خپلې ټېلېفوني خبرې څومره خوندي احساسوئ؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ویکیلیکس وېبپاڼې مشر وايي هغه هېواد چې امریکا یې ټېلېفونونه اوري افغانستان دی.

په دې وروستيو کې امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ په خپل يوۀ رپوټ کې له نوم اخيستو پرته داسې يوۀ هېواد ته اشاره کړې چې په وينا يې امريکا، د دغه هېواد نژدې ټولې ټېلېفوني خبرې اترې اورېدلي دي.

د ويکيليکس د وېبپاڼې مشر جوليان آسانژ بيا وايي دا هېواد افغانستان دى.

افغان حکومت د امريکا دا کړنه د افغانستان له ملي واکمنۍ نه جدي سرغړونه بللې او د سملاسي درولو غوښتنه يې کړې.

تاسو خپلې ټيليفوني خبرې اترې څومره خوندي احساسوئ؟

آيا د ټېلېفوني خبرو اترو په بڼه کې مو بدلون راغلى؟

افغان حکومت هم د امنيتي موخو لپاره ورته گام پورته کړى او د افغانستان د مخابراتو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي د افغانستان قوانين د ملي امنيت او ملي گټو د خونديتابه په برخه کې د ټېلېفوني اړيکو د څار اجازه ورکوي.

اوس چې په افغانستان کې تاوتريخوالى روان دى او نژدې هر ورځ په بېلابېلو بڼو بريدونه کېږي، آيا د امنيت ساتنې په موخه، د افغان حکومت له لوري د ټېلېفوني خبرو اترو اورېدل سم کار دی؟

په دې هکله ستاسو نظر پروګرام واورئ چې یما بارز یې وړاندې کوي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.