ایا د سرغړونو په مخنیوي کې پولیسو سره مرسته کوئ؟

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان نژدې ۲۰۰زره پوليس لري چې دنده يې د قانون پلي کول دي

د ناقانونه کړنو د مخنیوي او د قوانینو د پلې کیدو لپاره له امنیتي او قضايي ارګانونه سره د خلکو مرسته اړینه بلل کیږي.

په افغانستان کې بډې اخیستل کیږي، اداري فساد ډیر دی او نورې ناقانونه کړنې هم کمې نه دي، خو خلک د دغو ناقانونه کړنو په مخنیوي کې له مسوولو ارګانونو سره ډیره همکاري نه کوي.

ستاسې نظر په پروګرام کې پردې خبرې کوو، چې د قوانینو په تطبیق کې خلک څنګه همکاري کولای شي؟

که ناقانونه کړنه وینئ، ایا پولیسو ته خبر ورکوئ؟

د سرغړونو د مخنیوي لپاره د پولیسو او خلکو همکاري څومره مهمه ده؟

که غواړئ په دې اړه خپل نظر او یا هم تجربې راسره شریکې کړئ نو د یکشنبې په ستاسې نظر پروګرام کې په دې شمېره راته مخامخ زنګ ووهئ. 0093202202300

یا هم کولای شئ، د بی بی سي پر پښتو فیسبوک پاڼه خپل نظر راته پریږدئ.

ورته مطالب