ستاسې غږ: د پارلمان او دولتي ادارو ناسوبي او پاتې کارونه

Image caption ستاسې تجربه څه ده او په سيمه کې مو د ادرو کار څنگه دى؟

په پارلمان کې ناسوبي ده – وکيلان نه راځي او قوانين له تصويبه پاتې کېږي.

په دولتي ادارو کې مامورين نه راځي، يا نيمه ورځ راځي او د خلکو کارونه بند وي.

دا ناسوبۍ يا غيرحاضرۍ د کال ميليونونه ډالره بيت المال ته زيان اړوي، خو تر ټولو مهم د چارو د پرمختگ خنډ گرځي چې افغانستان ورته سخت اړ دى.

ستاسې تجربه څه ده او په سيمه کې مو د ادرو کار څنگه دى؟

دلته راته خپل نظر پرېږدئ يا د پنجشنبې پر ماښام راته پر دغې شمېرې ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنګ راووهئ او یا بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼه کې خپل نظر راته پرېږدئ.