څنگه کېداى شي ميرمنې د رايو په بهير کې فعالانه ونډه واخلي؟

Image caption په افغانستان کې ۱۲ میلیونه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دی چې ۳۵ سلنه یې ښځې دي.

لا هم افغانستان کې د يو شمېر سنتونو او ستونزو له امله گڼ شمېر ميرمنې چې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي، د رايې د ورکړې له حق نه محرومې دي.

څه کم یوه میاشت وروسته په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو لپاره ټاکنې کېږي.

خو ډېرى ميرمنې اندېښنه لري چي دوي د خپلې خوښې کانديد ته رايه نه شي ورکولى او يا د ځينو ستونزو له کبله اصلاً د رايو مرکزونو ته ورتلى نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د قانون تر مخه دواړه ښځه او نر د خپلې خوښې کانديد ته د رايې د ورکړې حق لري.

په افغانستان کې د اټکل تر مخه ١٢ ميلیونه کسان د رايو د ورکړې مستحق دي چې نژدې ٣٥ سلنه يې ښځې دي.

ددې اوونې په ستاسوغږ پروگرام کې غواړو وڅيړو چې څنگه کېدای شي ميرمنې د رايو په بهير کې فعالانه ونډه واخلي او وکولى شي د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

که پدې اړه پوښتنه يا نظر لرۍ کولاى شۍ مخامخ خپرونې ته زنگ ووهئ شمېره يې ده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ ټېلېفوني پيغام/اېس اېم اېس لپاره مو شمېره ده: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

او د برېښنا ليک پته مو ده :Pashto@bbc.co.uk