د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ

د انځور حقوق bbc nepali binita dahal
Image caption د روغتیا نړیوال سازمان موندنې ښيي په بې وزلو او منځنیو کچو هېوادونو کې د اتیا سلنه دا راز مړینو مخنیوی کیدای شي.

د مۍ ۳۱ له تنباکو د ګټې نه اخیستلو نړیواله ورځ وه.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په کچه دغه ورځ د تنباکو کارول کم کړی او ژوند وژغورئ تر شعار لاندې لمانځي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې هر کال شاوخوا شپږ میلیونه کسان چې تنباکو کاروي او یا د تنباکو کارونکو شاوخوا اوسیږي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان موندنې ښيي په بې وزلو او منځنیو کچو هېوادونو کې د اتیا سلنه دا راز مړینو مخنیوی کیدای شي. دوی د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د تنباکو پر محصولاتو مالیه لوړه کړي.

افغان حکومت هم په تړلو ځایونو کې د دخانیاتو د منع قانون تصویب کړی او د سګرټو ګمرکي تعرفو بیه یې هم لوړه کړې ده.

ستاسو په آند څنګه کېدای شي چې د تنباکو د استعمال مخه ونیول شي؟

آیا د تنباکو پر محصولاتو یوازې د مالیو لوړول د سګرټو او نورو ورته موادو استعمال کمولای شي؟

په دې اړه ستاسو خپلې تجربې څه دي؟ ستاسو په کورنۍ کې داسې څوک شته چې سګرټ وڅکوي، نصوار واچوي او یا هم چلم او قیلون وکاروي؟

خپل نظرونه له موږ سره شریک کړئ، او که غواړئ چې په خپرونه کې ګډون وکړئ نو خپله د ټیلیفون شمېره مو راته ولیکئ او یا د یکشنبې په ماښام اته بجې خپرونې ته زنګ ووهئ او خپلې تجربې راسره شریکې کړئ.