پښتونخوا: پښتو سره سرکاري دښمني

Image caption د ټولو نه غټه د افسوس خبره دا ده چې يو سرکاري خټک د خوشحال بابا او اجمل بابا په خاوره ولاړ دى، مخامخ ورته د هغه د فکر وارثان ناست دي.

د ۲۰۱۴ کال د اپریل په ۲۰ مه خوشحال خان خټک سيمينار کې، چې په اکوړي خټک کې تر سره شو، د پښتونخوا وزيراعلى پروېز خټک مشر مېلمه و.

دا اهتمام خوشحال ادبي ثقافتي جرګې کړى وٴ. د وزيراعلى په لاس يې د پښتو کتابونو ته اېوارډونه هم ورکول.

د خان عليين بدبختى دا ده چې د هغه په نامه سرکارى حکومتى واکداران د مشر مېلمه په توګه راځي، مارشل لايي ډکټېټر صدر جنرل ضياء الحق هم دا اعزاز حاصل کړى و، چې د خوشحال خان خټک مزار ته دستورې له راغلى و.

د قلم د خاوندانو د خوشحال خان خټک د وارثانو غلطه فېصله دا ده چې هغوى سرکار ته ټول شاعران اديبان او نور ولسونه کښېنوى.

حال دا چې په شاعرانو، اديبانو او د قلم کتاب په ښاغلو مشرانو کې داسې شخصيات موجود دي چې نهٴ ټول سرکار، نه سرکاري پروټوکول او نه د هغوى يو قلم!!

خو د سرکارى مراعاتو، د سرکار د اعلان له خاطره داسې سرکار د خوشحال خان خټک په نوم د قلم د خاوندانو په سر کښېني چې د هغه پښتو، پښتونولۍ، قلم، کتاب او ادب سره هډو څه تعلق نه وي، ان دغه شان د سرکاري مشينرۍ او پروټوکول سره د پښتونخوا وزيراعلى پروېز خټک کېدى شي، په دې جذبه مشر مېلمه وټاکلى شو، چې وزيراعلى خټک دى، خو دا فرق هغه وخت څرګند شو چې وزيراعلى په خپلو خبرو کښې د پښتونخوا په حواله دا ووې!!

''زه چې د پښتو نوم واورم نو په سر کې مې ډز وشى، زهٴ غواړم چې تاسو له تعليم په انګريزۍ کې درکړم''.

د وزيراعلٰى د دې خبرې تر شا پښتو سره دا دښمنى او دومره جذباتي ناخوښي سياسي ده چې هغه ته په پښتو کې ''سور رنګ'' ښکارى.

خو پښتو د رنګونو سياسى مسئله نه ده، قامي مسئله ده، مونږ په تاريخي حوالو پښتون افغان قام يادېږو او په سرکاري اسنادو کې ليکل کېږو، زمونږ قامي ژبه پښتو ده او دا وخت تر ټولو ژبو زياته پښتو په عالمى کچ د خپروونې، ليکنې، ښودنې ژبه ده، خو د وزيراعلٰى په سر کې ډز ځکه کوي چې هغهٴ په خټه پښتون خټک دى خو په ذهن، فکر، سر او شعور پښتون نه دى. د ټولو نه غټه د افسوس خبره دا ده چې يو سرکاري خټک د خوشحال بابا او اجمل بابا په خاوره ولاړ دى، مخامخ ورته د هغه د فکر وارثان ناست دي، د پښتو شاعران او اديبان او پښتانه ورته ناست دي او وزيراعلٰى د هغوى هاغه ژبې ته سپکه وائي، کومه ژبه چې زمونږ د ټولو مور ده، زمونږ د اظهار د تعليم او د معاش ژبه ده، زمونږ قامى تاريخي شناخت پرې کېږى او د پښتونخوا د پښتنو په ووټونو منتخب شوى وزيراعلٰى هاغه ژبې ته بد وائي په کومه ژبه کې چې ده د Change لپاره په پښتو کې ووټ غوښتى دى.

د سرکار په ژبه دې دانې وشي، ده همېشه په پښتو کې د ولس نه رایې غوښتې ده، خو بيا پښتو سره دښمني کوي، پښتو خوري هم او پښتو کږي هم!!

خو بدبختانه مونږ بيا بيا هاغه خلق خپلو ادبي محفلونو ته راولو چې هغوئ زمونږ ادب په سرکاري پروټوکول کې ورک کړى.

د پښتونخوا د وزيراعلٰى د پښتو سره د دښمنۍ په عکس العمل هېڅ يو پښتون شاعر اديب او د خوشحال د فکر او قلم وارثانو کې چا احتجاج ونکړو، دا د جمهوريت په شکل د ډکټېټرانه خوى څومره جارحانه انداز دى، چې د پښتو ژبې ته سرکار مخ په مخ داسې وېنا کوي، او دا څومره بې حسي ده چې دپښتو ښاغلى دا خبرې تر اخري پايې پورې د تابعدار کوربه په حيث اوري، خپلې بې حسۍ او بې شعورۍ له دا جواز ګوري چې د پښتونخوا حکومت زمونږ نه پښتو په دې وجه اخلي چې مونږ له انګريزۍ کې اعلٰى تعليم راکوي.

که سرکار د خپلو سرکاري سکولونو کې د مثال په توګه انګريزي خوان راوښودل يا یې د انګريزۍ مضمون د نتائجو شرح اوچته ثابته کړه، نو واقعي چې د وزيراعلٰى په سر کې به د پښتو په اورېدو ډز کېږى، خو چې د سرکاري سکولونو ژبه لُکنت لري، نو د ټولو نه ړومبى خو دې د پښتونخوا حکومت د خپلې ژبې نه چاړه پن ختم کړي، تعليمى معيار دې ښه کړي، د سکولونو بنيادي اسانۍ دې ورکړى، هلهٴ دې پښتو په سر کې د ډز سبب يادوي، خو که پښتو فقط په دغه وجه د سکولونو د کورس نه وباسي يا یې منظور شوى مضامين د کورس نه لري کوي چې دا د تېر حکومت د پښتو ژبې په کرېډټ راځى، نو د پښتو په کورس دا نيوکې د سياسى انتقام په زمره کښې راځي د Change نه!!

ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، بشمول ټولو پښتنو له دا پکار دي چې خپلو دستورو، غونډو او سيمنارونو ته داسې سرکار نه راولي د چا په سر کې چې بارودي مواد وي او د پښتو په خبره يې سر ډز کوي، د پښتو حلالي بچى داسې سرکار ته د دې شعر په رڼا کې ګوري.

چې نشه د استبداد لري په سر کې

ما ته يو دى که مغل دى که افغان