د ستاسې غږ : د ولسمشرۍ نوماندانو د ايتلافونو په اړه څه نظر لرئ؟

Image caption د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د ايتلافونو هڅه کوي

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د تاکنيزو هلو ځلو په ترڅ د نوماندانو ترمنځ د نوو ايتلافونو د جوړولو هڅې هم چټکې شوي دي . څو ورځې مخکې گل آغا شيرزي له هدايت امين ارسلا سره ايتلاف وکړ ، د حضرت صبغت الله مجددي د نجات ملي جبهې او د پيرسيد احمد گيلاني محاذ ملي له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ او په همدې تړاو د قيوم کرزي او ښاغلي احمدزي ترمنځ هم خبرې روانې دي.

په همدې پلمه د ستاسي غږ د دې اونۍ په پروگرام کې غواړو د دغو ايتلافونو په اړه ستاسې نظرواورو ، څه فکر کوئ چې دغه ايتلافونه څومره ډېموکراتيک دي؟

په پروگرام کې د گډون لپاره د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېرې راته زنگ ووهئ

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

او تاسو دارنگه کولى شي چې په بي بي سي پښتو فېسبوک کې هم خپل پيغامونه او هم د خپلو تيليفونونو شمېرې راپرېږدئ.

ورته مطالب