د شاهنامې حماسه پښتو ته هم را واوښته

Image caption پښتو شاهنامه د سریزې په گډون ۶۳۳ مخه شوې او د اصلي متن په توپیر منثوره ده.

پښتو «شاهنامه»

پر گڼو نړیوالو ژبو تر اوښتلو لسیزې وروسته، د شاهنامې کمسارې حماسه چې د کیسو ډېره برخه یې پر اوسني افغانستان اړه مومي، په پای کې پښتو ته هم را واوښته.

حکیم ابوالمعاني فردوسي طوسي په غزنوي دربار کې خپله شاهنامه پر داسې لوړ دري نظم انشا کړه چې لس پېړۍ وروسته یې هم ادبي درنښت او د لوستلو تنده پر ځای ده.

په پښتو کې د دغسې یوه اثر ځای له دې امله هم تش و چې نکلونه یې تر ډېره د دغې ژبې د ویونکي ولس له سیمې سره تړاو لري.

ژباړونکي ډاکټر صالح محمد زيري ته تر ټولو دمخه، د اثر هېوادني ماهیت دا حوصله ورکړې چې د عمر په دې پرمختللي پړاو کې دغومره دروند او پېچلی لرغونی اثر د خپل ولس د ښې له پاره چمتو کړي.

ډاکټر زیری ټینگار کوي چې په شاهنامه کې راغلی "ایران" له اوسني ایران سره چې اصلاً د فارس یا پارس ځایناستی دی، توپیر لري او ځکه "شاهنامه یو ایرانی شهکار نه، بلکې تر ټولو لومړی د افغانانو پرتمین اثر او بیا نو د ټولې سیمې د خلکو گډ فولکلوري مال دی".

Image caption تر لسو پېړیو وروسته هم لا د فردوسي شاهنامې د لوستلو تنده پر ځای ده.

پښتو شاهنامه د سریزې په گډون ۶۳۳ مخه شوې او د اصلي متن په توپیر منثوره ده.

متن د نړۍ د "لومړني پاچا" له نکله را پیلېږي او پر پارس د اسلامي لښکرو له برید او د ساساني واکمن په تېښته او وژل کېدو پای ته رسېږي.

دا متن مخامخ د شاهنامې له نظم څخه نه دی راوښتی، بلکې بنسټ یې د هغې منثوره فارسي بڼه جوړوي چې په ایران کې د محبوبې کاشاني په زیار چمتو شوې ده.

له دې امله د ټکو او ځاینومونو په انتخاب کې ډاکټر زیرې هماغه د آغلې کاشاني بڼه معیار نیولې او پر هغې یې بسنه کړې چې ښایي په ځینو برخو کې له تاریخي او لرغونو حقایقو سره اړخ و نه لگوي.

البته په پردېسۍ کې د اخځونو محدودیت ته په پام سره له ژباړونکي دا تمه هم ناعادلانه برېښي چې پر هر نامه او حقیقت پسې دې جلا پلټنه وکړي او کره دې یې کړي.

له هر منثور نکل سره چې په عنوانگوټو سره جلا کېږي، د اصلي شاهنامې څو بیتونه هم د بېلگې په توگه راړول شوي چې لوستونکی د نکل پر اصلي څرنگوالي او د بیان پر بڼه هم خبر شي.

خو دغه انتخاب هم د ډاکټر زیري خپل نه دی او هماغه د فارسي منثور متن پر چمتو کوونکي اړه مومي.

د انځور حقوق BBC pashto
Image caption په پښتو شاهنامه کې د اصلي متن د شپيتو زرو بیتونو ټوله منځپانګه راغلې ده.

صالح محمد زیری چې د اوږدو لسیزو سیاسي بوختیاوو پر مهال یې هم لیکوالي نه وه هېره کړې، په دې وروستیو کې دوه لاسي هڅه کوي چې خپل ولس پر هغه څه چې پر ده اړه لري خو د ژبې د بلوالي له امله پرې نه پوهېږي، خبر کړي.

شاهنامه یې یواځينۍ بېلگه نه ده، خو بې له شکه یې تر ټولو پخه بېلگه ده.

د پښتو شاهنامې نثر دومره خوږ او روان، او له لږو تېروتنو سره ملگری دی، چې دا څه باندې شپږسوه مخه یې بې ستړیا په یوه منډه لوستل کېدلی شي.

"بله ورځ کله چې لمر خپلې زرینې څانگې د مځکې پر مخ خپرې کړې، د طوس له اړخه د کرنا اواز او د ډول دربی پورته سو..." دا یې یوه بېلگه ده چې تصویر او رواني دواړه په کې لیدل کېدل شي.

اصلي شاهنامه په غزني کې کښل شوې، خو د پیل نوښت یې تر دې کلونه وړاندې په بلخ کې د بل افغان شاعر- دقیقي بلخي له خوا شوی و.

دقیقي ایله زر بیته وکښل، خو اوږده یې نه شوای کړای.

فردوسي دغه زر بیته هم وساتل او پخپله یې ورته نژدې شپېته زره نور ولیکل او د ژوند خوږې لسیزې یې پرې واړولې.

د دقیقي بیتونه د زردشتي دین د ستاینې او هڅونې له پاره و؛ د نکل کرکټرونه یې هم یوازې د آمو سین شاوخوا سیمې او د اوسني افغانستان جنوبي ولایتونه و.

په داسې حال کې چې د فردوسي نکل غزېږي او آن تر رومه (غالباً اوسنۍ سوریه او ترکیه)، فارس او آن چین او هند رانغاړي.

Image caption د شاهنامې پښتو متن د دغه اثر د فارسي نثر د بېلگې له مخې چمتو شوی دی.

خو دلته هم له دې امله چې دربار غزنی دی، د نکلونو اصلي جغرافیه د اوسني افغانستان شاوخوا پاتېږي.

صالح محمد زیری پر همدې بنسټ له هغو کسانو سره چې د شاهنامې اصلي ښارونه، د افغانستان له پولو بهر بولي، په بحث کېوزي.

د بېلگې په توگه، دی د شاهنامې د لوی اتل رستم واده ته په اشاره کې چې ناوې یې د خسرگنۍ په بدرگه له کابله زابل ته ورسول شوه، لیکي:

په یوه اوونۍ کې له کابله پر غزني تر زابله د ورا رسول چې څه کم پنځه سوه کیلومتره کېږي، له منطقه لېرې نه ده، په داسې حال کې چې په همدومره موده کې تر هرات ډېر ورهاخوا څه باندې زر کیلومتره "هابل زابل" ته رسېدل، د هغه مهال امکاناتو ته په پام سره شونې نه برېښي.

داکټر زیری د شاهنامې د افغاني والي په تړاو د خپل استدلال د پخولو له پاره د بل افغان څېړونکي رضا محمدي په حواله د خپل هېواد د هغو ښارونو نومونه یادوي چې په شاهنامه کې د اتلانو د اوسېدو یا جنگېدو په تړاو په وارو وارو یاد شوي دي، لکه: کابل (۱۴۵ ځله)، کابلستان (۱۱۶ ځله)، بلخ (۵۲ ځله)، سیستان چې د زابل او زابلستان له جغرافیې سره سمون خوري (۳۰ ځله)، هرات (۱۰ ځله)، سمنگان (۸ ځله)، بُست (۵ ځله)، شغنان (۵ ځله)، کندز (۵ ځله)، غزنی (۳ ځله)، د بادغیس دهستان (۵ ځله)، تالقان (۳ ځله)، د هزاره جات [یا کونړ] چغان (۵ ځله)، مروه رود (۳ ځله)، بامیان (۲ ځله) او کندهار (۲ ځله).

Image caption ډاکټر صالح محمد زیري د لسیزو سیاسي هڅو پرمهال هم ادبې پنځونې نه هېرولې، خو په دې وروسیتو کې یې خورا ښې بېلگې چمتو کړې دي.

د شاهنامې د کیسو سبکي بېلگې چې د واقعیت او تخیل یوه گډوله ده او پر لرغوني او تاریخي دواړو پېرونو اړه مومي، په پښتو نظم او نثر دواړو کې ښه پخه مخینه لري.

د دغه ډول نظمونو او بزمونو مینه وال تر دا وروستیو پورې په هوجرو او دېرو کې راټولېدل او تر ناوخته یې خپل بنډارونه پرې تودول.

پر دغې شتمنې ادبي پانگې د شاهنامې په څېر د یوه ټولمنلي او درانده اثر ور زیاتول د زمانې غوښتنه وه.

دغې غوښتنې ته ډاکټر زېري خورا وړ ځواب ویلی دی.