جوُ جوُ ، یوه معاصره هنداره

د انځور حقوق
Image caption د جوُ جوُ ناول یوه ځانګړنه داده، چې املايي تېروتنې پکې نه شته، چې نن سبا یو معمول شوی.

' شاعران او ليکوال دې ياد کړل، ما هم د دوي ځيني ليکنې لوستې، خو زه ډاډه يم، چې کوچيانو ته يې پر پاخه سړک د روان موټر له ښيښو ورکتلي. دوى له لېرې د هغې کوچۍ پيغلې تصوير راخيستى، چې په اوښانو پسې روانه ده، خو هېڅکله يې د هغې له وچو شونډو راوتلې ستړې ( اه ) نه ده اورېدلې.

د هغې په چاودو پوندو کې ته يې تلليو اغزو ته پام نه دى اوښتى...'

دا جملې له کومې مقالې یا ادبي ټوټې نه دي را اخيستل شوې، بلکې د يوه ناول مکالمې دي.

ناول هم داسې چې دوديزه عشقي بڼه نه لري.

د ښاغلي نصير احمد احمدي نوى ناول جُو جوُ یادووم، چې موموند خپرندویه ټولنې تازه چاپ او خپور کړی دی.

پاسنۍ جملې مې ترې نه ځکه د ليکنې پيل ته انتخاب کړې، چې يو ډول مې له ځانه پوښتنه وبلله، چې بايد ځواب شي.

خو د ټول ناول له لوست وروسته معلومه شوه، چې دا يوه نه ده، بلکې داسې نورې ډېرې پوښتنې پکې دي، چې له موږ ټولو نه ځواب غواړي.

خو موږ ورته هېڅ ځواب نه لرو.

اصلاً د دغه ناول يو مرکزي کرکټر رسماً د خپلو هغو پوښتنو په ځوابونو پسې ګرځي، چې ټولې یې موږ ته متوجه دي.

خو له موږ نه ځوابونه مومي، بلکې دغه کرکټر ته خپله له همدې کبله یو جنجال جوړيږي، چې د ناول تلوسې برخه تشکیلوي.

د نصیر احمد احمدی دغه نوی ناول ( جوُ جوُ ) ساينس فکشن دى، چې لږ تر لږه ما په دغه موضوع له دې مخکې کوم پښتو ناول نه دى ليدلى.

په نورو ژبو کې دې برخه کې خورا ډېر کار شوى، خو زموږ د ناولونو ډېرو ليکوالو ته اصلاً خپله ساينس چندان په زړه پورې موضوع نه ده، ځکه تر اوسه زموږ په ادب کې لا هم هغسې چې ښايي دغه ډول کېسې نه دي ليکلې شوې.

احمدي صيب البته بيا هم نوښت کړى او تر ډېره حده يې حق ادا کړى.

دغه ډول کېسو ته د نورو ژبو ليکوال هم معمولاً ښاري چاپېريال جوړوي.

خو د احمدي صيب يو مخکينى ناول خونکار ته مې پام شو، چې د جرم او سزا موضوع ته يې خورا مناسب ځايي پلاټ جوړ کړى.

دغسې جوُجوُ چې د ساينسي موضوع اړوند کېسه ده، خورا په مناسب انداز د افغانستان کليوالو سيمو کې خواره واره موضوعات رانغاړي.

جوُ جوُ د ډېرو نورو ناولونو برعکس په يوه کېسه کې دننه ښه ډېر کرکټرونه لري، خو هر يو کرکټر ځانته یوه کېسه ګۍ لري او ټول پکې خپل منطقي انجام ته رسېدلي دي.

همدا د دغه ناول يوه ځانګړنه بللاى شو. جوُ جوُ راته په بدو کې د نجونو ورکولو کېسه کوي، له کونډو او يتيمانو سره زموږ د سلوک حال وايي، د هغې پيغلې له انجامه مو خبروي، چې د يوه ځوان د محبت خبره يې له خولې وتلې.

دا هم راته وايي، چې زموږ په چاپېريال کې زموږ د شاوخوا شته د وحشي حيواناتو په زړه څه تېريږي.

له ټکي په ټکي ژباړل شويو اصطلاحاتو او اوږدو جملو کارولو ډډه، د ښاغلي احمدي نثر دومره خوږ کړی، چې لوستونکی تر پایه له خسته کېدو ژغوري.

په ټول کې ویلای شو، چې جوُ جوُ په نوې بڼه یوه هنداره ده او احمدي صیب زموږ مخې ته ایښې.

دغه ناول کې داسې ډېر څه وینو، چې په مغلق ښاري چاپېریال کې له ډېرو ذهنونو وتلي دي.