کابل چاپ ورځپاڼې، د کب پنځمه

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان په ختيځ کونړ ولایت کې د طالبانو یوه برید کې ۲۱ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د کابل نن چاپ ورځپاڼو (دوشنبه د کب پنځمه) تر ډېره بریده په کونړ ولایت کې وړمه شپه، د ملي اردو پر ځواکونو د هغه خونړي برید په اړه لیکنې کړې، چې یوویشت سرتېري په کې ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې پرون رسنیو د کونړ د والي شجاع الملک جلاله له خولې رپوټ ورکړی چې وسله والو مخالفینو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوسته بريد کړی، چې د جګړې په پایله کې د ملي اردو لږترلږه ۲۱ سرتېري وژل شوي دي.

همدارنګه د رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي چې په دغه برید کې د ملي اردو اته سرتېري وسله والو له ځان سره بېولي او د جګړې په ډګر کې د دوو وسله والو جسدونه هم پاتې دي.

ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې د یادې پېښې په تړاو پوښتنه کړې ده چې: د کونړ دبرید تر شا انګېزې څه دي؟ او په داسې حال کې چې دا برید د پاکستاني پوځ د نېغ په نېغه ملاتړ ترسره شوی ګني، په دې اند ده چې ښایې دا په تېرو ۱۳ کلونو کې له هغو درنو قربانیو څخه یوه وي چې ملي اردو ورکړې ده.

یاده ورځپاڼه لیکي چې دا برید داسې مهال ترسره شو چې د سولې عالي شورا په دوبۍ کې له یو شمیر جګپوړو طالب چارواکیو سره د مثبتو خبرواترو خبر ورکړ او د ورځپاڼې په کرښو دا برید اصلاً د دولت او د سولې شورا ته د همدې خبرو اترو او دتفاهم د هڅو په اړه ځواب و.

د ویسا ورځپاڼې ډ سرمقالې لیکوال پوښتنه کوي چې هغه بهرني ځواکونه چې د ورځپاڼې په کرښو لږتر لږه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان سره ژمن دي، د کونړ پدې غمېزه کې چېرته ورک وو؟

سرنوشتورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي خو پدې اند ده چې سره له دې چې په کونړ ولایت کې پر ملي اردو د ترسره شوي بريد پړه وسله والو طالبانوپرغاړه اخيستې، خو په کونړ کې د شوي بريد ډول،وخت او مرګ ژوبلې ته په کتو سره ښکاري چې دغه بريد د پاکستاني مليشه له وژل کيدو سره تړلى دى او د ورځپاڼې په کرښو پاکستان ددې پر ځاى چې د خپلومليشه ځواکونو غچ له پاکستاني طالبانو اخيستى وى، پر افغان ملي پوځ يې بريد وکړ او دغه وحشت يې ترسره کړ.

ورځپاڼه پدې اند هم ده پاکستاني چارواکي بايد په خپل هېواد کې د نا امنيو بدل کې افغانان ونه وژني، بلکې په ټوله سيمه کې دې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره له افغان دولت سره په ګډه کار وکړي.

یاده ورځپاڼه وړاندې دا هم لیکي چې په دې بريد سره به ټيټ پوړو طالبانو او هغو طالبانو ته چې د پرديو مزدوران نه دي،هم معلومه شوې وي چې د دوى مشران د چا لپاره کارکوي ؟ او له هغوی غوښتنه کوي چې همدا وخت دى چې دوى د سولې لاره ونيسي او نور د خپلو وروڼو له وژلو لاس واخلي.

محور ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي، او د ویسا ورځپاڼې په څېر یې په کونړ ولایت کې د ملي اردو پرځواکونو خونړي برید او په دوبۍ کې د سولې د عالي شورا او ځینو طالب مشرانو تر منځ ترسره کېدونکو خبرواترو ته په اشارې سره لیکلي دي چې افغان حکومت چې کله د وسله والو مخالفینو سره د سولې په برخه کې څوګامه پرمختګ کړی په ورته وخت کې یې په هماغه پیمانه او یا ترې زیات په شاتګ هم کړی دی.

یاده ورځپاڼه هم د ملي اردو د سرتېرو له خوا په جلا جلا وختونو کې ورکړل شوې قربانۍ ارزوي او پدې اند ده چې دې برید په ډاګه کړه چې په پاکستان کې ځینې کړۍ د افغان سولې مخالفت کوي او پروړاندې یې خنډونه را ولاړوي او د ورځپاڼې په کرښوهغه طالبان چې د پاکستان د استخباراتو او یا حکومت ترسیوري لاندې کار کوي ، ددې داسې وختونو لپاره ساتل کېږي او کارول کېږي.

ماندګار ورځپاڼه چې د افغان دولت د سیاسي مخالفینو نظریات خپروي ، په همدې تړاو بل نظر لري او په کونړ ولایت کې د ملي اردو د شل تنو سرتېرو وژل کېدل، له طالبانو سره د افغان حکومت د روغې جوړې د سیاست پایله ګڼي.

یاده ورځپاڼه پدې نظر ده چې د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې ډ ملي اردو پر سرتېرو د وسله والو طالبانو دا برید نه لومړی دی او نه وروستی، پدې اندده چې داځل دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې ولسمشر حامد کرزی د سولې پر خبرو اترو لا هم ټېنګار کوي او د ورځپاڼې په کرښو د ټاکنو په درشل کې یې آن ډېر نوماندان هم له ځان سره ملګري کړي دي.

هشت صبح ورځپاڼه د کونړ د غازي آباد په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو د وسله والو مخالفینو برید او د شا اوخوا شل تنو سرتېرو وژل کېدل لدې لید لوري ارزوي چې د امنیتي ځواکونو سرتېرې د کم امتیاز په ترلاسه کولو سره د خپل سر او ځان په قربانولو سره له اساسي قانون او دهېواد له مشروع نظام څخه دفاع کوي.

دغه ورځپاڼه د همدې پېښې په تړاو د دولت په چوکاټ کې د امتیازونو د وېش پر موضوع هم ګوت نیونه کوي اوپدې نظر ده چې هغه کسان چې د نظام د ساتنې لپاره خپل ځانونه قربانوي تر ټولو کم امتیاز ترلاسه کوي خو د ورځپاڼې په کرښوهغه کسان چې د دولت په لوړو پوستونو کې کار کوي، تر نورو ډېر امتیاز ترلاسه کوي.

هشت صبح د امتیازاتو د وېش دغه ډول وضعیت ته د شرمونکې بې عدالتۍ نوم ورکوي او غواړي چې پدې اړه کم ترکمه توازن رامنځ ته کړي.

اطلاعات روز یا د ورځنیو اطلاعاتو ورځپاڼه هم پرهمدې موضوع لیکنه کوي پدې اند ده چې د کونړ ولایت دغه برید د افغانستان پر امنیتي ځواکونو تر ټولو مرګونی برید و او وروسته بیا ددې برید تر شا لاملونه او دهغې دترسره کېدو وخت ارزوي.

دغه ورځپاڼه وړاندې بیا لیکي چې د ملي اردو پر ځواکونو پرونۍ مرګوني برید یو ځل بیا دا پوښتنه د افغان حکومت لپاره را پیدا کوي چې آیا ددې لپاره انتظار درلودل چې د ورځپاڼې په کرښو ترهګر دې راشي او د خبرو اترو په میز باندې کښینې، عملي او عقلاني ده او که نه؟

ملي آرمان ورځپاڼه هم د همدې پېښې په تړاو لیکي چې طالبان جنایت کوي او ولسمشر کرزی د هغوی ملاتړ!

دا ورځپاڼه هم چې پر دولت د ګوته نیونکو ورځپاڼو څخه شمېرل کېږي وړاندې لیکي چې وسله وال طالبان تل د پاکستان په قومانده زموږ د خلکو په وړاندې له بې رحمۍ څخه کار اخلي ، خو د ورځپاڼې په کرښو د حامد کرزي حکومت تل له ترهګرو سره د سولې او تفاهم له لارې وړاندې تللی او لکه څه ډول چې لازمه ده، د هغوی په ټکو یې اقدام نه دی کړی.

د جامعه باز یا (پرانیستې ټولنې) ورځپاڼه هم په ورته موضوع لیکنه کوي او له دولته غواړي، چې د ورځپاڼې په کرښو له جلادانو سره د مدارا سیاست نور ختم کړي.

ورته مطالب