باجوړي نسوار

Image caption باجوړي نسوار به منې ځکه چې د هر ځوان ککرۍ په خوند بې خوده کولی شي.

هغوئ چې د کوم څه د بدلون غوښتونکي وي نو ورته د یوې لارې فکر کوي.

که اوږده، ستړي کوونکې هم وي او تر دې چې وروستۍ نښه هم ورته نه ښکاري خو تکل یې دا وي چې که دوی په نیمه لاره کې بې ساه شي نو داسې یو څوک خو به یې تر شا ولوېږي چې د هغوی مټې به زورورې وي او د مزل دومره خواړه به لري چې که تر موخې ونه رسېږي نو یو بل نسل ته به لاره ورلنډه کړي.

د دې فکر بنسټګر د بدلون لپاره پیړۍ پیړۍ عمر ټاکي او بیا ډېری داسې وي چې خبره یې له لسیزو هم ور هاخوا نه شي.

په ژوند یې ارمان ته لاس ورسېږي او بیا نو د خبرې د پیل سړی اتل شي، هاغسې چې ترې کشران یې هم د یوه ارمان سره را زلمي شي د بدلون ځوانۍ ته اوږه ورکړي او نور یې هم پسې پیاوړی کړی.

خو زموږ د کمبختو لپاره نه خو داسې لارې جوړېدو ته پرېښودل شوي او نه هم کومه نیمګړې انګیزه د پایښت لپاره راته پاتې وي.

د پښتنو د یو داسې کور کیسه درته کوم چې په کې د پیغلو او زلمو د مستو ځوانیو کیسې تر ډیلي او کابله خپرې دي.

روایاتو کې د تاریخ ښکلې برخه یادېږي او په غېرت یې ډېری بحثونه کوي.

باجوړ:

او اوس یې سیند ته غورځوینه

ژاړي باجوړۍ جینکۍ، متین یې مړکه

نامرده وطن نه دی نارینه یې غېرتي دي او جینکۍ یې مړی په ساندو تود ساتلی شي، کلاګانې یې اوږده او د کلاګانو انګړ یې دومره لوی وي چې پوره کلي په کې ځایږي.

خو د پښتونخوا او پاکستان په ښارونو کې د باجوړ د غېرتي زلمو کسب د بوټونو رنګ کول دی.

هره پیغله چې په ګودر کې ګورې نو د لالا کیسې به کوي چې هغه په لاهور کې پالش کوي یا په کراچۍ، پیښور او نورو ښارونو کې څوکیدار دی او یا هم نسوار ټکوي.

ټول کال هلته یوازې خویندو ته پیزار مزدوري کوي او چې راځي نو که څه راوړي هم له نیمايي ډېرې ترې ځي او دومره یې په جیب کې پاتې وي چې بیرته د مزدورۍ وطن ته یې کرایه کړي.

خو د باجوړ خوار کسب اوس دومره عام شوی چې د افغانستان په ښارونو کې هم د باجوړي نسوارو فابریکې په پرمختګ کې دي.

دغه نسوار به منې ځکه چې د هر ځوان ککرۍ په خوند بې خوده کولی شي.

په اسدآباد، جلال آباد او نورو سیمو کې یې په غټو تورو لیکل شوې لوحې لېدل کېږي، خو د باجوړ په نوم مې یو ښونیز مرکز هم ونه لیده.

د ټکنالوژۍ په دې نړۍ کې د باجوړ برخه دومره خواره ده چې یوازې د نسوارو فابریکې یې مشهورې دې.

که د چا دا نه لورېږي چې د باجوړ بچی دې زده کړې وکړي انجینیر، ډاکټر او ساینس پوه دې شي نو دا ځوانان ولې دم شوي او ویده دي؟

ولې د خپل ژوند د بدلون لپاره خولې نه تویوي؟

که د یوه کلي په لسو کسانو کې دا فکر پیدا شي چې نور نو نسوار ټکول بس دي د بل نسل ځوانان دې کابل، ډیلي او اسلام اباد ته د منصب خاوند لاړ شي نه خوار مزدور، دا تمه شته چې که دا پیړۍ نه وي بله پیړۍ خو به یې د ژوند رنګونه تازه شي.

باجوړی به نسوار نه خرڅوي، خبرې به پلوري او هر ځای به دا سیمه د ښونځي، پوهنتون او نورو علمي ځایونو په نوم یاده وي.

خو شرط یې دا دی چې دا نسل ویښ شي.