ستاسې غږ: څنګه کېدای شي چې قانون پلي شي؟

په افغانستان کې هر سړی وايي چې قانون د قانون چلوونکو او زورواکانو له خوا ماتیږي ، خو هېچا داسې ونه ویل، چې هر چا تر خپله وسه دغلته د قانون په ماتولو کې برخه اخیستې.

Image caption په تېرو دوولسو کالو کې د افغانستان ملي شورا لسګونه قانونونه تصویب کړي، خو د دغو قوانینو نه په لویه کچه سرغړونه شوې.

په ورځنیو چارو کې له وړو برخو نیولې بیا تر نورو سترو برخو پورې هر چا په یو ډول نه یو ډول قانون مات کړی او بده خو یې لا دا ده چې بیا همدغه د قانون ماتونکي پر خپلې دغې چارې ویاړهم کوي.

که له کلیو بانډو یې راپیل کړو هغه ماشومان چې پخپلو کې سره لوبې کوي، هلته هم د لوبو قانون تر پښو لاندې کېږي او د زور خاوند له ځانه د کمزورو پر حقونو سترګې پټوي، دا رنګه په مدني او نورو ټولنیزو برخو کې هم قانون د هغه چا په ګټه څرخي چې یا د زور او ځواک خاوند وي او یا هم په ټولنه کې تر نورو هغو نامه او جامه یې درنه وي.

په تيرو دوولسو کالو کې د افغانستان ملي شورا لسګونه قانونونه تصویب کړي، خو د دغو قوانینو نه په لویه کچه سرغړونه شوې، پر قانون د څار او نظارت کمیسیون وايي چې قانون د افغانستان د درې واړو قوو له خوا په خلاص مټ مات شوی دی.

د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې ستاسو نظر پروګرام مو همدغې موضوع ته ځانګړی کړی دی، په دې اړه ستاسو تجربې څه دي؟

تاسو په ورځنیو چارو کې تر کومه قانون ته پاملرنه کوئ؟

څنګه کېدای شي چې خلک پر خپل ځان قانون پلی کړي، که غواړئ چې خپلې تجربې او نظرونه راسره شریک کړئ، نو د پروګرام پر وخت مخامخ را ته پر دې شمیرې زنګ ووهئ:

۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

او یا هم د بي بي سي پښتو فیسبوک له لارې راته خپله شمېره راواستوئ چې بیا موږ درته زنګ ووهو .نظر ستاسو، خو خپرول یې پر موږ.