ښځې ولې روغتیايي خدمتونو ته کم لاسرسی لري؟

Image caption ایا خپلې میرمنې پریږدئ، چې روغتونو ته ولاړې شي؟

په تېرو دولسو کلونو کې د ښځو لپاره د روغتیا په برخه کې د ډیرو پرمختګونو یادونه شوې، خو لا هم په لیرو پرتو سیمو کې مېرمنې په ساعتو او حتی په ورځو مزل کوي، چې روغتیايي مرکزونو ته ځان ورسوي.

له بلې خوا، د ځینو میرمنو د عامه پوهاوي کچه دومره ټیټه وي، چې روغتون ته تلل ورته اړین نه ښکاري.

د تازه شمېرو له مخې، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري.

په ډېرو کورنیو کې د ښځینه غړو روغتیا ته هم سمه پاملرنه نه کیږي.

د ښځو د نړیوالې ورځې په اړوند پر دې موضوع خبرې کوو، چې ستاسې په سیمو کې ښځې څومره روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی لري.

ایا خپلې میرمنې پریږدئ، چې روغتونو ته ولاړې شي؟

څنګه کیدای شي، د ښځو د روغتیا په اړه د هغوی د عامه پوهاوي کچه لوړه شي؟

که غواړئ، په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ، یکشنبې ستاسې نظر خپرونه کې په دې شمیره راته زنګ ووهئ.

۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

دارنګه، د بي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظر راته پرېښودی شي.