ورځپاڼې، سلواغه ۲۲، د بګرام زندان چارې

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (سه شنبه د سلواغې ۲۲مه) د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه پرېکړه څېړلې چې د بګرام زندان چاري د کورنیو چارو وزارت ته سپاري او بهرنیو سرتېرو ته د افغان وګړو د نیولوحق نه ورکوي، خو ددې ترڅنګ یې د ټاکنو بېلابېل اړخونه هم ارزولي دي.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر حامد کرزي د بګرام بندیانو د دوسیو څېړلو او برخلیک مالومولو د کمېټې کار یې وارزاوه او د زندان د تړلو په اړه بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې نور به د بګرام زندان چارې د کورنیو چارو وزارت له خوا تنظیمېږي او همدارنګه پرېکړه شوې چې په افغانستان کې مېشت بهرني سرتېرې نور ددې حق نه لري چې افغان وګړي ونیسی یایې بندیان کړي.

ماندګار ورځپاڼه د ولسمشرۍ ماڼۍ دا پرېکړه د طالبانو په ګټه پورته شوی یو ګام ګڼي او پدې باور ده چې د ولسمشر دا پرېکړه له امنیتی تړون سره دده په مخالفت پورې اړه لري او پدې اند ده چې د ولسمشر کرزي دا پرېکړه یوازې یو حرکت ندی، بلکې د ورځپاڼې په کرښو دا دهغه کړنو په ترڅ کې مطرح کېږي چې له څه مودې یې ترلاس لاندې دي.

یاده ورځپاڼه پدې نظر هم ده چې ښایي د ولسمشر دا ګام چې د ورځپاڼې په کرښو د خپلې واکمنۍ په وروستیو میاشتوکې یې پورته کړی، هغه راتلونکي حکومت ته چې د ټاکنو نه وروسته به رامنځ ته کېږي، ستونزې جوړې کړي او أن دهغه حکومت د ناکامۍ سبب شي.

خو د ماندګار ورځپاڼې پرخلاف بیا د سرنوشت ورځپاڼه د ولسمشر له خوادغه دوه پرېکړې، د خپلواکۍ په لور دوه ګامه ګڼي او دهغې ستاینه کوي.

سرنوشت وړاندې بیا لیکي چې له شک پرته کله چې په يوه هېواد کې بهرني ځواکونه د خلکو د نيولو او بندي کولو حق او زندان ولري او د ورځپاڼې په کرښو کله چې د يوه هېواد فضايي حريم د بهرنيانو په لاس کې وي، هغه خپلواک هېواد نه شي ګڼل کېداى.

یاده ورځپاڼه پدې هيله ده چې د ٢٠١٤ کال تر پايه به ټولې چارې افغاني شوې وي او بهرني ځواکونه به هېڅ داسې چاره ترسره نه کړي چې د افغانستان خپلواکي وننګوي.

هشت صبح ورځپاڼه بیا د کابیني له هغه پرېکړې یادونه کوي چې وایي ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کې له هېڅ نوماند څخه ملاتړ نه کوي او له ولسمشر حامد کرزي غواړي چې پدې لار کې عملي ګام اوچت کړي.

دغه ورځپاڼه پدې باور هم ده چې د یوه وزیر یا یوه والي له خوا د ټاکنیز کمپاین په غونډو کې یوازې ګډون له اصولو سرغړونه نه شمېرل کېږي، خو د ورځپاڼې په کرښو ټاکنیزه سرغړونه هغه وخت رامنځ ته کېږي چې یوحکومتي چارواکۍ له عمومي امکاناتو څخه د خپلې خوښې نوماند په ګټه کار واخلي.

ویسا ورځپاڼه بیا لیکی چې د راتلونکیو ټاکنو د بدنامۍ مخه نیول هم اړین دي او پدې نظرده چې باید اړونده ارګانونه د ټاکنو پر امنیت سربېره د هغو رڼو ترسره کېدو ته هم پاملرنه وکړي.

یاده ورځپاڼه پدې باور ده چې که څومره امنیت د ټاکنو لپاره اړین دی او د ټاکنو سراسري توب ورپورې تړلی دی، همدومره دې ته هم اړتیا ده چې ددې پروسې د بدنامولو شعوري او قصدي هڅې هم شنډې کړای شي.

ویسا ورځپاڼه پرته لدې چې دچا نوم واخلي،ځیني نوماندان پدې تورنوي چې سر له اوسه د ټاکنو دپایلو د نه منلو خبرې زمزمه کوي.

محور ورځپاڼه بیا په خپله سرمقاله کې لیکي چې ټاکنې یوه تاریخي پروسه ده خو د عاملینو ناقانونه کړنې یې ولس زړه توری کوي او پر ټاکنو دبې باورۍ حالت ته وده ورکوي.

یاده ورځپاڼه پدې باور ده چې د کاندیدانو او ولس تر منځ قوي او غښتلی تړون د باور او اعتماد په نامه یادېږي، خود ورځپاڼې په کرښو ځيني کړنې یې دا حالت په بې اعتبارۍ بدلوي.

تحول ورځپاڼه چې د یوه نوماند ټیم نظریات خپروي پدې باور ده چې په بېلابېلو ولایتونو کې د نوماندانو د کمپاین د ډلو د غړو وژنه اویا ددې کمپاینرانو له خوا له خلکو سره بد چلن د خلکو په منځ کې‌ د ټاکنو د ړنو ترسره کېدو په اړه یوډول اضطراب را منځ ته کړی دی.

تحول لیکي چې که چېرې د اضطراب دغه وضعیت ته د پای ټکی کېنښودل شي او عاملین یې په ګوته او دقانون منګولو ته ونه سپارل شي، نو دړنو او عادلانه ټاکنو تمه نشي کېدای.

ورته مطالب