د دویم پړاو ټاکنو په اړه د برتانوي سفیر څرګندونې

ریچرډ سټګ
Image caption زه د دویم پړاو له ټاکنو ډېرې هیلې لرم. که چېرې دواړه کاندیدان د ملي یووالي او ثبات لپاره کار وکړي، د غبرګولي د ۲۴ ټاکنې به د تېر وري د ۱۶ ټاکنو له پړاو غوره وي.

له ما وغوښتل شول، چې په کابل کې د سفیر په توګه د خپل دوه کلن ماموریت په اړه خپله یوه ښه خاطره ولیکم. دې پوښتنې ډېر وخت ونه نیو، زما ځواب د وري/حمل د ۱۶ د ټاکنو ورځې په اړه و.

د ټاکنو په ورځ ډېرو شنونکو وړاندوېینه کوله، چې طالبان به ټاکنې ګډې وډې کړي، دوی ویل چې رای ورکوونکي، په تېره بیا ښځینه رای ورکوونکي به له خپلو کورونو د رای ورکولو لپاره راونه وځي، او درغلۍ به د رای ورکوونکو ټاکنې بې ګټې کړي.

خو د افغانستان خلکو د دوی برداشت غلط ثابت کړ. میلیونونو افغانانو په باراني ورځ ساعتونه ساعتونه د رای ورکولو لپاره انتظار ویوست، دوی هیله من وو چې د خپل راتلونکي مشر د ټاکلو لپاره خپله حقه رایه وکاروي.

دغو ټاکنو د نړۍ لپاره یو الهام بښونکی پیغام درلود، او د اورپکو لپاره یو داسې درس و، چې افغانستان بیا د زورواکۍ پېر ته نه شي ستنېدلی او نه هم خلک د زور زغمولو حوصله لري.

افغان امنیتي ځواکونو هم ښه دنده ترسره کړه، او د رای ورکولو د مرکزونو په خوندي ساتلو سره یې خپل بې پرېوالی وساته.

اوس د دویم پړاو ټاکنو لپاره کمپاینونه پیل شول، چې د دې ځل تر ټولو لویه ننګونه د لوژستکي توکو رسول او امنیت ټینګول دي. او د ګواښونو کچه به په دې پړاو کې ډېره زیاته وي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې خلک په پراخه کچه په دویم پړاو ټاکنو کې ګډون وکړي.

سیاسي او مالي ملاتړ

لکه څرنګه مې چې مخکې څو ځلې ویلي، برتانیا به د هېڅ کوم نوماند مالي او یا سیاسي ملاتړ ونه کوي، خو د اوږدمهال لپاره به له افغانستان سره خپله ژمنتیا وساتي، دا پرېکړه یوازې د افغانانو په لاس کې ده، چې څوک خپل مشر وټاکي.

که څه هم برتانیا او نور هېوادونه د ټاکنو د چارواکو او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، چې دویم ځل ټاکنې تر ممکن حد پورې په امن فضا، کې په عادلانه او شفاف ډول ترسره شي.

د افغانستان خلک د دویم ځل ټاکنو لپاره دوو مخکښو نوماندانو ته رایې ورکوي، دغه دوه نوماندان د هغو مسائلو او ستونزو په اړه نژدې ورته نظرونه لري، چې دا مهال افغانستان ورسره مخامخ دی، او د حل لپاره یې هر یو نظر او تګلاره لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د شکایتونو د اورېدو کمیسیون د لومړي ځل ټاکنې په سمه توګه ترسره کړې، خو لکه څرنګه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ډاکټر نورستاني ویلي، د ټاکنو لومړی پړاو بې (خو) نه و. هېڅ ټاکنې بې عیبه نه دي، ان په هغو هېوادونو کې هم د رای ورکولو په مرکزونو کې د رای پاڼو کمښت لیدل شوی، چې له پېړیو راهیسې دیموکراسي پکې چلېږي.

اوس تر ټولو مهم دا دي چې له لومړي پړاو باید ډېر څه زده شوي وي، او دویم ځل ټاکنې په ښه ډول ترسره شي.

ټاکنیز کمیسیونونه په قاطع ډول عمل وکړي، په هغو مرکزونو کې چې درغلۍ شوې، کارکوونکي یې له دندو وشړي. په دویم ځل ټاکنو کې به زرګونه مرکزونه پرانیستي وي او تر یوه میلیون ډېرې رای پاڼې به د رای ورکونې مرکزونو ته واستول شي، چې له کمښت سره مخامخ نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دواړو نوماندانو سره وکتل، او پر هغو مسائلو یې خبرې ورسره وکړې، چې د لا ښو ټاکنو ترسره کېدو لپاره اړین دي.

نوماندان هم باید خپل رول ولوبوي، دوی باید له دواړو کمیسیونونو سره په پرله پسې توګه په اړیکو کې وي او مشخصې سلامشورې ورکړي.

د رای ورکولو مرکزونو ته د ناحکومتي بنسټونو د خپلواکو څارونو پر استولو سربېره، باید نوماندان هم د رای ورکولو مرکزونو ته خپل استازي واستوي.

موږ هیله من یو چې نوماندان له هېڅ راز قومي، سمتي او ژبنیزو مسائلو پرته خلکو ټاکنیزې منډې ترړې وکړي، او خلکو ته خپلې تګلارې روښانه کړي.

د هېواد تګلوری

په هرو ټاکنو کې ګټونکی او بایلونکی وي. تر اوسه هېڅوک نه پوهېږي، چې په دغو دوو کاندیدانو کې به کوم یو بریالی شي، خو دواړه نوماندان ډېرې لوی مسؤولیتونه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption میلیونونو افغانانو په باراني ورځ ساعتونه ساعتونه د رای ورکولو لپاره انتظار ویوست،

نوی ولسمشر به د هېواد تګلوری ټاکي. د هېواد ټول یووالی به د ولسمشر په لاس کې وي. د هېواد ولسمشر باید مهمو مسألو ته ځواب ووايي. ایا نوی ولسمشر به د ټولو افغانانو مشري پرغاړه واخلي؟ ایا دی به د بریالي ټیم په ګډون، پخپل دولت کې د هېواد ټولو قومونو ته ځای ورکړي؟

ایا هغه به له اوسنیو اورپکو سره څه ډول معامله وکړي او دا به په ډاګه کړي، که چېرې اورپکي وسلې پرځمکه کېږدي، دوی ته به هم پخپله لمن کې ځای ورکړي؟

بایلونکی کاندید هم په دې مسائلو کې ډېره ونډه لري، ایا هغه به د بریالي کاندید ملاتړی پاتې شي او که مخالف؟ ایا هغه به د ټاکنو پایلې په ښه توګه ومني؟

دواړو نوماندانو ویلي غواړي د ټولو افغانان استازیتوب وکړي او که چېرې هر یو ولسمشر شي، نو د بل کاندید له ټیم سره به کار کوي. دوی څرګنده کړه چې ټاکنې باید د قانون مطابق وشي، او د ټاکنیزو کمیسیونونو پرېکړو ته درناوی وکړي.

زه د دویم پړاو له ټاکنو ډېرې هیلې لرم. که چېرې دواړه کاندیدان د ملي یووالي او ثبات لپاره کار وکړي، د غبرګولي د ۲۴ ټاکنې به د تېر وري د ۱۶ ټاکنو له پړاو غوره وي.