د افغانستان راتلونکی، هیلې او اندېښنې

Image caption د افغانستان راتلونکی روښانه دی، اندېښمن کېدل پکار نه دي، بلکې خپل کار او مبارزې ته دوام ورکول او ژمن پاته کېدل پکار دي.

د افغانستان او سيمې لپاره د ۲۰۱۴م کال ډېر لوی ارزښت په دې دی، چې دا کال په افغانستان کې يو مهم امنيتي او سياسي لېږد ترسره کېږي.

په افغانستان کې د اوسني نظام، د بيا رغونې، بيا لېږدونې او ملي پخلاينې د بهیرونو مخالفو کړيو او ځينو ګاوڼديو هېوادونو داسې ګنګوسې خپرې کړې چې په دې کال کې به افغانستان يوځل بيا د ۹۰ يمې لسيزې په شان ضعيف حالت ته ټېل وهل شي، خو د سياسي چارو د علمي څېړونکو او پوهېدونکو کړيو لپاره دا کال په افغانستان کې د پراخې ودانۍ، سياسي بېدارۍ، ټولنيزې ورورولۍ، معاشي خوشالۍ او نړيوالم مشارکت پر لوري د لېږد تر ټولو مهم وخت دی.

ددې کال په ختمېدو به افغانستان نړۍ ته ځان د يوه پياوړي رياست په توګه ثابتوي، د يو داسې رياست په توګه چې هم د خپلې دفاع، استقلال، امنيت او سرحداتو دفاع پخپله کولی شي او هم خپلو وګړو ته د غوره ژوند غوره وسيلې مهيا کولی شي.

د افغانستان د اوسمهاله سیستم او هلته د روانو سياسي، اقتصادي، معاشي او ټولنيزو پروسو مخالفو کړيو او ځينو ګاونډيو هېوادونو ګنګوسو، ارمانونو او پلانونو ته د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو لومړي پړاو يو داسې ځواب ووايه چې د دوی په خوب و خيال کې هم نه و.

ټولې مغالطې او مبالغې خورونکې قوتونه يې په ځان پورې حيران کړل، د نړۍ پر وړاندې يې نور هم بې باوره کړل، د ولسمشريزو ټاکنو لومړني پړاو د يو نوي افغانستان حقيقت په ثبوت ورساوه، دا يې روښانه کړه چې د هېواد په چارو کې د افغاني ټولنې اوس ډېره پراخه دلچسپي او شراکت داري ده.

د لومړني پړاو د انتخاباتو پر ورځ چې د اووه ميلیونه په شاوخوا کې افغانان ښځينه او نارينه د سخت باران او سختو امنيتي ګواښونو سربېره د خپلې رايې ورکولو لپاره په کومه جذبه، ژمنتيا، لېوالتيا او مېړانه راوتي وو، دوی خپل شريک کانديد (افغانستان) ته رايه ورکوله، په جمهوري، پارلماني او سوله یيز سياست کې يې د خپل هېواد نجات ليده او د بل هر ډول متبادل (خصوصاً وسلوال متبادل) تصور يې رداوه.

یو اړخیز بدلون

زياتو نړيوالو رسنيو دا يو ډېر پرځای او جامع خبر وچلاوه چې د اپریل پر پنځمه افغان ولس په شريکه د ترهګرو خلاف خپله رايه وکارله، ددې تر څنګ بل يو د غور وړ کار پکې دا وشو چې په دې ورځ د امنيت ټولې چارې افغان ځواکونو په خپله سنبال ساتلې وې، د دښمن د پوره تياري او ګواښونو باوجود افغان ځواکونه په دې وتوانېدل چې سوله یيزې ټاکنې يقيني کړي، په دې ټول عمل کې د مرګژوبلې هېڅ يوه لويه پېښه رامنځته نه شوه.

دا يو دوه اړخيز بدلون دی، د هېواد په نظامي چارو کې د ټولنې پراخه شراکت داري او ددې شراکت دارۍ د خوندي ساتلو او نورې غوړولو لپاره د افغاني رياستي ادارو پراخه ځواکمنتيا.

کله چې د هېواد په چارو کې د ټولنې پراخه شراکت داري وي او هم د هېواد د رياستي ادارو پراخه ځواکمنتيا، بيا نو پکار ده چې ټول وګړي مطئن شي چې ډېرې ښې شپې راروانې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان اوسني ولسمشر حامد کرزي ددې تړون له لاسليک کولو انکار وکړ

افغانستان د خپل دې ټول داخلي بدلون علاوه، يو بل ډېر مثبت اړخ دا هم لري چې له نړيوالې ټولنې سره يې يو ډېر تعميري سياسي او سفارتي تعلق دی، د اختياراتو له لېږدونې (ټرانسفارمېشن) وروسته به هم په افغانستان کې د نړيوالۍ ټولنې يوه معني خېزه او موثره شراکت داري وي چې په راروانه يوه لسيزه کې به نور هم افغانستان ته راجع يو لړ بهرني ګواښونه شنډوي.

دا حقيقت له مخکې څرګند و او بايد د افغانستان د راتلونکي په هکله په شننو کې په پام کې نيول شوی وای چې ناټو ځواکونه د شوروي ځواکونو غوندې يو دم، ناڅاپي او ټول په ټوله انخلاء نه کوي بلکې ورو ورو، پړاو په پړاو به په داسې توګه وځي چې په افغانستان کې د لېږدونې عمل د يو پياوړي افغاني رياست پر پښو د درولو هدف په لاس ته راوړلو پای ته ورسېږي.

هم دا اوس په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ ويلي چې افغانستان به له ۲۰۱۴م وروسته يوازې پرې نږدي، له افغانستان نه وتل په دې مانا نه دي چې هلته د مېشتو امريکايي ځواکونو شمېر به د صفر کچې ته رارسول کېږي.

د امريکل متحده ايالاتو له افغانستانه د خپلې انخلاء ستراتيژي اعلان کړې چې له ۲۰۱۴م وروسته به هلته د امريکې ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان پاتې وي، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې اړیکي يو ځای په جنګي مواردو کې نه بلکې په راتلونکې کې به په اقتصادي، پرمختیايي او ډيپلواماټيکو مواردو کې له افغانستانه سره مرسته جاري ساتل وي.

د کرزي انکار

خو دا ټول څه د افغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ له امنيتي تړون سره تړاو لري، که څه هم د افغانستان اوسني ولسمشر حامد کرزي ددې تړون له لاسليک کولو انکار وکړ، خو د ولسمشرۍ څوکۍ ته دواړو مخکښو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ويلي چې دوی به دغه تړون لاسليکوي.

بله ډېر د اطمينان وړ ټکی دا دی چې په افغانستان کې اوس د ټلوالو سياست د ماضي کيسه ده، په اوسنيو انتخابي ټيمونو، اتحادونو او ملګرتياوو کې هر ډول ژبنۍ او سیمه یيزۍ کرښې تر شا پرېښوول شوې، سياسي تګلارې، پلانونه او ارمانونه په پام کې ونيول شول، په افغانستان کې د رياست سازي تر څنګ فيډرالزم ډېره زياته وده کړې، په ټولو خلکو کې يو ډول د شراکت احساس ليدل کېږي چې د جمهوريت روح ګڼل کېږي، په ټولنه کې احساسِ شراکت او رواداري د هر ډول شدت پسندۍ مخنيوی کولی شي او هم دا د امن د تامين تر ټولو غوره پاليسي ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د لومړني پړاو د انتخاباتو پر ورځ چې د اووه ميلیونه په شاوخوا کې افغانان ښځينه او نارينه د سخت باران او سختو امنيتي ګواښونو سربېره د خپلې رايې ورکولو لپاره په کومه جذبه، ژمنتيا، لېوالتيا او مېړانه راوتي وو

اوسنی افغانستان د ۹۰يمې لسيزې افغانستان نه دی، بلکې که دا ووايو نو هم به مبالغه نه وي چې د نن افغانستان د هر دور تر افغانستان يو پياوړی، مستحکم او قوي افغانستان دی، دليل دا دی چې په تاريخ کې کله هم داسې نه وو شوي چې په افغانستان کې دې د رياست او دولت په چارو کې ولسونه شراکت دار ساتل شوي وي، دا په تاريخ کې په لومړي ځل کېږي چې يو ولسمشر د ولس تر رايو پر اساس بل ولسمشر ته ارګ پرېږدي او په داسې توګه يې پرېږدي چې پکې د واک پر سر د يو څاڅکي وينې د بهېدلو چانس هم نشته.

د ۹۰ يمې لسيزې د افغانستان ياد ولې زموږ ويښتان زيږه کړي، يو ډول مو خفه کړي؟ دا ځکه چې د سړې جګړې د تاوده اختتام په نتيجه کې د افغانستان ټولې رياستي ادارې له پښو واچول شوې، په هيواد کې يو ډول اداراتي خلاء رامنځته کړل شوه چې په هغه کې هر ډول وراني، شر، فساد او مفاد ته د غوړېدلو چانس په برخه شو خو نن بېخي بدل صورتحال دی، دومره بدل صورتحال لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه افغانستان کله هم نه دی ليدلی خو ياد ساتل پکار دی چې دا صورتحال اوس له موږه حفاظت غواړي، ډېر زيات جدي پاته کېدل پکار دي، د انتخاباتو په دويم پړاو کې بايد د ولس ګډون تر لومړي پړاو زيات وي، د لومړي پړاؤ تجربه موږ ته د نور پرمختګ لاره روښانوي.

د افغانستان راتلونکی روښانه دی، اندېښمن کېدل پکار نه دي، بلکې خپل کار او مبارزې ته دوام ورکول او ژمن پاته کېدل پکار دي.

ورته مطالب