د افغان لیکوال لنډې انګریزۍ کیسې

د انځور حقوق solamal
Image caption د لندن په زړه کې د افغان لیکوال دوې کیسې ولوستل شوې

د لندن په زړه کې د لېتن هوس موزیم کې لس ګونه کیسه مینه وال د یوه لیکوال کیسه اورېدو ته را ټول شوي وو.

خو توپير په دې کې و چې دا کیسې د انګریزي لیکوال نه وې.

دا ځل د افغان کیسه لیکوال، عبدالوکیل سوله مل شینواري کېسې په انګریزي ژبه لوستل کېدې.

په کیسه اورېدونکو کې چې ډېره برخه یې انګریزي ژبي وو، څو تنو افغانانو هم ګډون درلود.

د لیکوال دوې کیسې چې په لندن کې د ختیځ او افریقایي څېړنو انستیتوت(سواس) استاد جېمز کارن له پښتو انګریزي ته ژباړلې وې، د بي بي سي پښتو څانګې حمید شجاع له خوا ولوستل شوې.

جېمز کارن د افغانستان په اړه ډېرې لیکنې کړې دي، په ځانګړې توګه د پښتو ادبیاتو په برخه کې یې زیاتې څېړنې کړې دي.

په پيل کې ښاغلي کارن د ښاغلي سوله مل او د هغه د کیسو په اړه لنډ معلومات ورکړل.

د بحث لومړۍ کیسه، د (عکسونو بازار) په ننني افغا نستان کې د ارزښتونو د بحران او مسخ کېدو روایت جوړی.

دا کیسه د افغانستان د تاریخ د ورستۍ نیمې پیړۍ په کلونو کې د عکسونو ځای او ارزښت ټاکي.

راوي کیسه له خپل کوچنیوالي او خپل لومړني عکسه پیلوي.

دی موږ ته ټول هغه ټولنیزغبرګونونه مخ ته ږدي چې په لومړي ځل د عکس اخیستلو له لومړۍ شیبې ورسره مخا مخېږي او په دې هکله ېې فکر کولو ته رابولي چې عکس ګناه که اړتیا او ښکلا ده؟

کیسه د هېواد په بېلابېلو واکمنیو کې د عکسونو په رول او ځای سره پر مخ ځي او په دې دوام مومي چې که څه هم د ده د کوچنیوالي په کلونو کې د تصویرونو او عکسونو لرل آزاد وو خو بیا یې هم په شته والي او ارزښت ټولنه وېشلې وه.

وروسته داسې پېرونه او مرحلې هم راځي چې یا د عکسونو د لرلو انتخاب د نورو په خوښه وي او یا هم د یوه سره بندیز پرې لګېږي او شته والی یې ګناه او خطا بلله کېږي.

د کیسې د پای برخه په ټولنه کې نه یوازې په عکسونو د بندیز فرمان له منځه وړي بلکې د عکسونو د ګرم مارکېټ او بازار ښار آبادوي.

Image caption د لیکوال کیسې په لندن کې د ختیځ او افریقایي څېړنو انستیتوت(سواس) استاد جېمز کارن له پښتو انګریزي ته ژباړلې او د بي بي سي حمید شجاع ولوستلې.

دا ځل عکسونه نه یوازې شوق او اړتیا بلکې د کاذب شهرت او هویت وسیله ګرځی او هر څوک پخپل سر او پخپل زور هر سړی ان د هغو د عکس لمانځنې او درناوي ته را بولي چې کرکه ترې کوي.

د کیسې وروستی پیغام دا دی: هغه کس چې د یوې ډلې او یا انفرادی سیاسي سوداګر شهرت او تجارت وسیله ګرځي، د دوی او یا د ده د کار او استعمال په وخت کې څومره ستر او د پام وړ ګرځیدای شي، خو چې کله له استعمال او ګټې ووځي، څومره په منډه له پامه غورځي او د ملنډو وړ ګرځي.

کیسه زموږ د ټولنې یوه اسا سي ستونزه بیا نوي او هغه په اوسني افغانستان کې د دومره کا ذبو او تصنعی اتلانو شتون دی چې د دې هېواد ریښتینی اتلان ننګوي.

د بحث دویمه کیسه، (څېرې او اندېښنې) د یو داسې چا کیسه کوي چې له ساده غریب کلیواله په یوه شتمن جنګسالار بدل شوی او سره له دې چې ډېر واک، ځواک او شته يې په برخه دي خو بیا هم د خپلې ماضي په پرتله دروني سکون نه لري او د اندېښنو په لوی ګرداب کې را ګېر دی.

دی دا هر څه ګوری، اوري او احساسوي، خو بیا یې هم د واقیعت منلو او تسلیمۍ ته نه دی تیار.

ټوله کیسه د ده د دروني جدال انځور جوړوي.

د دې کیسې لوی پیغام دا دی، که هر خطا کار په هر وخت او عمر کې له حال سره مخه ښه او توبه وباسي او بېرته خپل ساده ژوند ته ور وګرځي، په مراتبو به له اوسه د لمانځنې او ستاینې وړ وګرځي او پخپلو او د نورو په سترګو کې به د ځان د ښه انځور ننداره وکړي.

د انګریزي کیسه ارزونې دا غونډه د فبروري په نیمایي کې د لېتن هوس موزیم کې جوړه شوې وه.

دې موزیم د فیروزکوه هنرې موسسې ځینې اثارو ته په خپلو تالارونو کې د نندارې لپاره ځای ورکړی.

دا اثار چې افغان هنرمندانو په خپلو هنرمندو ګوتو جوړکړي، د افغانستان د تېر او اوس مهال ترمنځ یو پيوستون جوړوي.

اثار د ۲۰۱۳م کال له نوومبره د ۲۰۱۴م کال د فبروري تر پایه نندارې ته وړاندې شوي وو.

ورته مطالب