له نوماندانو څه اورېدل غواړي؟

Image caption نوماندان هڅه کوي چې خپلې تگلارې ولس ته ورسوي

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د سلواغلې دلوې په ديارلسمه په رسمي توگه خپلې ټاکنيزې منډې ترړې پيل کړي اوهڅه کوي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه خپلې تگلارې ولس ته ورسوي.دغه بهير به دوه مياشتې غځېږي.

دوى به په دې ترڅ په هېواد کې د امنيت او ثبات د ټينگښت ، د سولې بهير، اقتصادي ودې ، له لوديځ او گاونډيانو سره د هېواد د اړيکو په اړه خپلې تگلارې وړاندې کړي.

په همدې پلمه د ستاسي نظرد دې اونۍ په پروگرام کې له تاسو اورو چې له نوماندانو څخه د منډو ترړو په ترڅ کې څه اورېدل غواړي. څه به د دې سبب شي چې تاسو وهڅوي چې دې يا هغه نوماند ته رايه واچوئ؟

که غواړي چې په همدې اړه په پروگرام کې خپل نظر څرگند کړي نو د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميرې مخامخ راته تيليفون وکړي.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

او تاسو دارنگه کولى شي چې په بي بي سي پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه او هم د خپلو تيليفونونو شمېرې راپرېږدئ.

ورته مطالب