د فوټبال نړیوال جام به څوګ وګټي؟

Image caption "برازیل یوه پیاوړې لوبډله ده، دوئ په کور دننه هم لوبېږي او زما په آند دا به ورته ګټه وکړي"

د فوټبال تر ټولو سترې سیالۍ د فوټبال نړیوال جام لوبې د جون پر ۱۲مه نېټه په برازیل کې پیلېږي.

د نړۍ له لر او بره په کې ۳۲ لوبډلې برخه لري چې په اتو ګروپونو وېشل شوي دي.

دلته د بي بي سي د ټلویزیون او راډیو د فوټبال ځینو کارپوهانو نظرونه ولولئ چې د دوئ په آند کومه لوبډله به سږنی جام وګټي.

ګیري لېنیکر:

زما په آند دا نړیوال جام د ارجنټاین دی، میسي به په دغو لوبو کې خپله ټوله وړتیا وښيي او ایسارول به یې ګران وي.

منم چې دفاع یې یو څه کمزورې ده، خو د الیاندرو سابېلا په څېر روزونکی او د نړۍ غوره بریدګر لوبغاړي لري.

د انځور حقوق Getty
Image caption لیونل میسې د نړۍ تر ټولو تکړه بریدګر لوبغاړی ګڼل کېږي

د دوی ګروپ هم اسان دی او په اسانۍ به وکړای شي دوهم پړاو ته ولاړ شي.

کرېس ویډل:

دی وایي اسپانیا او ارجنټاین به ډیر ښه ولوبېږي، داسې به ښکاري چې نړیوال جام به دوی وګټي خو په وینا یې اتلولي به د برازیل په برخه شي ځکه ډیره پیاوړې لوبډله لري.

که یې ونه ګټي نو ښایي وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راشي ځکه لا له وړاندې ډیری برازیلیان د نړیوال جام په کوربه توب خوښ نه دي.

د دوی په آند دا د پیسو ضیاع ده.

ایلن شیئرا:

زما په آند اتلولي به برازیل وګټي. دوی د کنفېډریشن کپ اتلولۍ هم ګټلې وې.

د لویز فلېپ او نیمار په څېر لوبغاړي لري. که دغه دوه لوبغاړي ښه ولوبېږي نو زه باوري یم چې برازیل به اتلولي وګټي.

فېل نیوېل:

زما په آند دا ځل هم د لاتینې امریکا لوبډلو چانس ډیر دی.

زه فکر کوم ارجنټاین یې ګټي، ځکه ډیره متوازنه لوبډله او د میسي په څېر اتل لوبغاړی لري.

پيئټ نیون:

که لوبې په سویلي امریکا کې ترسره کېږي نو اروپایي لوبډلو ته په دې مانا ده چې د خپلې لوبې بڼه به بدلوي.

د انځور حقوق VIPCOMM
Image caption تمه کېږي چې د برازیل لوبغاړی نیمار به په سږنیو لوبو کې ډیر وځلېږي

اسپانیې د برازیل پر وړاندې د کنفېډریشن کپ په پایلوبه کې په اروپایي انداز لوبه وکړه چې ورته بې ګټې وه.

که دوی غواړي اتلولي وګټي نو د خپلې لوبې بڼه باید بدله کړي. زما په نظر برازیل یوه ښه لوبډله ده او دا چې دوی په کور کې لوبېږي دا به ورته ډیره ګټه وکړي.

روبی سیويج:

زه د ارجنټاین پلوی یم، یوازې په دې نه چې مېسي ورسره دی.

دوی سره د سرګیو اګوېرو په څېر یو بل تکړه بریدګر لوبغاړی هم شته. دفاع یې هم بده نه ده.

برېډ فریډېل:

ماته خو له برازیل پرته بله کومه لوبډله نه ښکاري. برازیل یوه ډیره پیاوړې لوبډله ده، له چاپېریال او اقلیم سره هم بلد دي.

د بېلا بیلو لوبو لپاره له یوه ښاره بل ښار ته تګ به هم دوئ ته ستونزمنه نه وي.

ورته مطالب