د ښځو نړیوالې ورځې په پلمه د ثریا دلیل لیکنه

ثریا دلیل د انځور حقوق .
Image caption ثریا دلیل: ''د وګړو د حقونو خوندي کېدو او اقتصادي غوړېدا لپاره د میندو سلامتیا ډېره مهمه ده؛ ځکه چې په لړ کې یې مېرمنې، نارینه، ماشومان، کورنۍ او ان ټوله ټولنه ګټه اخیستلی شي''.

زموږ ځینې وګړي د یوې مور مړینه په کورنۍ کې د زیږون لامل بولي چې وايي دا تریخه تجربه لري. افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې میندې په کې څو کلونه د زیږون پرمهال له اړینو اسانتیاوو بې برخې وې.

معمولاً د مور مړینه پر ماشومانو، مېړه او کورنۍ لوی غم دی او ډېر قیمته ورته تمامېږي.

خو ان ځینې وخت د مور مړینه د کورنۍ د تیت پرک او کورني جوړښت د له منځه تلو لامل کېږي.

د میندو مړینه پر دې تعبیرېږي، چې ګني د میندوارۍ، زیږون پرمهال او یا د میندوارۍ له پړاو څلوېښت ورځې وروسته یوه مور د بېلابېلو ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

شمېرې ښيي، چې افغانستان کې میندواري او زیږون د هغو میندوارو مېرمنو د مړینې لامل ګرځي، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي، خو تر نیمايي ډېره د مور مړینه په دې هېواد کې د خونرېزۍ له کبله ده.

همداشان د زیږون او میندوارۍ پرمهال د فشار لوړېدل هم د میندو په مړینه کې مهم رول لري.

شمېرو په ډاګه کړې ده، چې په ۲۰۰۲ کال په اوسط ډول افغانستان کې د میندو د مړینې کچه په هرو زرو میندو کې شپاړس سلنه وه، په بله وینا، په هرو اووه ویشتو دقیقو کې د افغانستان په یوه برخه کې یوه مور د میندوارۍ او زیږون له کبله ساه ورکوي.

له نېکه مرغه، دغه شمېره د وروستیو کلونو په سروې ګانو کې راټيټه شوې ده. نن افغانستان کې د میندو مړینه په هرو زرو میندو کې ایله ۳۲۷ ده، چې دا شمېره نړیوالو سرچینو هم تایید کړې ده.

په بله وینا، اوس په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغانه مېرمن مري. خو ایا د میندو د مړینې د کمېدو لامل څه دی؟

لومړی باید ووایم، شاید یوه مور په مخکني زیږون کې ښه او سالمه سابقه ولري، او مخکني ماشومان یې په طبیعي توګه زیږېدلي وي، خو کله کله د خونرېزۍ په څېر مور له یوې ناڅاپي پېښې سره مخامخېږي.

پر دې حقیقت پوهېدو لپاره هره کورنۍ باید د روغتیايي سیستم تدابیر ولري.

لومړی تمځای کور دی، هغه ځای چې د مور د لومړنیو ستونزو پالنه په کې کېږي. که څه هم دغه پرېکړه ظاهراً ساده او اسانه مالومېږي، خو مهمه پرېکړه دا ده چې دا تصمیم د مور او کورنۍ له خوا ونیول شي. دغه پرېکړه په ځینو مواردو کې ستونزمنه او ډېر وخت اخلي.

کلتوري عوامل هم د یوې مور او نوي زیږېدونکي ماشوم پر چاپېریال او د مور پر سلامتیا نېغ په نېغه اغېز کولی شي، په ټوله کې بشري حقونه او اقتصادي عوامل، لکه د کرایې ورکولو وس لرل هغه عوامل دي، چې په دې پرېکړې پورې اړه لري.

کله چې یوه روغتیايي مرکز ته د کورنۍ له خوا د مور د رسولو پرېکړه وشي، روغتون ته د مور رسول دویمه ستونزه ګڼل کېږي.

صعب العبوره سیمې، د لېږدولو توان لرل، د لارې په اوږدو کې امنیت او د مساپرو مصوونیت، په تېره بیا د شپې پرمهال، هغه عوامل دي، چې روغتون ته د یوې مور د رسولو برخه کې ستونزې راپورته کوي.

دغه ستونزې په افغانستان کې پر جغرافیوي او چاپېریالي ځانګړتیاوو پورې اړه لري.

په دویم ګام کې کله چې مور روغتون ته ورسېږي، د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو چاره ډېره مهمه ده، د مسلکي کارکوونکو شتون، د ولادي او جراحي اسانتیاوو برابرول، د وینې ورکړه او د نوي زیږېدلي او مور څارنه او پالنه په لومړيتوب کې راځي.

د روغتیايي سیتم اړوندو مهمو اجراتو له ډلې، چې د میندو د مړینې کمښت کې اغېز کوي، د مسلکي کارکوونکو زیاتوالی او د میندوارۍ او زیږون پرمهال دوی ته لاسرسی دی.

اوس افغانستان کې یو پردرېمې برخې ډېر زیږون پېښې د مسلکي او روزل شویو کسانو له خوا ترسره کېږي چې په سلو کې تر شپېتو ډېرې میندوارې مېرمنې لږترلږه د خپلې میندوارۍ پرمهال یوه معالج ډاکټر یا قابلې ته د معاینو لپاره مراجعه کوي، چې په لړ کې یې د تیتانوس په څېر وقایوي واکسین او طبي سلامشورې ورکول کېږي.

په داسې حال کې، چې افغانستان کې وروستیو کلونو کې مهم پرمختګونه شوي، خو په ګڼو کلیوالو او لیرو سیمو کې لاهم د میندو د روغتیا ساتنې په برخه کې اوږده سفر او ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

دې هدف ته د رسېدو لپاره حکومت باید په پرله پسې توګه پانګونه وکړي او جدي ګامونه واخلي.

د وګړو د حقونو خوندي کېدو او اقتصادي غوړېدا لپاره د میندو سلامتیا ډېره مهمه ده؛ ځکه چې په لړ کې یې مېرمنې، نارینه، ماشومان، کورنۍ او ان ټوله ټولنه ګټه اخیستلی شي.