د بوکوحرام اسلا پالې ډلې شالید

د انځور حقوق AFP
Image caption مسلمان عالم محمد یوسف په ۲۰۰۲ کال کې د بوکو حرام اسلام پالې ډلې بنسټ کېښود

د بوکو حرام اسلا پالې ډله سخت دریځه تګلاره لري چې له مخې یې مسلمانان باید پر اسلامي احکاماتو ټینګ اوسي او خپل ژوند د اسلامي اصولو په چوکاټ کې تېر کړي.

دوی خلک په دین نه ولاړ زده کړو او په ټاکنو کې له ګډون نه هم منع کوي.

مسلمان عالم محمد یوسف په ۲۰۰۲ کال کې د بوکو حرام بنسټ کېښود.

نوموړي یوه مدرسه جوړه کړه چې ډیریو نایجېریایي مسلمانانو ورته خپل ماشومان د زده کړې لپاره واستول.

خو د بوکو حرام ډلې هدف یوازې تعلیم او زده کړې پورې محدود پاتې نشو، دوی د یوه اسلامي امارت د جوړېدو هڅه پېل کړه.

ډیر ژر دغه دیني مدرسه د حکومت پر وړاندې د جګړې لپاره د سرتېرو د روزنې په یوه مرکز بدله شوه.

بوکو حرام په پیل کې کوچني بریدونه کول.

پر موټرسایکلونو به ګرځېدل او له برید وروسته به په تېزۍ له سیمې تښتېدل.

په لومړیو کې یې یوازې اسلامي عالمان په نښه کول خو کله چې لږ ډاډه شول نو پر کلیساو او امنیتي ځواکونو یې هم بریدونه پیل کړل.

تر ټولو خونړي بریدونه یې په پلازمېنه ابوجه کې د ملګرو ملتونو پر مرکزي دفتر او د پولیسو پر ماموریت ترسره کړل.

خو دې ډلې د نایجریا په نورو برخو کې هم امنیتي ځواکونه په نښه کړي. په ترڅ کې یې نیول شوې وسلې او د پولیسو ګاډي او یونیفارم هم له ځان سره وړي.

د همدې ګاډو او یونیفارم په مرسته یې وروسته نور بریدونه کړي.

په شمالي نایجریا کې یې یو شمېر بانکونه هم لوټلي. دې بانکونو په خپلو رپوټونو کې ویلي چې ملیونونه روپۍ یې لوټل شوي.

وروسته له هغې چې د نایجریا پوځ د سیمه ییزو خلکو په مرسته دا ډله له خپل مرکزه په شا وتمبوله نو دوی پر ولسي خلکو هم بریدونه پیل کړل.

بوکو حرام د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې ګڼ کلي سوزولي او کابو یو نیم زر کسان یې وژلي.

په تېرو بریدونو کې یې نارینه وژل او ښځي به یې بخښلې.

خو دا ځل یې د ښوونځي نجونې تښتولي، چې په دې کار سره یې ټوله نړۍ حیرانه کړې.

د دې ډلې مشر ابوبکر شېکاو د نایجریا پر حکومت تور لګوي چې د دوی مېرمنې یې له قضیې پرته په زندانونو کې اچولي.