له اغېزمنو سره د مرستې دود ولې نه شته؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption ایا کله تاسو او یا ستاسو په چم مالت کې خلک د دغسې ناورین سره مخامخ شویدي؟

په بدخشان کې سلګونه کورنۍ ځمکې ښوېیدنې لاندې کړې او د دغې سیمې په ګاونډ کې نورې کورنۍ د احتمالي ګواښونو له امله نورو سیمو ته کوچیدلي چې تر ډیره بیړنیو مرستو ته اړمن دي.

تیره اونۍ د جوزجان، فاریاب او سرپل په ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو له امله لسګونه کسان ووژل شول ، او په زرګونه نور یې بیکوره او بې اوره شوه.

د نړۍ په نورو هېوادونو ان د افغانستان په ګاونډ کې چې کله دغسې ټولنیز ناورینونه پیښیږي ، نو سم له واره ورته خلک او ټولنیز بنسټونه د مرستو او چندو په راټولولو لګیا شي او ټول ورته په یوه غږ مرستې راټولوي .

په افغانستان کې یا خو د نورو هیوادونو په شان دغسې منډې ترړی کمې تر سترګو کیږی او یا هم په خلکو کې د نورو هیوادونو په څیر خلک سره یوه خوله او یو لاس نه دي .

څنګه کیدای شي په افغانستان کې هم خلک له دغه ډول ناورین ځپلو سره مرستو ته راودانګي؟

ایا کله تاسو او یا ستاسو په چم مالت کې خلک د دغسې ناورین سره مخامخ شویدي؟

که داسې وی نو ستاسو تمې له نورو خلکو څه وې؟

په همدې پلمه د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې مو ستاسو نظر پروګرام همدغې موضوع ته ځانګړی کړیدی.

که په دې اړه غواړئ خپلې تجربې او نظرونه راسره شریک کړئ نو د پروګرام پر مهال په دغې شمیرې راته مخامخ زنګ ووهئ 0093202202300 او یا هم خپله شمیره راته د بي بي سي پښتو فیسبوک له لارې پریږدئ.