ستاسې غږ: د افغان کارگر ستونزې څنګه هوارېدى شي؟

Image caption افغان کارګران د نورو ستونزو تر څنګ له خپلو قانوني حقونو هم نه دي خبر

د مې لومړۍ هر کال د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د کارگرانو د ورځې په توگه لمانځل کېږي چې په دې ډول د کارگرانو ستونزو ته د حکومتونو پام را وگرځول شي.

هغه هېوادونه چې کارگران په کې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي افغانستان هم په کې شامل دى، چېرې چې ډېر يې ان د خپلو قانوني حقونو نه هم خبر نه دي.

دا اوونۍ ستاسې غږ کې په همدې غږيږو.

له تاسې اورو افغان کارگران څه ډول ستونزو سره مخامخ دي؟

حکومت يې په اړه څه کوي يا يې بايد وکړي، او خپلو حقونو نه د کارگرانو د خبرولو لپاره څه کول په کار دي؟

که غواړئ په دې اړه خپرونې کې گډون وکړئ د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال زنګ را ووهئ.

شمېره موده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

دغه راز په فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودى شئ.

د خپرونې کوربه عنایت الحق یاسیني دی