لونګ: د کابل ورځپاڼې او سپينې کتابچې

Image caption د خبريالۍ دغه مهمه برخه په افغانستان کې داسې مهال غوړېږي چې په نوره نړۍ کې يې د معلوماتو په رسولو کې خپل رول په بشپړه توګه ادا کړی او ان پای ته نژدې کړی دی.

هر سهار چې دفتر ته ولاړ شم لومړنی کار مې د نويو ورځپاڼو لوستل وي. په کابل کې اوس سيسټم ښه شوی دی، څو داسې ادارې فعالې دي چې خلکو ته هر سهار نوې ورځپاڼې ور رسوي.

دلته د ورځپاڼو د چاپ او خپرواي کلتور اوس پراخ دی. لسګونه ورځپاڼې چاپېږي چې درې څلور يې انګريزي او نورې دري او پښتو دي.

په افغانستان کې د ورځپاڼو تاريخ ۱۹ مې پېړۍ ته رسېږي او شمس النهار په دغه هېواد کې د ورځپاڼو د خپرواي لومړنۍ تجربه وه.

دغه ورځپاڼه د امير شېر علي خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۸۷۵ کال کې چاپ شوه خو وروسته بېرته بنده شوه. د امير شېرعلي خان دوره د افغاني تجدد او نويوالي پيلامه بلله کېږي او ان د ادبياتو د دورو يو وېش هم د امير شېرعلي خان د واکمنۍ د دورې پر بنسټ کېږي چې هېواد ته په لومړي ځل ډبرينه چاپخونه راوړل شوه.

د ادبياتو يو شمېر استادان وايي چې معاصره ادبي دوره له همدغه ځايه پيل شوې ده.

په دې حساب په افغانستان کې د ورځپاڼو د چاپ او خپراوي تجربه دا دی اوس په درېيمه پېړۍ کې روانه ده.

د خبريالۍ دغه مهمه برخه په افغانستان کې داسې مهال غوړېږي چې په نوره نړۍ کې يې د معلوماتو په رسولو کې خپل رول په بشپړه توګه ادا کړی او ان پای ته نژدې کړی دی. عصري ټينکنالوژي وده کوي او اوس د يوې ورځپاڼې ټول مواد په يوه کوچني ګرځنده ټيليفون کې موندل او لوستل کېدای شي.

که څه هم په يو شمېر هېوادونو کې لا هم ورځپاڼې مهم رول لري او له ټلويزيون او راډيو سره په سيالۍ کې ولاړې دي خو دا اندېښنه هېڅوک هم نه پټوي چې د ټکنالوجۍ په وده او د نسلونو په بدلون سره به د ورځپاڼو بازار ورو ورو پيکه کېږي.

تر وخت تېر فرمان

ورځپاڼې د معلوماتو د رسولو يوه سرچينه ده خو که معلومات و نه شي رسولای نو مانا يې دا ده چې نور يې چاپولو ته اړتيا نشته. خو دلته دا معادله هم سرچپه ده ځکه معلومات نه رسوي او ورځپاڼې بيا هم چاپېږي. لومړی دليل يې دا دی چې دلته ورځپاڼه هوس دی، اقتصادي ګټې او ځينې نور ټکي يې هم د چاپ انګېزه زېږوي.

په افغانستان کې يوې ورځپاڼې ته هم د خپلو لوستونکو شمېره معلومه نه ده خو هره يوه زرګونه ګڼې چاپېږي. خو په دې منځ کې د نورو په پرتله دوه ډوله ورځپاڼې نسبتا لوستونکي لري.

يوه هغه ډله چې تعرضي ورځپاڼې دي او خلک په نښه کوي او بله هغه چې معلوماتو ته نسبتا ډېر لاسرسی لري او کولای شي داسې يوه خبره راوباسي چې لوستونکو ته نوې وي، خو دا دواړه ډوله ورځپاڼې تر دريو ډېرې نه دي.

په عمومي توګه په افغانستان کې د ورځپاڼو پر متحوا باندې څوک ډېر زحمت نه باسي. ماته په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا لس ورځپاڼې راځي خو د دې ټولو ورځپاڼو اکثره ليکنې سره مشترکې وي او يو نيمه داسې ليکنه وي چې بلې ورځپاڼې را اخیستې نه وي او يوازې انلاين رسنيو خپره کړې وي.

داسې ليکنه خو کېدای شي په لسو ورځپاڼو کې يوازې يوه او دوه پيدا شي چې په لومړۍ پلا په کومه ورځپاڼه کې خپره شوې وي. دلته د کاپي کولو د حقونو د خونديتوب قانون شته خو د نورو ټولو قوانينو په پرتله ډېر تر پښو لاندې کېږي او زه ډاډه يم چې ډېر خبريالان به ترې خبر هم نه وي چې په دغه قانون کې څه ليکل شوي دي.

له يو بل څخه د عکسونه غلا، د ليکنو غلا د راپورونو غلا او ان د ډيزاين غلا بيخي عادي شوې ده. داسې عکسونه هم خپرېږي چې د دوو جلا جلا ادارو نښې پرې ټک وهل شوې وي او سړی نه پوهېږي د عکس اصلي څښتن څوک دی؟

خو ددې ټولو ورځپاڼو او د دې هر څه ترڅنګ اوس هم لومړي لاس معلوماتو ته لاسرسی د مرغۍ پۍ دي. دوه سرچينې پېژنم. دواړو د يوه غونډې کيسه راته په جلا جلا ډول کړې ده، خو يوه راته يو څه وويل او يوه بل څه، زه هېڅ پوه نه شوم چې د کومې يوې معلومات سم وګڼم.

زموږ ورځپاڼې هم همداسې دي د يوې پېښې په اړه ځينې د يوې سرچينې معلومات کاروي او ځينې د بلې سرچينې چې د دواړو تر منځ توپير هم وي او په منځ کې يې له خلکو څخه لاره ورکه کړې ده چې اصلي او سم معلومات کوم دي.

دلته معلومات دوه برخې لري. يوه يې هغه ده چې ورځپاڼې، ټلوېزيونه او راډيوګانې يې خوله پرخوله کوي او د ښار په ټکسيانو او د رسنيو په بحثونو کې پرې تبصرې کېږي. دغه معلومات ډېر ځله لومړی لاس معلومات نه وي او که وي نو مهم نه وي ځکه ورته لاسرسی هم اسانه دی.

دويمه برخه معلومات هغه دي چې لاسرسی ورته سخت دی. دغو معلوماتو ته نه رسنۍ اسانه لاس لري او نه هم عادي خلک. مانا دا چې رسنۍ هم د معلوماتو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

ددې ټولو پايله دا ده چې همدا خبرونه او ليکنې لومړی په انلاين بڼه خپرېږي، بيا يې راډيوګانې او ټلوېزيونه ور اخلي او بيا سبا ته په ورځپاڼو کې چاپېږي او ورځپاڼې خپلې تشې پرې ډکوي.

څو ورځې مخکې ولسمشر کرزی بهر ته په يوه ورځني سفر تللی و. د سفر پر مهال يې له دود سره سم خپل لومړی مرستيال د يوه فرمان په ترڅ کې د ولسمشرۍ د سرپرست په توګه ټاکلی و. ولسمشر مازيګر ته بېرته هېواد ته راستون شو او په کار يې پيل وکړ خو دولتي ورځپاڼو پر سبا سهار د سرپرستۍ دغه فرمان خپور او چاپ کړی و.

ځوان به څه فکر کوي؟

هغه ځوان چې هر سهار ماته ورځپاڼې را رسوي تر اووم ټولګي يې ښوونځی لوستی دی. نن سهار چې زه دفتر ته راتلم نو دی مې وليد چې زموږ له دفتره د باندې پر بايسکل سپور و او بلې خواته يې ورځپاڼې وړلې. لمر يوه نيزه راپور ته شوی و او د موټر هېندارې له دې کبله چې د باندې هوا سړه او دننه ګرمه وه داسې خولې شوې وې چې د باندې ترې په سختي څوک معلومېده.

خو دغه ځوان پخپله دنده پسې روان و او نه پوهېږم چې نورو څومره ځايونو ته يې بايد په همدې وختي کې ورځپاڼې رسولې وای. يو ورځ مخکې مې وپوښت چې پخپله دی ورځپاڼې لولي کنه؟ ځواب يې منفي و. له ځان سره مې وويل ښه ده چې پخپله ورځپاڼې نه لولي او که په دې پوه شي چې د دې ورځپاڼو په منځ کې له يوې نيمې ليکنې پرته نور هېڅ هم نشته، نو خدای خبر چې څه به وايي؟

ممکن په نوره نړۍ کې تر ډېره پورې ورځپاڼې د خبريالۍ يوه مهمه برخه پاتي شي خو په افغانستان کې ورځپاڼې د نرويو وچو وښو په څېر ښکاري چې له لمبه کېدو سره دستي يې لمبه مړه شي.

دلته به ډېرې لږې ورځپاڼې خپل عمر يوې لسيزې ته رسوي او هغه چې يې رسوي دولتي ورځپاڼې به وي چې ان د ولسمشر فرمان هم د وخت تر تېرېدو وروسته چاپوي. لږ تر لږه دولت دومره کولای شوای چې يوه مازيګرنۍ ورځپاڼه يې لرلای او دغه ډول فرمانونه او ورځنۍ تودې پېښې پکې چاپولای.

يو وخت يوه ډاکټر د شاعرۍ کتاب چاپ کړی و، ما ورباندې څو کرښې ليکنه وکړه او ومې ليکل چې کاشکي يې ددې کتاب پر ځای د ښوونځي پر ماشومانو باندې سپينې کتابچې وېشلې وای.

ډاکټر سخت خپه شو او زه يې هم ان په ليکلي ډول وترټلم. نن بيا زړه راټولوم او د کابل د ځينو ورځپاڼو ادارو ته يوه عاجزانه مشوره ورکوم چې کاشکي يې د ورځپاڼو پر ځای هر سهار پر ښوونځيو باندې سپينې کتابچې وېشلی او يوازې يو يو پيغام يې پکې ورته رسولای نو ګټه به يې ډېره وه.

ورته مطالب