خپل راتلونکی ولسمشر پر کوم معیار غوره کوئ؟

د انځور حقوق
Image caption څه غواړئ چې په خپلې رایې څه شی بدل کړئ؟

ټاکل شوې راروانه شنبه افغانان بیا د رایو صندقونوته ورشي او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.

رایه ورکوونکي دا ځل یوازې دوه انتخابه لري، یو یې د مالیې پخوانی وزیر او د نړیوال بانک پخوانی کارکوونکی اشرف غني احمدزی او بل یې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله دی.

دوی دواړه وايي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه یې لیدلوری، تګلارې، کاري سابقه او وړتیاوې له یو بل سره توپیر لري.

نو د غبرګولي پر ۲۴ نېټه کله چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي یا نور دوستان ورځي او له دغو دوو څخه یوه ته رایه ورکوي، کوم معیارونه به په پام کې نیسئ؟

څه غواړئ چې په خپلې رایې څه شی بدل کړئ؟

نظر مو راسره د ټېلیفون، برېښنالیک او فېسبوک له لارې شریک کړئ.

برېښنالیک: pashto@bbc.co.uk

د سه شنبې په ماښام د خپرونې د نشر پر وخت مو د ټېلیفون شمېره ده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹