پښتونخوا د جنګ او روغې ترمنځ!

پېښور کې برید
Image caption په تېرو څو کلونو کې په پښتونخوا بریدونه زیات شوی دی

پښتونخوا د جنګ او روغې تر منځ!

جنګ زموږ، روغه د نورو!

تاوان د پښتون افغان، ګټه د پردو ښاغلو!

قبر زموږ، کتبه پرې د بل د نوم!

اوږه زموږ، ټوپک د بل!

ګناه زموږ، ثواب د پټو پرښتو!

که دلته پښتونخوا ده، که کویټه، کابل که قندهار لر او بر هر خوا د پښتون افغان په کرښه د زوړ جهاد ثمرات د نوي فساد په شکل کې لیدل شی، موږ د جنګ او روغې تر منځ ژوند کوو!

د حکومت او طالبانو په روغه جوړه کې د افغان جهاد هاغه قبا، پټکی، کوټ پتلون او زړې عینکې د وزیر ستان فال ګوری چې درې لسیزې، اګاهو یې لوی افغانستان ته د سوزېدو ښېرې کولې، اوس په امن کانفرانس کې لاس په دعا دی!

اوس ټول خلق د هاغه محبوبا سندرې وایي:

خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

د خلقو په سترګو کې دا پوښتنه ده چې د حکومت او طالبانو روغه به وشی؟

دا پوښتنه داسې ښکاري لکه څوک چې په شېبو شېبو باران کې په آسمان د بوډۍ ټال ته سترګې نیولې وي.

پښتونخوا هم هاغه شان مثال لری، یو خوا د وینو باران دی او بل خوا د طالبانو سره د سولې خبرې کېږي.

موږ د جنګ او روغې په برید ولاړ یو.

موږ د وینو سرې جامې اچولې دي او په لاسونو کې موږ سپینې کوترې هم نیولې دي!

زموږ په شونډو جنګ ته ازار هم دی او په شونډو دعا هم!

د قبائیلي ژوند روایات دا پاتې شوي دي چې سپین څادر به اوچت کړی شو، مشرانو به تیږه کېښوده، د تيږې مطلب ډز بندي وه.

بیا به مشرانو خبرې وکړې او یوې نتیجې ته به ورسېدل.

اوس روایات بدل دی، د روغې خبرې هم کېږي او جنګ هم دی!

د وزیرستان یو بل روایت د فقیر ایپي تحریک سره تعلق لري چې هغه په جنګ کې هم خپل وزیرستان د ورانېدو نه ساتلو.

دوی به ویل! دا هر څه زموږ دي، پرنګی خو به ترې ځي، موږ خپل ځایونه ولې بربادوو !

اوس تحریکونه په شورشونو بدل شوي دي، شورشونو ته پردي خلق دوام ورکوی، پردي د وزیرستان او ټول پښتون افغان په تاریخ، تهذیب او کلتور څه پوهېږي؟

هغوی فقط د جنګ مهارت لري، جنګي جنون لری، چېرته چې جنون زیات شي، هلته نور هر څه له منځه ځي، فقط جنګ د جنګ پر غاړه پروت وی، اور خو اور نه مړ کوي، اور خو اور لا زیاتوي.

ځکه خو اولسونه حیران دي چې دا به څه کېږي؟

ټولو ولسونو په حیرانتیا کې دا تاثر دی، چې دا په پښتونخوا کې د جدا ځانګړي ریاست قیام ته لاره خلاصول دی !

ځکه چې د طالبانو شریعت زموږ په حدود کې دی.

دغه شریعت د مذهبي ګوندونو اتحادیې زموږ لپاره پینځه کاله اجرا کړی دی.

په دغه شریعت کې د سوات د جومات محراب ته ایف ایم راډیو او MMA داخل شو.

د پښتنو سپین پټکي تور شول او خبره تر سوات او وزیرستان پورې وغځېده، لکه چې سوات د وزیرستان امیر شو!

د خلقو تاثر دادی چې په پښتونخوا کې پښتنو لپاره یو عبوری ریاست جوړولي شی، هغوی د زوړ افغان جهاد زوړ عبوري حکومت یادوی، هاغه پېښور یادوي چې اسلام آباد ورله دلته عبوري حکومت جوړ کړی و، خو افغانستان چېرې هم د پاکستان پرضد پښتنو او بلوڅو ته هلته عبوری حکومت نه و جوړ کړی.

دا به بیا په پاکستان کې مرورو افغانانو هم منل، ځکه خو یې هرې معاهدې، لوظنامې او لاس لیک امن نه ټینګولو.

موږ یو ځل بیا په هغه برید ولاړ پاتی شو، که د جا دا خیال وي چې د طالبانو له لاسه به د امن لوظنامې په نوم څوک وسله واخلي او هغوی به جومات حدود ته ورداخل کړي نو داسې نه ده.

یو قوت چې د پاکستان د آئین(اساسي قانون) پورې ورسېږي، رټ چیلنج کړی او د برابرۍ په بنیاد په یوه مېز کېني، نو هغوی لاندې نه راځي.

د دې مثال دا دی چې هغه قوت په ریاست کې خپله برخه غواړي او د ریاست واکداران به ورله دا حق ورکوي.

تاریخ به دا لیکي، چې طالبانو دا حق په زوره په جنګ اخیستی دی، خو دا وېره دومره نه ده ځکه چې دلته تاریخونه دروغجن خلک لیکي، موږ نه د تاریخ لوستونکي یو او نه ترې سبق اخیستونکي!

موږ زړې آئینې ماتوو او په نوو آئینو کې ځانته ګورو ـ اوس حالات بدل دي، د نړۍ په بدلېدونکي تناظر کې، موږ په یو وخت جنګ هم کوو او امن هم غواړو!

څنګه چې زموږ ادب د ادب لپاره دی، دغه شان زموږ جنګونه د نوو جنګونو لپاره دي، د امن لپاره نه دي!

څنګه چي زموږ سیاست د سیاست لپاره وي، نو د اولسونو پکې څه حق نه وي!

څنګه چي زموږ جمهوریت د سیاستدانانو لپاره وي، د رایې ورکونکي پکې څه برخه نه وي!

دغه شان زموږ ټول جنګونه د پردو جنګونو یو شکل دی چې زموږ خپل شکلونه پکې مسخ شوی دی، خو د ټولو نه لویه بدبختي داده چې د پښتون افغان مخونه او څېرې یې ورانې کړې دي، شناخت او پېژندګلو یې ور له غلطه کړې ده.

بدبختانه موږ خپلو مخونو ته چېرې هم د تاریخ په آئینه کې نه دي کتلي، ګنې موږ به پخپله چغي او نارې کړو او په چغو چغو به ووایو:

دا موږ نه یو!

دا زموږ مخونه نه دي!

موږ خو دومره بدرنګ، دومره بد شکله، بد صورته او له وحشته ډک نه یو!

موږ ښکلی یو، ځکه خو د جنګ بد رنګ خلک زموږ په مخونو نوکارې راکاږي او موږ له شکلونه ورانوي، خپل خلق خپل ولسونه، خپل بچي زموږ نه وېروي.

اې جنګ پرستو!

د جنګ د آئينو موجد ته ووایئ، دا د وحشت آئبنه دې واپس واخله، زه پخپله آئینه کې ځانته ګورم، زما یقین دی، زما آئينه به ماته دروغ نه وایي!

زما آئینه به ما ته ریښتیا وایي!

موږ دومره بدرنګ، بد شکله نه یو، که موږ په ریښتیا داسې یو چې خلک زموږ نه وېره کوي، نو باید چې زموږ مخونه وران کړی شي.

داسی خلکو ته د پښتو د روایاتو په آئینه کې د کتو هېڅ حق نشته.

ورته مطالب