افغانستان سره د لوېديځ ژمنتيا څومره اړينه ده؟

Image caption افغانستان کې د ناټو پخواني قوماندان، متقاعد امريکايي جنرال سټينلي مېک کرېسټل

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخواني قوماندان متقاعد امريکايي جنرال سټېنلي مېکرېسټل، پر لويديځ غږ کړى چې کله د روان کال تر پايه د بهرنېو پوځيانو ډيره برخه له افغانستانه وځي بايد دې هېواد سره ژمن اوسي.

دۀ اندېښنه ښوولې چې څه وخت بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي دې هېواد ته تر ټولو لوى خطر له کورنۍ جگړې څخه متوجه دى.

دا اوونۍ ستاسې غږ خپرونه کې په دې غږيږو چې د نړيوال پوځي ماموريت له بشپړېدو وروسته افغانستان سره د لويديځ مرسته او ژمنه څومره اړينه ده؟

خپرونې کې د گډون لپاره، د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ.

دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.

ورته مطالب