ورځپاڼې، د کب ۱۰مه د اوباما او کرزي خبرې

د انځور حقوق Getty
Image caption د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چهار شنبې په ورځ (فبرورۍ ۲۵) افغان ولسمشر حامد کرزي ته ټېلېفون وکړ او په افغانستان کې یې د راتلونکو ټاکنو، د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د بهیر او د امریکا او افغانستان ترمنځ پر امنیتي تړون خبرې ورسره وکړې.

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (شنبه د کب لسمه نېټه) د ټاکنو د لانجو او کړکیچونو ترڅنګ، د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو تر منځ ټلیفوني خبرې اترې او د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون برخلیک څېړلی دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چهار شنبې په ورځ (فبرورۍ ۲۵) افغان ولسمشر حامد کرزي ته ټېلېفون وکړ او په افغانستان کې یې د راتلونکو ټاکنو، د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د بهیر او د امریکا او افغانستان ترمنځ پر امنیتي تړون خبرې ورسره وکړې.

ویسا ورځپاڼه د ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما تر منځ ټلیفوني خبرو اترو اوهمدارنګه د امریکا دفاع وزارت ته د هغه هېواد د ولسمشر دې حکم ته په پاملرنې سره چې له افغانستان څخه دې د خپلو ټولو پوځیانو را اېستلو لپاره پلان جوړکړي، پوښتنه کوي چې امریکا ځي که پاتې کېږي؟

یاده ورځپاڼه وړاندې بیا له خپله انده لیکي چې امریکا په هېڅ صورت له افغانستانه نه وزي او پدې اړه د امریکا ددفاع وزارت ته د بارک اوباما تر امر او حکم وروسته د هغه هېواد د کانګریس او استخباراتي او پوځي ادارو د چارواکیو څرګندونې د دې لپاره د دلیل په توګه یادوي.

ویسا ورځپاڼه همدارنګه پدې باور ده چې د ولسمشر کرزي د سولې بهیر د پیلولو له شرط نه د امریکا غاړه غړولو اصلي موخه هم همدا ده چې دلته دوی خپلې نیمګړې پروژې لري چې غواړي بشپړې یې کړي چې د ورځپاڼې په کرښو ښایي یوه پروژه هم لدې پروژو څخه د سیمي تجزیه وي.

سرنوشت ورځپاڼه هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او نه وتلو په اړه ویسا ورځپاڼې ته ورته نظر لري او لیکي، امریکا جګړه غځوي، موږ به څه کوو؟

یاده ورځپاڼه هم د ولسمشر حامد کرزي او بارک اوباما ترمنځ ټلیفوني خبرو اترو ته پاملرنه کوي او د امنیتی تړون دلاسلیک لپاره د امریکا له خوا بېلابېل ټاکل شوي ضرب الاجلونه یادوي.

ورځپاڼه د امریکا وروستۍ دریځ ته په پاملرنې سره چې امریکابه د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره راتلونکي افغان ولسمشر ته انتظار وکړي، پدې باور ده چې امریکا له افغانستان څخه وتلو ته بېړه نه لري.

سرنوشت ورځپاڼه امریکا پدې تورنوي چې نه یوازې له افغانستان څخه د وتلو اراده نه لري چې آن د ورځپاڼې په کرښو په دوبۍ کې د پيل شوو خبرو د شنډولو لپاره د پاکستان په مرسته هڅې کوي او د مولوي عبدالرقيب تخاري د دې هڅو یوه نښه ګڼي.

چراغ ورځپاڼه هم پوښتنه کوي چې امریکا څه شي اړ کړ چې کرزي ته ټلیفون وکړي؟

ورځپاڼه په دې تړاو لیکی، امریکا نور مایوسه شوې ده چې په افغانستان کې به جګړه او زور کار ورکړي او د ورځپانې په کرښو امریکا پوهېږي چې تر څو د افغانستان مسله حل شوې نه وي، د پاکستان کشاله هم نشي حل کېدای.

دغه ورځپاڼه پدې باور ده چې امریکا له طالبانو سره خبرو اترو ته لېواله ده او پرداسې یوې لار فکر کوي چې ددوی وتل آسانه کړي.

افغانستان ورځپاڼه بیا له امریکا او ناټو سره د امنیتي تړون د لاسلیک موضوع څېړي او پدې اند ده چې د امنیتي تړون په لاسلیک کې د ځنډ را منځ ته کېدل له افغانستان سره د بهرنیو مرستو بهیر ټکنۍ کړی او د افغانستان په اړه یې د نړیوالو هېوادو ژمني له ځنډ سره مخ کړی دی.

د غه ورځپاڼه د امنیتي تړون د نه لاسلیک په اړه د افغان حکومت پر ټېنګار ګوت نیوکه کوي چې د ورځپاڼې په کرښو د دې سره چې پوهېږي د امنیتي تړون نه لاسلیک د افغانستان راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي، د خلکو غوښتنې نه مني او د امنیتي تړون له لاسلیک څخه سر غړونه کوي.

تحول ورځپاڼه هم لیکي چې امنیتي تړون ته اړتیا ده او پدې اند ده چې افغان دولت کم ترکمه تر څو نورو کلونو پورې بهرنیو مالي او پوځي مرستو ته اړتیا لري.

یاده ورځپاڼه د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د افغان دولت له اړخه وړاندې شوي شرطونه او په اړه یې دامریکا دریځ ارزوي او پدې اند ده چې د دواړو لوریو په غوښتنوکی یوه باریکي ده او هغه دا چې د جمهور رییس هدف له خپلې غوښتنې دا دی چې باید امریکا پر پاکستان خپل فشارونه نور هم زیات کړي، خو امریکا پدې اړه زړه وهي.

"هشت صبح" ورځپاڼه بیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون هغه اعلان ته پاملرنه کوي چې وایي د رایي ورکونې د خوندي مرکزونو شمېره نهایي شوه او هغه د ستاینې وړ یو ګام بولي او غواړي چې د رایي ورکونې د ځینو مرکزونو نا امنه او بل ځل امن اعلانولو لړۍ باید پای ومومي.

دغه ورځپاڼه پدې نظر ده چې یوازې دا کار هم بسنه نه کوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د ټولو رایه ورکونکو باور جلب کړي چې په راتلونکو ټاکنو کې به د تېر په شان د رایي ورکونې جعلي مرکزونه چې د ورځپاڼې په کرښو یوازې د کاغذ پر مخ وو، شتون ونه لري.

ماندګار ورځپاڼه هم د ولسمشرۍ له نوماندانو غواړي چې د ولسمشر حامد کرزي د لوبو آله ونه ګرځي.

ورځپاڼه د تل په شان ولسمشر حامد کرزی د ټاکنو په بهیر کې په مداخلې او لاس وهنې تورنوي او پدې باور ده چې نوموړی له قومي او قبیلوي اړیکو څخه غواړي ځان مطرح کړي.

یاده ورځپاڼه پدې اند ده چې د ولسمشر حامد کرزي دا ډول کړنې په راتلونکې کې د هغه سیاسي او ټولنیز حیثیت ته تاوان رسوي او د ورځپاڼې په کرښو پدې صورت کې به هغه بیا د خپلې ولسمشرۍ تر دورې وروسته ونشي کولای د خلکو په منځ کې ژوند وکړي.

ورته مطالب