په هغو پایلو باوري یاست چې د ټاکنو کمیسيون یې په ډاګه کوي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د اټکل له مخې په دغو ټاکنو کې ۷ ميليونه کسانو رايې کارولې دي

په پام کې ده چې نن په سبا کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو یوه برخه روښانه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د خلکو له لوري ټولې کارول شوې رايې لومړی په هماغو مرکزونو کې شمیرل شوي، او بيا په کابل کې په مرکزي دفتر کې شمېرل کېږي.

کمېسيون وايي په هغو مرکزونو کې چې د درغلیو یا د کلپو رایو ورکولو په اړه شکونه دي، رایې به يې د څارونکو او مشاهدینو تر ارزولو وروسته قرنطین کیږي.

خو په ټوله کې څارونکي بنسټونه او ټولنې وايي چې په افغانستان کې سږنۍ ټاکنې تر پخوانیو هغو رڼې او کره وې.

په همدې پلمه ستاسو نظر خپرونه کې له تاسو اورو چې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو د کمیسيونونو ارزونې ستاسو لپاره څومره د منلو وړ دي؟ ایا تاسو په هغو پایلو باوري یاست چې د ټاکنو کمیسيون یې په ډاګه کوي؟ له دغه کمیسيون نه ستاسې تمې څه دي چې د ګڼو ګواښونو سره، سره مو د ټاکنو پر ورځ د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې کارولي؟

په دې اړه د نظر شریکولو لپاره د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راته په دې شمیره زنګ ووهئ :0093202202300 د بي بي سي پښتو فیسبوک له لارې هم خپل نظرونه پریښودلای شئ.

ورته مطالب