ستاسې غږ: اقتصادي ودې لپاره څه کول په کار دي؟

Image caption نړيوال بانک وايي د افغانستان اقتصادي ودې کې د پام وړ کمى راغلى دى.

نړيوال بانک وايي د افغانستان کلنۍ اقتصادي ودې کې د پام وړ کمى راغلى دى.

د بانک د کلنۍ ارزونې ترمخه ٢٠١٣ کال کې د دې هېواد اقتصادي وده په تخميني ډول درې اعشاريه يو وه، حال دا چې په ٢٠١٢ کال کې دا وده ١٤ اعشاريه څلور وه.

نړيوال بانک په خپلې ارزونې کې کاږي افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتل به د دغه هېواد په اقتصاد ژور اغيز ولري ځکه چې له هغې وروسته به د افغانستان ټول لگښتونه له افغان ملي بوديجې پوره کيږي.

دا اونۍ په ستاسې غږ کې له تاسو اورو چې حکومت د ښې اقتصادي ودې لپاره څه کولى شي او يا څه بايد وکړي؟

که په دې اړه خپرونې کې راسره نظر شريکول غواړئ نو د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ.

دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.

ورته مطالب