ستاسې نظر: لرغوني اثار، ساتنه، غلا او حکومت ته سپارل

Image caption دا مهال په افغانستان کې د پنځو حکومتي موزیمونو تر څنګ ځیني خلک دا هڅه هم کوي چې ځینې لرغون توکی پخپلو کورونو کې خوندي کړي.

افغان حکومت وایي د تنظیمي جګړو پر مهال هغه زرګونه لرغون توکي چې د دغه هیواد له موزیمونو غلا شوي تر دې مهاله بیرته حکومت ته نه دي ستانه شوي.

په دغو کلونو کې یوازې په کابل کې له ملي موزیمه اویا سلنه ارزښتناکه لرغوني اثار پټ شوي چې په موندلو کې یې حکومت تر اوسه پاتې راغلی.

افغان چارواکي وايي په تیره یوه لسیزه کې یې د دغو اثارو د میندلو هڅې ډیرې وکړې خو بریالي شوي نه دي.

دا مهال په افغانستان کې د پنځو حکومتي موزیمونو تر څنګ ځیني خلک دا هڅه هم کوي چې ځینې لرغون توکی پخپلو کورونو کې خوندي کړي.

ستاسو نظر پروګرام کې به له تاسو واورو چې د لرغونو اثارو په ارزښت څومره پوهیږئ؟ ایا کله مو لرغوني اثار پخپلو کورونو کې ساتلي؟ ستاسو په فکر هغه څوک چې په کلیو بانډو کې لرغوني توکي بیامومي، چېرې، چا ته او څنګه یې وسپاري؟ او د دغو اثارو د قاچاق کونکو سره باید څه وړ چال چلند وشي؟

په دې اړه کولای شئ خپل نظر د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې د تیلیفون په دې شمېره راسره شریک کړئ:۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰ یا هم خپله شمېره را ته د بي بي سي په پښتو فیسبوک کې ولیکئ چې بیا وروسته موږ درته زنګ ووهو .