ستاسې غږ: پر افغان اقتصاد د سياسي ناباورۍ اغېزې

Image caption د ولسمشريزو ټاکنو وروسته په لومړي پړاو کې د گټونکي نه راڅرگنديدو په اقتصادي راکړې ورکړې ژور اغېز کړی دى

د نوو ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په افغانستان کې د وري د ١٦ نېټې د ولسمشريزو ټاکنو وروسته په لومړي پړاو کې د غوڅ گټونکي نه راڅرگنديدو له امله د نوو ترلاسه په اقتصادي راکړې ورکړې ژور اغيز پريوتى دى.

دا اونۍ ستاسې غږ کې له تاسې اورو چې روانه سياسي ناباوري په رښتيا هم په څه ډول اقتصادي چارې اغيزمنې کړې دي او ددې اغيز راکمولو لپاره څه کول په کار دي؟

که غواړئ په دې اړه خپرونې کې برخه واخلئ، د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال زنګ راووهئ

شمېره موده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

دغه راز په فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودى شئ.

د خپرونې کوربه عنایت الحق یاسيني دی.