له مخکښو نوماندانو سره د شويو ايتلافونو بنسټ څه گڼئ؟

له هغې ورځې وروسته، چې د ټاکنو کمېسيون دويم پړاو ته د ولسمشرۍ ټاکنو د تلو احتمال خبره وکړه د مخکښو نوماندانو له لوري ولسمشرۍ ټاکنو ته د ولاړو نورو ډلو او نوماندانو د ملاتړ خپلولو هڅې هم پيل شوې دي.

تر اوسه پورې د دغو هڅو په ترڅ کې د ولسمشرۍ نوماندان ډاکتر زلمي رسول او شفيق ګل آغا شيرزي له مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله او د قاضي محمد امين وقاد او وحيدالله سباوون په گډون د حزب شوراگانو د بل مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ کړى.

د رپوټونو له مخې د جهادي مشر او د ولسمشرۍ له نوماند عبد رب رسول سياف، د ولسمشر حامد کرزي د ورور قيوم کرزي او د ولسمشرۍ له ځينو نورو نوماندانو سره هم په دې اړه خبرې روانې دي.

په همدې پلمه د دې اونۍ د ستاسي غږ په پروگرام کې غواړو په دې اړه له تاسو واورو، څه فکر کوئ، چې آيا تگلارې، قومي اړيکې، ايډيالوژي او يا نور څه کېداى شي، چې د دغو ايتلافونو او يوځاى کېدنو بنسټ جوړ کړي؟

نو په پروگرام کې د برخې اخيستنې په موخه د پنجشنې په ماښام مخامخ په دې شمېرې خپرونې ته زنگ ووهئ:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

تاسو دارنگه کولاى شئ، چې د بي بي سي په پښتو فيسبوک کې هم په دې اړه خپل پيغامونه او نظرېې پرېږدئ.

ورته مطالب