افغانستان څرنګه له کلتوري میراثونو ګټه اخیستی شي؟

Image caption د غزني ترڅنګ، د بامیانو د بودا مجسمې او په بلخ کې د مولانا د زیږیدو ځای هغه نړیوال کلتوري میراثونه دي، چې افغانستان ترې په کلتوري ډګر پوره ګټه اخیستی شي.

د اسلامي کلتور پلازمېنې په توګه د غزني ښار د نومونې وروستي مراسم سبا یکشنبه په غزني کې کیږي.

د اسلامي هېوادو د کلتور وزیرانو په ۲۰۰۷ کال کې غزنی د ۲۰۱۳ میلادي کال لپاره د اسلامي کلتور د پلازمینې په توګه تایید کړ.

خو په تیرو شپږو کلونوکې هغسې چې اټکل یې کیده، له دغه فرصت نه د غزني د بیا رغاونې او دې مراسمو ته د چمتوالي لپاره سمه ګټته پورته نه شوه او ټول تاریخي ځایونه یې ونه رغول شول.

ستاسې له نظره څنګه کیدای شي، چې افغانستان د اسلامي کلتور د پلازمېنې په توګه د غزني له نومونې، نوروز او نورو هغو مراسمو نه سمه ګټه واخلي، چې افغانستان په نړیوال کچه پرې ځلیدای شي؟

د غزني ترڅنګ، د بامیانو د بودا مجسمې او په بلخ کې د مولانا د زیږیدو ځای هغه نړیوال کلتوري میراثونه دي، چې افغانستان ترې په کلتوري ډګر پوره ګټه اخیستی شي.

خو افغانستان ولې له دغو کلتوري فرصتونو سمه ګټه وانه خیسته؟

که غواړئ په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ، د یکشبنې په ستاسې نظر خپرونه کې په دې شمیره زنګ راته ووهئ.

0093202202300

دارنګه کولای شئ، دبي بي سي پرپښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظر راته پریږدئ.