پښتونخوا: له پښتو نصاب ولې پښتانه مشران لرې شول؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption (''د ازادۍ سالار'' پوره سبق دې ترې لرې کړى شي)، حال دا چې دغه سبق د محترم عبدالرؤف نوشهروي صېب د کتاب نه اخیستل شوى و، چې په خان عبدالغفار خان (باچاخان) یې ليکلى و،

د ۲۰۱۱ کال خبره ده، چې پروفیسر ډاکټر محمد همايون هما او پروفیسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک صاحبان د خيبر پښتونخوا نصاب جوړولو کمېټې له خوا د دوولسم ټولګي د پښتو کتاب راجوړولو کار وسپارل شو.

هغوى په ډېرې خوارۍ د پښتو قومي نصاب۰ ۲۰۰۹ تر مخه دغه کتاب راجوړ کړ او ټولې نصابي غوښتنې یې په نظر ک وساتلې.

طريقه دا ده چې د کتاب لومړنۍ کتنې کمېټې د نصاب جوړولو کمېټه کې چې کيږي او له دغه ځاى نه کوم تجويزونه او سپارښتنې په کتاب راشي او لیکوال يې پوره پوره خيال وساتي، کتاب درست کړي او بورډ واله يې D.C.T.E اېبټ اباد ته واستوي.

په بورډ کې چې کومه کتنه پر دغه کتاب شوې وه، پروفیسر سيد محمود ظفر، پروفيسر هدايت الله ، ډاکټر پروفيسر خالد خان خټک او د پښتو مضمون ماهر په توګه دخیل وو.

دلته نه مسوده پاس شوه او چې څه لږې ډېرې کمۍ کوتاهۍ پکې وې هغه د D.C.T.E د کتنې لپاره سمې کړې، د بورډ نه چې کتاب اېبټ اباد ته لاړ، نو هغوى پرې د طريقې مطابق کتنې لپاره کمیټه مقرره کړه، چې پکې د حکومت ساینس سُپيرير کالج پېښور نه پروفېسر فضل نصير اسير، د پښتو اکاډیمۍ پېښور پوهنتون نه مشر څېړاند افسر شېر زمان سيماب، له حکومتي لیسې چمتار مردان د پښتو اېس اېس رضوان الله اسد او د D.C.T.E نه نګهت سيما او د پېښور ټېکسټ بورډ نه نګهت ياسمين دردمنه وغوښتل شول.

هلته د ۲۰۱۳ د دسمبر په ۱۹، چې کومه کتنه وشوه د هغې په تجويزونو او سپارښتنو کېې دوه درې تجويزونه او سپارښتنې ‎ داسې وې چې هغه له نصابي غوښتنو سره سمې نه وې.

دغو خلکو ځينې شقونه د بورډ د ريويو کميټۍ په ځاى ساتلى وو او څهٴ ئې ورسره نور نوى ټل کړى وو. د بېلګې په توګه، (3) ''د ازادۍ سالار'' پورا سبق حذف کیا جائى

(''د ازادۍ سالار'' پوره سبق دې ترې لرې کړى شي)، حال دا چې دغه سبق د محترم عبدالرؤف نوشهروي صېب د کتاب نه اخیستل شوى و، چې په خان عبدالغفار خان (باچاخان) یې ليکلى و، چونکې مضمون ډېر لوى و نو پروفېسر نصيرالدين صېب ته حواله کړى شو چې هغوى يې رالنډ کړي. او عبدالرؤف نوشهروي صېب د پښتو نثر نګارانو کې يو منلى شوى نوم دى او دا نوم زموږ په پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ کې د دولسم ټولګي په نثر نګارانو کې شامل دى، نو بيا دا مضمون د نصاب مطابق ولې نه دى؟

تجويز نمبر۴ افسانه ''بل مړى'' اور ''جنريشن ګېپ'' کی جگہ ''لور خور که غوا مېښه'' راحت زاخيلي اور ''خود کرده'' طاهر اپريدي کو شامل کرنى کى تجوىز ہى.

ترجمه: (د افسانه ''بل مړى'' او ''جنرېشن ګېپ'' په ځاى دې لور خور که غوامېښه د راحت زاخيلي او ''خود کرده'' د طاهر اپريدي د شاملولو تجويز دى).

دا دوه افسانې د پښتو د نويو زلميو افسانه نګارو د نمایندګۍ په طور شاملې کړې وې. هر کله چې پکې دوه د پخوانو افسانه نګارانو نادر خان بزمي صېب او سيد مير مهدي شاه باچا افسانې شاملې وې. او د راحت زاخېلي صېب افسانه چونکې په څوارلسم ټولګي کې شامله وه، د طاهر اپريدي د سفرنامې څه برخه مو ''د سفر مدام سفر'' نه د نهم ټولګي پښتو کتاب کې شامله کړې وه ځکه نو دغه نور کتابونه هم نظر کې ساتل شوي وو، خو د کتنې کمېټۍ استازو دا خبره په علم کې نه وه.

تجويز نمبر ۵ ''جدید نظم کا حصہ Curriculum کى مطابق نہیں ہى اس لئى یہ تمام حصہ حذف کیا جائى ''

ترجمه: (د جديد نظم برخه د نصاب مطابق نه ده، ځکه نو دا ټوله برخه دې ترې لرې کړى شي).

اخر ولې!!؟؟

هر کله چې د پښتو جديد شاعران خصوصاً نظم نګاران د پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ د کتاب په ۶۱ مخ کې موجود دى، نو دا خو د نصاب ترمخه شامل کړى شوى و، بل خوا يې په دولسم نمبر تجويز کې ليکلي وو چې ''شعری اصناف میں سلمیٰ شاہین کې ازاد نظم کا اضافہ کیا جائى '' حالانکې د کتنې کمېټۍ فاضلو دوستانو عالمانو ته دا پته هم نه وه چې د پېغلې سلمٰى شاهين صاحبې نظم ''ګلونه'' د نهم جومات په ۱۴۷ مخ شامل او چاپ شوى دى.

تجويز نمبر ۱۳ ''مقدمہ شعروشاعری کى ترجمى سى مناسب حصہ شامل کیا جائى ''

ترجمه: (د مقدمه شعروشاعرۍ د ترجمې نه دې مناسبه حصه شامله کړى شي)

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شته چاسره د دې سوالونو ځوابونه چې د پښتو نصاب او کتاب کې د پښتنو مشرانو ځاى ولې نشته؟؟

حالانکې د کتنې کمېټۍ دغو ښاغليو ته دا پته هم نه وه چې د الطاف حسين حالى صېب مرحوم دغه کتاب يا يې پښتو ترجمه د پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ هډو حصه نه ده او نه په نصاب کې شامله ده، نو بيا په کوم قانون او ضابطه پکې دغه برخه شاملول ضروري دي.

د حيرانتيا خبره خو دا ده چې يو خوا ترې د پښتنو ليکونکو شاعرانو اديبانو نظمونه او مضمونونه وايستل شول او بل خوا پکې د اردو دانو شاعرانو د نثري سبق د شاملولو سپارښتنه وشوه، دا عجيبه منطق دى.

په دغه کتاب کې د غنى خان د ''ګډې وډې'' نه د طنز و مزاح په برخه کې ''بُت'' نومې مضمون شامل کړى شوى و، چې دا هم د نصاب یوه برخه وه، خو په هغې یې هم اعتراض کړى و، چې تجويز نمبر ۱۱: طنزو مزاح کى حصہ سى ’’بُت‘‘ حذف کیا جائى؟

اخر ولې!؟

شته چاسره د دې سوالونو ځوابونه چې د پښتو نصاب او کتاب کې د پښتنو مشرانو ځاى ولې نشته؟؟

دا پوښتنه اوسنۍ نه ده، له پخوا راهیسې موږ په نصاب کې پردي اتلان او د پردو قومونو کیسې وينو، حيرت او تعجب دا دى چې کوم قومي پښتانه اتلان، مشران، شاعران په پښتو نصاب کې متنازعه ګرځول شوي دي د ټولو په اړه په بهرنۍ دنيا کې لويو لويو پوهانو او ادارو ډېر کار او تحقيق کړى دى، خو چې خبره خپل کور ته راشي نو بيا اجرتي نقادان د ولسي قاتلانو نه زيات جرم کوي. اجرتي قاتل يو فرد وژني، او اجرتي نقادان، اجرتي تاريخ دانان قامي قتل کوي.

تاريخ بې رحمه وي، سبا به داسې قامي مجرمان د معافۍ قابل نه وي، خپل قلمونه او لفظونه به يې په مرۍ کې پراته وي.

ورته مطالب