ستاسې سیمه کې د پوهنې وضعیت

د انځور حقوق Getty
Image caption په روان کې به افغانستان کې نژدې یوولس میلیونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت وي.

په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پیل زنګ وکړنګېده. د چارواکو په وینا سږ کال به یو اعشاریه اووه میلیونه نوي ماشومان ښوونځیو ته شامل شي.

خو لاهم شاوخوا دیارلس لکه د ښوونځي د عمر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې کیږي او څه باندې درې سوه ښوونځي هم تړلي دي.

په روان کې به افغانستان کې نژدې یوولس میلیونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت وي.

چارواکي د پوهنې د کیفیت او کمیت په اړه د ډېرو پرمختګونه خبرې کوي، ستاسې نظر په خپرونه کې له تاسې اورو، چې ستاسو په سیمو کې د پوهنې وضعیت څنګه دی؟

د پوهنې پر وړاندې ننګونې څه دي؟

خلک د تړلو ښوونځیو په پرانیستلو کې څه مرسته کولای شي؟

که غواړئ، په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ، نو د یکشنبې په ستاسې نظر خپرونه په دې شمېره راته زنګ ووهئ: ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

دارنګه، د بي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظر راته پرېښودلی شئ.