د برلین دیوال ړنګ شوی خو هوسۍ لا هم سره بېلې دي

Image caption ساینس پوهان وایي، د هوسۍ بچي چې واړه وي نو تر یوه کاله پورې خپله مور څاري او پسې ګرځي.

په جرمني او چک حمهوریت کې څېړونکو یوې ډېرې په زړه پورې خبرې ته پام شوی دی.

تر سړې جګړې او د برلېن د دېوال تر نړېدو کابو ۲۵ کاله تېر شوي دي.

خو څېړونکي وایي هغه هوسۍ چې د دې پخواني دېوال په شاوخوا سیمه کې ګرځي، اوس له یوې غاړې بلې غاړې ته نه ور اوړي.

کله چې دا دېوال پر ځای ولاړ و، نو اغزن مزي پکې وو او برق پکې پرېښودل شوی و چې څوک پرې وا نه وړي.

که څه هم اوس دا دېوال نشته او لاره پرانیستې ده، خو هغه هوسۍ چې تر سړې جګړې وروسته زېږېدلي، اوس هم له یوې غاړې بلې ته نه ور اوړي.

څېړونکي وايي چې دوی په دې سیمه کې د کابو درې سوه هوسیو حرکت وڅاره.

دوی ته جوته شوه چې چکۍ هوسۍ په خپله خاوره او جرمنۍ هوسۍ په خپله خاوره کې ګرځي.

ساینس پوهان د دې علت هم په ګوته کوي.

دوی وایي چې د هوسۍ او داسې ډېرو ځناورو بچي کله چې واړه وي نو تر یوه کاله پورې خپله مور څاري او پسې ګرځي.

دوی یوازې هغو سیمو ته ورځي چې مور یې ځي.

نو له دې کبله دوی له ځانګړو سیمو سره بلدېږي او بیا چې کله لوی هم شي هماغلته ګرځي.

مطلب دا چې په راتلونکي کې به د دوی بچي هم یوازې په همدغو سیمو کې څري.