د ګولډن ګلوب جایزې: "۱۲ کاله غلامي" غوره فلم وګڼل شو

Image caption کیت بلانچیت ته د غوره ممثلې جایزه ورکړل شوه. هغې په "بلو جاسمین" فلم کې رول لوبولی دی.

د سینما او ډرامې په ډګر کې د امریکا متحدو ایالتونو کې د ګولډن ګلوب جایزو غوره فلمونو جایزو کې "۱۲ کاله غلامي" فلم د غوره فلم او او د فونسو کوارون غوره فلمي تولیدوونکي جایزې وګټلې.

د "امریکايي چل" په نامه یو بل فلم هم د غوره فلم جایزه ګټلې ده.

دغه فلم امریکايي ډیویډ او راسل تولید کړی دی.

"۱۲ کاله غلامي" فلم د یوه ازاد تورپوستي سړي د ژوند ریښتینې کیسه انځوروي، چې په امریکا کې د غلام په توګه پلورل کېږي.

او د "امریکايي چل" په نامه فلم هم د هغه امریکايي چلباز سړي او د هغه د یوه شریک د ژوند حقیقي کیسه کوي، چې له فدرالي پولیسو سره کار کوي.

غوره ممثله

Image caption د مکسیکو فلم تولیدوونکي الفونسو کوارون د خیالي نړۍ غوره فلم جایزه وګټله.

کیت بلانچیت ته د غوره ممثلې جایزه ورکړل شوه. هغې په "بلو جاسمین" فلم کې رول لوبولی دی.

بلانچیت د "جاسمین" رول په ښه توګه لوبولیدی.

خو په بهرنیو فلمونو کې د غوره فلم جایزه ایټالوي فلم "ستره ښکلا" فلم ته ورکړل شوه.

دغه فلم د ایټالوي فلم تولیدوونکي پاولو سورینتینو په مشرۍ جوړ شوی.

فلم د معاصر روم ښار ښکلا ډاګیزه کړې ده.

ورته مطالب