پکتياموزيم ته لس قلمه نور لرغوني اثار

Image caption په دې اثارو کې لس بېلابېل ډولونه موجود دي چې ويل کېږي، له بودايي پېر سره اړخ لګوي.

د پکتيا اطلاعات او فرهنګ رياست ته لس ډوله هغه لرغوني اثار وسپارل شول چې څه موده وړاندي د پولیسو په عملياتو کې نيول شوي وو.

دغه لرغوني اثار د پکتيا د امنیتي چارواکو له خوا د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولانو ته وسپارل شول.

په دې اثارو کې لس بېلابېل ډولونه موجود دي چې ويل کېږي، له بودايي پېر سره اړخ لګوي.

دغه تارېخي اثار چې څو مياشتې وړاندې له لوګر څخه د پکتيا له لارې بهر ته وړل کېدل، د پکتيا د پوليسو له خوا د مرکز ګردېز په څنډو کې ونيول شول.

د پکتيا امينه قوماندان مل پاسول زلمي اورياخېل بي بي سي ته وويل چې دغه لرغوني اثار د دې ولايت د څارګرې ادارې د پټو پوليسو له لوري په نښه او ونيول شول.

زلمی اورياخيل وايي: "دغه اثار د دې په خاطر چې د پکتيا په ساحه کې نيول شوي دي، د پکتيا موزيم پرې تقويه شي نن يې رسمآ د پکتيا اطلاعات او فرهګ رياست ته تسليموو."

د پکتيا د اطلاعات او کلتور ريس محمد شفا مشفق د اثارو په ورسپارلو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په دې سره به د پکتيا د لرغونو اثارو موزيم لا بډای شي.

د انځور حقوق b
Image caption د پکتيا د اطلاعات او کلتور ريس محمد شفا مشفق د اثارو په ورسپارلو خوښي وښوده.

شفامشفق وايي چې د پکتيا موزيم نور اثار هم لري خو د دې نورو ډولونو په لرلو به د موزيم ښکلا لا ډیره شي.

هغه وايي:"په دې اثارو سره به موزيم وده وکړي، له ګاونډيو ولايتونو سره به په کتار کې ودرېږي، له نورو امنيتي او کشفي ارګانونو مې غوښتنه ده چې دوی هم هڅه وکړي که په راتلونکي کې دا ډول اثار نورو هېوادونو ته ځي دوی يې په هوښيارۍ سره ونيسي او د پکتيا موزيم ته يې وسپاري".

که څه هم په دې وروستيو کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تاريخي اثار نيول شوي خو لا هم په بشپړ ډول د تارېخي اثارو د قاچاق مخه نه ده نيول شوې.