د خوړو پرمهال د خوراکي توکو زیانونو ته فکر کوئ؟

د انځور حقوق PA
Image caption کمپاین کوونکي وايي د څښاک او خوراکي توکو کې دې د مالګې، شکرې او غوړو کچه کمه کړای شي.

نړیوالې ادارې وايي په نړۍ کې پنډوالی/چاغي د انسانانو روغتیا ته له سګریتونو نه لوی خطر دی.

د کاروونکو نړیواله اداره او چاغۍ نړیوال فدراسیون د حکومتونو له خوا په دې برخه کې د سختو مقراراتو د پلي کولو غوښتنه کوي.

دوی وايي داسې تصویرونه دې د څښاک او خوراکي توکو پر قطیو او کڅوړو چاپ شي چې له چاغۍ نه پیدا کېدونکې ناروغي په ډاګه کوي.

نوموړو ادارو ویلي چې د هغو کسانو شمېر مخ په ډېریدو دی چې د پنډوالي/چاغۍ له امله مري.

په نویو مقراراتو کې چې د پلي کولو غوښتنه یې کېږي د څښاک او خوړو په توکو کې د مالګې، بورې او غوړو کمول هم شامل دي.

ستاسو اندېښنې څه دي؟

آیا د خوړو د خوړولو پرمهال د مالګې، بورې او غوړو زیانونو ته فکر کوئ؟

د پنډوالي د مخنیوي لپاره څه کوئ؟

دا اوونۍ په ستاسو نظر کې په همدې هکله له تاسو اورو.

د سې شنبې په ماښام (می ۲۰مه) په دې شېمرې مخامخ خپرونې ته ټېلېفون وکړئ.

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ ټېلېفوني پيغام/اېس اېم اېس لپاره مو شمېره ده.

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

دغه راز د بي بي سي په پښتو فیسبوک کې هم خپل نظر راته پرېښودلی شئ.