مهاجرت او خپل انصاريتوب خرڅ کړي.

نن چې د کال پای کې د سوېلي اسیا د ازادو رسنیو ټولنه SAFMA هم افغانستان يادوي، نو ما ته د محترم اجمل خټک دا شعر رايادېږي:

نن ټول خلک د هغه محبوبا سندرې وايي

خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

چې پښتنو قام پرستو، سيکولر روښان فکره قوتونو، امن خوښو ولسونو، لروبر ټولو پښتون افغان ویل:

افغانستان خپلې لويې جرګې ته پرېږدئ، چې خپلې فيصلې وکړي.

خاموشو مجاهدينو ویل:

Image caption چې اووه وروڼه، د پېښور، اسلام اباد د معاهدې نه پس د لوی خداى په کور (کعبه) کې په يو صف لمونځ ته ودرېدل، او په احرامونو کې يې حجر اسود ښکل کړ، بيا هم جنګ دوام لاره.

موږ به د پُل خشتي په جومات کې د شکرانې سجده کوو. له جګړې نه ستړو افغانانو ویل:

موږ د جنګ نه ستړي شو، جنګ پرستو ورته د جهاد په ناره کې ویل:

''نَصرٌ مِنَ اللهِ و فَتحٌ قَريبٌ''

چې ټولې لوبې ټوکې ختمې شوې او موږ جهاد او فساد دواړه په وروستي ځل خرڅول او پاکستان د جنت جامې واغوستې، نو وسوځېدو.

اوس اسلام اباد او ټول پنجاب سپينې کوترې په هوا کې الوځوي او له نړيوالو امن غواړي.

د مري بوربن سفما غونډه کې چې افغانستان يو عنوان دى، نو هسې نه ده بلکې په SAFMA کې مشري د پنجاب ده.

مورنۍ ژبه يې پنجابي ده، د رابطې ژبه يې اردو ده، نړيواله ژبه يې انګلیسي ده، د پاکستان درې غټې ژبې پښتو، سندهي، او بلوڅي ټول په اُردو ژبه افغانستان يادوي، خو اُردو خان SAFMA د پښتون افغان په ژبه نه پوهيږي، چې موږ دا وير په کوم انداز څنګه کوو.

پښتون افغان له درو لسيزو راهسې دا وايي:

موږ د سکريپ کباړ په نوم د پنجاب په سرمايه دار کباړي مه خرڅوئ،

زموږ د جنګونو تصويرونو باندې ځان له همدردۍ مه اخلئ،

زموږ نه د جنګ عنوان مه جوړوئ،

په موږ چندې، خیراتونه او د انساني همدردۍ په نوم امدادونه، کومکونه مه راټولئ،

د ثواب په نوم په موږ کې عرب کلتور مه خپروئ،

د جنت جامې

موږ ته مو دېرش کاله د جنت جامې واغوستې، اوس چې موږ خيرنې جامې بدلول غواړو، نو تاسو سره فکر پيدا شو چې لکه د دې ټول جنګي سکريپ کباړ په شان دا جامې پنجاب ته وا نه غوندئ!؟ پنجاب په دغه حواله د جنت د جامو نه هم انکار کاوه، دا ځکه چې د پُل صراط لاندې دوزخ په غرغنډو دى.

د پښتون افغان لپاره پنجابي اداره، بيوروکراسي، سياستمدار، او د تجزيه نګار په شمول د ټولې خبریالي برادرۍ د داسې جهاد په لاره د جنت تصور خوښ کړى دى، او دا پيل پرې جناح صېب د کشمير د جهاد لپاره کړى و، چې په پښتنو یې زوړ غوګين ټوپک راواخیست او کشمير ته یې د جنت په ګټلو پسې ولېږل، نن هم دغه سلسله دوام لري، چې د پښتنو په قبرونو د کشمير د جها د شهيد کتبه لګېدلې ده.

نن پاکستان د تېر کال په پای او د نوي کال په راتګ کې د پښتون افغان د وينو عنوان تازه کوي، د اوو هېوادونو د خبریالانو تنظيم سره هم دا فکر دى چې: که له افغانستان نه امريکايي ځواکونو ووځي، نو بيا به څه کېږي؟

د دې پوښتنې په تېرو پړاوونو چې فکر وکړو، نو موږ ته له افغانستان نه د روسي پوځونو وتل رايادوي، چې سرې لښکرې وتلې او د اريانا په چوک کې پخوانى جمهور رئيس ډاکټر نجيب د خپلو افغانانو په مټو باور ښکاره کړى وه، نو جنګ بيا هم دوام درلود.

چې جهاديانو د اسلامي افغانستان له فتحې سره کابل ته ورننوتي وو، هغه وخت هم جنګ ختم نه شو.

چې اووه وروڼه، د پېښور، اسلام اباد د معاهدې نه پس د لوی خداى په کور (کعبه) کې په يو صف لمونځ ته ودرېدل، او په احرامونو کې يې حجر اسود ښکل کړ، بيا هم جنګ دوام لاره.

چې طالبان راغلل او مخونه، سر سترې په شټل کاک بورقه کې پټ شول، او ځينې خلکو دوه دوه ځله د يو وخت لمنځونه کول او فرنچ کټ ږېرې هم د موتۍ موټۍ ږيرو حکم ته ورسېد، نو بيا هم جنګونه تمام نه شول.

چې بيا افغانستان ته پردي راغلل نو د شهادت شوق راپسې زيات دو- پردو سره جنګ، په خپلو کې جنګ.

جنګ جنګ او بس جنګ!

پرون يو خوا جنګ د انقلاب د ټينګولو او د جهاد په جذبه کېده، نن جنګ د امن لپاره د امن په نامه دى.

د افغانستان د ټول اوږد جنګ ټېکه دار پردى دى، نفر د خپلې خاورې دي.

Image caption SAFMA دې د ۲۰۱۴ افغانستان له ويرې او تشويش په لفظونو نه جوړوي

نن پوښتنه دا نه ده چې له افغانستان نه به امريکايي ځواکونه ووځي نو بيا به څه کېږي؟

پوښتنه دا ده چې پرون سرې لښکرې ووتې نو جنګ ولې ختم نه شو، اوس به سپين پوځونه ووځي نو د جنګ وېره ولې ده؟

د جنګ وېره ځکه ده چې د جنګ مور ژوندۍ ده، نور نور د شر بچى راوړى، د دنيا د جنګونو مور د امن اولادونه راوړي، زموږ د خاورې د جنګ مور د شر بچى راوړى.

SAFMA دې د ۲۰۱۴ افغانستان له ويرې او تشويش په لفظونو نه جوړوي، د سقراط د زهرو د څښلو نه وړاندې هغه قول راياد کړى چې ''د لفظونو غلط استعمال مه کوئ'' دا وېره، دا وحشت، دا جنګ ځکه دى چې موږ د لفظونو او د سوچونو غلط استعمال کړى دى.

که اسلام اباد دى که پنجاب دى، که د قلم او يا علم خاوند دى، هغوى دې په خوبونو کې د ۲۰۱۴ د ويرې افغانستان نه ويني، د دريو لسيزو د جنګونو د بچو هغه مور دې مړه کړي چې تر پښو لاندې يې جنت نه شته، سُور دوزخ دى.

ورته مطالب