کابل چاپ ورځپاڼې، د سلواغې ۲۹

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (سه شنبه د سلواغې ۲۹مه) د ټاکنو او ټاکنیزو کمپاینونو ترڅنګ د کانکور په ازموینه کې ستونزې او درغلۍ، د کابینې له خوا تر اصلاحاتو وړاندې د جزایي اجراتو د قانون نه تصویب او په پاکستان کې د سولې خوښونکو افغاني طالبانو وژل کېدل څېړلې او تبصرې یې پرې کړې دي.

سرنوشت ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې پوښتنه کوي چې کانکور به څنګه اصلاح کيږي؟ او تر دې سرلیک لاندې یې د هرات په ولایت کې د کانکور د آزموینې لغوه کیدل څېړلې دي او لیکي چې دا لومړى ځل نه دى چې سږ کال په کانکور کې دغه ډول ستونزې رامنځ ته شوې دي،تر دې وړاندې، په لوګر، غزني او ځينو نورو ولايتونو کې هم د کانکورپه ازموينه کې د پراخو ستونزو رپوټونه ورکړل شوي وو.

یاده ورځپاڼه پدې نظر ده چې د کانکور ازموينې د روڼوالي لپاره په کار ده چې د کانکور ازموينې په سيستم او دغه راز په چارواکو کې ژور بدلون راشي او د ورځپاڼې په کرښو د سيستم او افرادو له ژور بدلون پرته د کانکور ستونزې به همداسې دوام کوي او موږ به هر کال له نوې او جدې ستونزې سره مخ وو.

دغه ورځپاڼه همدارنګه وړاندیز کوي چې ددې ترڅنګ باید د کانکور په سيستم کې بدلون راوستل شي او يو داسې سيستم عملي شي چې د درغلۍ شونتيا په کې کمه وي که نه نو د ورځپاڼې په کرښو له دې پرته به هر کال د لسګونو زرو ځوانانو په برخليک همداسې لوبې کيږي .

ملي آرمان ورځپاڼه هم لیکي چې د کانکور په آزموینو کې دې د حق تلفیو مخنیوی وشي او د سرنوشت په څېر تر لوګر وروسته د هرات ولایت د کانکور آزموینې لغوه کېدل یادوي او پدې نظر ده چې پدې دواړو پېښو کې د لوړو زده کړو وزارت د امتحان اخیستونکو پلاویو ملامتیا په ګوته کوي.

دغه ورځپاڼه پدې نظر ده چی کله په یوه ولایت کې د کانکور آزموینه د درغلیو له امله ځنډول کېږي، نو د هغه زده کونکو آرام ذهنونه چې د آزموینې لپاره یې لازم تیاری نیولی دی، ګډوډوي او آن شاید هغوی ونکړای شي د کانکور په راتلونکو دورو کې ښه آزموینه ورکړي.

همدارنګه د ماندګار ورځپاڼې خپله نننۍ سرمقاله په ورته موضوع لیکلې ده او د دوه تېرو ورځپاڼو په څېر دغه ورځپاڼه هم پدې نظر ده چی یوازې د لوګر او هرات په ولایتونو کې داستونزه نده، چې په ډېرو نورو ولایتونو کې هم دا ډول پېښې لیدل شوې ،خو هلته د کانکورآزموینه اخیستل شوې ده.

ماندګار د کانکور په آزموینو کې د درغلیو اوجعل کارۍ ترڅنګ ، پدې آزموینه کې د بې محتوا پوښتنو له شتون څخه هم سرټکوي او پدې باور ده چې په آزموینه کې ددې ډول پوښتنو شتون، دا معنا ورکوي چې پراخه درغلي او جعل کاري هم پکې د تعجب وړ خبره نده.

ماندګار ورځپاڼه پدې نظر ده چی د کانکور په آزموینه کې ددې ډول پېښو تکرار ښکاروي چې حکومت او په تېره بیا د لوړو زده کړو وزارت د رڼو، سرتاسري او سالمو ټاکنو له ترسره کولو څخه عاجز دي او په وار وار عملاً پدې اړه ددوی نا تواني څرګنده شوې ده.

هشت صبحورځپاڼه بیا په داسې حال کې چې د کابینې له خوا جزایي اجراتو د قانون نه تصویب څېړي او هغه یو غوره او د ستاینې وړ ګام ګڼي ، پدې نظر ده چې د مدني ټولنو او د ښخو د حقونو فعالانو او د ټولنیزو شبکو کارونکو له خوا فشارونو د کابینې پر پرېکړې اثر وکړ.

یاده ورځپاڼه ددې ستاینې سره سره پر حکومت او په تېره بیا د عدلیي پر وزارت ګوت نیونه کوي چې وخت نا وخت دا ډول د قانون مسودې لیکي او آن هغه د قانون جوړونې تر بهیره را رسیږي چې د ورځپاڼې په کرښو د هېواد د اساسي قانون او هغه ژمنو سره په ټکر کې دي چې دولت له نړیوالو سره کړې دي.

هشت صبح پدې نظر ده چې غوره به وي که د حکومت نورې څانګې د عدلیې وزارت ته دا ور یاد کړي چې د هېواد اساسي قانون او د دولت نړیوالې ژمنې څه دي، تر څو د ورځپاڼې په کرښو بیا دا ډول ستونزې جوړې نه شي.

د اطلاعات روز ورځپاڼه هم د جزایي اجرااتو د قانون د نه تصویب ، پرېکړه د ولسمشر هوښیاره پرېکړه ګڼي او ددې قانون هغه برخې په ګوته کوي چې ستونزمنې ګڼل شوې وې او د مدني ټولنود بنسټونو له اړخه یې پر تصویب اعتراض شوی وو.

یاده ورځپاڼه په داسې حال کې چې پدې نظر ده چې ددې قانون د مسودې یوه ماده د ښځو د حقونو د ترپښو لاندې کېدو لپاره زمینه برابروي، د ولسمشر او کابینې وروستۍ اقدام او عدلیې وزارت ته د سمون په خاطر ددې مسودې بېرته استونه، پدې معنا ګڼي چې د ښځو په ګټه به پکې لږ سمون راشي.

انیس دولتي ورځپاڼه هم خپله سرمقاله په همدې تړاو لیکلي چې د تېرو دریو لسیزو پېښو، نه یوازې په افغانستان کې د ښځو حقونه چې د هر جانداره حقونه تر پښو لاندې کړې دي او د کابینې له خوا دجزایي اجرااتو د قانون د نه تصویب پرېکړې ته په پاملرنې سره پدې نظر ده چې د افغانستان وګړو اوپه تېره بیا ښځو له هر اړخه پرمختګ کړی دی،چې د ورځپاڼې په کرښو دا تضمینوي چې هېڅ کله به اوسنۍ لاسته راوړنې ضایع نه شي.

ویساورځپاڼې بیا په پېښور کې د افغان طالبانو د یوه مهم مشر مرموزه وژنه څېړلې ده او پوښتنه کوي چې د سولې پلویان ولې وژل کېږي؟

دغه ورځپاڼه د طالبانو د واکمنۍ د وخت د کډوالو چارو وزیر مولوی عبدالرقیب تخاري مرموزه وژنه یادوي ، پدې باور ده چې د سولې پلوي طالب مشران هم په پاکستان کې وژل شوي دي او یا په افغانستان کې همدغسې کسان دبهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي یا وژل شوي دي.

ویسا ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال پدې نظر دی چې د دې ډول طالب مشرانو وژل کېدل د ولسمشر کرزي دغه ادعا رېښتیا کوي چې د افغان سولې کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې دی.

ملي باور ورځپاڼه بیا د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې له نوماندانو څخه د بېلابېلو ډلو ملاتړ اعلانول څېړي او پدې نظر ده چې که څه هم دا ډول د ملاتړاعلانول د ډیموکراتیکو او مدني ارزښتونو څخه ګڼي او په سوله ییز ډول د واک د لېږد یوه مهمه تجربه یې ګڼي،پدې نظر ده چې باید د یوه کاندید له کړنلارې اوپروګرام څخه ملاتړ وشي.

یاده ورځپاڼه پدې نظر ده چې اوسني ملاتړونه تر ډېره بریده په راتلونکې کې د امتیاز اخیستو په موخه ترسره کېږي،که نه د ورځپاڼې په کرښو داسې کسان هم شته چې سهار د یوه کاندید په دفتر کې وي، ماښام د بل کاندید سره تیروي.

ورته مطالب