د ماشوم روزنه: پر ځان باور پیدا کول

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له مجبوریته چې کوم مشکل سره زه په کوچنیوالي کې مخ شوې وم، هغه را ته په ګټه وه – په خپل ځان مې اعتبار پوخ شوی و چې زه پخپل زور خپل ځان رسولی شم.

امریکا ته زه په ډېر کم عمر راغلې یم. د خپلې مور مې انګریزي نه وه زده، د پلار مې چې زده وه د دې ځای په رسم او رواج نه وه بلد.

موږ خویندې او وروڼه مجبور وه چې څه په خپله یاد کړو، هم په کور او هم په سارا. داسې څوک مونه درلودل چې هر مشکل مو را ته حل کړي، موږ خپله ځانونو ته د حل لارې څارلې.

زما چې خپله لور پیدا شوه، نو ځان سره مې وویل چې د دې د هر مشکل د حل لاره به زه ورته پیدا کومه، په هر ډول مرسته به زه ورسره کولی شم او کوم به یې.

د دې روزنه ما داسې پیل کړه چې هر څه به ما ورته کول. زامنو باندې به مې فشار راوست چې خور سره مو مرسته وکړي، خور مو خوږ شوه، خور ته مو چې څه خوري هغه ورکړئ یو څه موده مخکې مې په انګریزي ژبه کې د Growing a Girl په نامه یو کتاب لوست. په دې کتاب کې یې لیکلي وو، چې کله چې د ماشوم خصوصاً د نجلۍ، هر مشکل ورته مور یا پلار حل کړي، نو د هغه ماشوم ذهن ته دا خبره راولي چې دا کار ما خپله نه شو کولی.

دا فکر چې په بیا بیا ورته پرېوځي نو په خپل ځان اعتبار د لاسه ورکوي او په ژوند کې بیا هغسې بری ونه ویني.

ما ته د پوهنتون د ورځو خبره رایاده شوه، دCalculus په یوه صنف کې لومري امتحان ته ناسته وم. په صنف کې ۱۵ کسان وو. ټول هلکان وو زه یوازینۍ نجلۍ او تر نورو مې عمر یو څه کم و.

چې امتحان پیل شو نو معلم او د هغه یوه اسیستان ـ ښځینه په څو څو ځله راغله او ما نه يې پوښتنه وکړه چې هر څه سم دي؟ په سوالو سمه پوهیږې؟ چې امتحان نه راووتم زړه مې ختلی و.

سوالونه راته سخت نه وو، بلکې ډېر راته اسانه ښکارېدل، خو د دوی په بیا بیا د مرستې ست را ته شک پیدا کړ. البته دوی پوهېدل چې دا صنف به ما ته مشکل وي، البته نور شاګردان تر ما تکړه وه.

اعتبار مې په ځان کم شوی و. صنف کې مې ښې نومرې واخیستې خو تر اخره مې زړه په کې ډاډه نه و.

کله ناکله هغسې چې موږ ناز ګڼو یا مرسته ګڼو، ماشوم چې نه پریږدو خپل مشکل په خپله حل کړي، نو په ګټه يې نه وي، هغه ورته تاوان وګرځي.

له مجبوریته چې کوم مشکل سره زه په کوچنیوالي کې مخ شوې وم، هغه را ته په ګټه وه – په خپل ځان مې اعتبار پوخ شوی و چې زه پخپل زور خپل ځان رسولی شم.

زه غواړم چې لور مې هم دا اعتبار ولري، په خپله(potential) پوهه شي.

اوس دا خبره نه کوم چې خور سره مو مرسته وکړي. اوس دا وایم چې خور ته مو ګورئ چې خپله ایا کولی شي.

ورته مطالب