او کراین کړکېچ، د دوېمې سړې جګړې پېل دی؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر کریمیا د روسیې د واک ټینګول او په خارکوف او ډنيتسک کې د روسي اورپکو ملاتړ دوام به لویديځوال تګلاره جوړوونکي سخت حالت سره مخامخ کړي.

د کریمیا کړ کېچ تر ډېره بريده د روسیې په اړه د لوېدیځ نظر بدل کړی او دا انګېرنه اوس ډېره سخته ده چې حالات به ژر بېرته عادي شي.

د اووه پرمختللو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه ولسمشر اوباما هالېنډ ته له رسېدو سره سم وویل: په روسیې د بندیزونو لګولو په برخه کې اروپا او امریکا یو موټی دي، چې د روسیې اقتصاد لپاره به د پام وړ پایلې ولري.

مایکل مېک فال چې په روسیه کې د امریکا پخوانی سفیر دی لیکي، ولسمشر پوتین له لویدیځ سره مخالفت ته ملا تړلې او یو ستراتېژیک محور یې خپل کړی دی.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر کارل بېلد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د ښاغلي مېکفال له ګرومه ډکه شننه د پوهاوي وړ ده، ځکه ولسمشر پوتین د ژورو محافظه کارو نظریو پر بنسټ عمل کوي.

کله چې هغه کسان چې د ختیځ او لویدیځ د ښو اړیکو مسوول وي او دا ډول څرګندونې ولري، نو دا ښکاره ده چې دا عادي پېښه نه ده.

نو آیا ګڼلې شو چې دا د ختیځ او لویدیځ تر منځ یوه دوهمه سړه جګړه ده او که پر یوه وړه کچه په نړیوال سیاست کې بدلون دی.

ډېر څه د روسیې په راتلونکي ګام پورې اړه لري. ښایې پر ختیځ اوکراین د روسيې یرغل به یوې پراخې تجارتي جګړې ته لار هواره کړي خو پر کریمیا د روسیې د واک ټینګول او په خارکوف او ډنيتسک کې د روسي اورپکو ملاتر دوام به لویديځوال تګلاره جوړوونکي له سخت حالت سره مخامخ کړي.

ترینګلې فضا

داسې برېښي چې روسیه به نه یوازې له کریمیا څخه لاس وانه خلي بلکې ښیې په مالدووا او ځېنو بالتيک هېوادونو کې هم د روسي وګړو ملاتړ په نامه د لاس وهنې امکان ته لار هواره کړي.

نو دا په ډاګه ده چې د لویدیځ او ختیځ تر منځ د اړیکو ترینګلتیا ژر ختمېدونکې نه ده بلکې کیدای شي تر دې هم خرابه شي.

دا نظر چې ګواکې اروپا له افتصادي پلوه پر روسیې تکیه ده دا فکر زېږولی چې ښایي اروپا ونه توانېږي پر روسیې کلک او پام وړ بندیزونه ولګوي.

خو هغه خلک چې په دې باور دي، دا دې هم له پامه نه غورځوي چې اروپایي مشران لا له وړاندې پر دې سره سلا شوي چې د اوکرین کړکېچ ته څه ډول غبرګون ښکاره کړي.

تر اوسه اروپایې ټولنې یوازې پر ځېنو روسي چارواکو سفري بندیزونه لګولي او شتمنۍ یې کنګل کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشران به په خپلو راتلونکو سر مشریزو او غونډو کې پر دې غور کوي چې پر روسیې څه نور بندیزونه لګول کېدای شي.

تېره اونۍ اروپایي کمېسیون غوښتنه کړې وه چې اروپایي هېوادونه دې له روسیې د انرژۍ صادرات کم کړي او یوه بله بدیله لار دې ولټوي.

د سویډن لومړي وزیر د بي بي سي خپرونې نیوزنایټ ته وویل چې صنعتي یا تجارتي جګړه به له اروپا، روسیې ته ډېر تاوان ولري.

اروپا اوسمهال مخامخ له روسیې څخه ۷ سلنه واردات لري، خو هغه واردات چې له نورې نړۍ اروپا ته راځي هغه هم ۲۱ سلنه د روسیې د صنعت برخه ده.

د جرمني دریځ

د نورو اروپایې هېوادونو په نسبت جرمني له تېرې څه مودې راهيسې د روسیې پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی، د جرمني صدر اعظمه انګلا مرکل پر روسیې د کلکو اقتصادي او سیاسي بندیزونو غوښتونکې ده.

دا چې روسیه اوس د اتو سترو صنعتي هېوادونو له ډلې ايستل شوې نو د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشران به په خپلو راتلونکو سر مشریزو او غونډو کې پر دې غور کوي چې څه ډول د اوکراین له منځمهالي دولت سره خپلې اړيکې پراخې کړي، او پر روسیه د کریمیا له کړکېچ وروسته څه نور بندیزونه لګول کېدای شي.

ورته مطالب