د نړۍ تر ټولو زړه پيشو ومړه

Image caption پاپي د ۱۹۹۰ کال په فروري میاشت کې زیږېدلې وه

دغه پیشو چې پاپي نومېده او د نړۍ تر ټولو ډیر عمر لرونکې پېژندل شوې وه، په ۲۴ کلنۍ کې ومړه.

پاپي د ۱۹۹۰ کال په فرورۍ میاشت کې زیږېدلې وه او په تېره مئ میاشت کې نړیوال ریکارډ ثبتوونکې ادارې ګینېس ومنله چې تر ټولو ډیر عمر یی خوړلی.

دغه پیشو چې د بریتانیا د حکومت پنځه دورې یې لیدلي د انګلستان سیندغاړې بوره موت ښار کې له خپلې څښتنې جیکوېل مېسټ او د هغې له دوو زامنو جوی او ټابي سره یو ځای په کور کې اوسېدله.

Image caption دغه پیشو نړیوال ریکارډ ثبتوونکې ادارې "ګینېس" د نړۍ تر ټولو ډیر عمر لرونکې پیژندلې

د پیشو له مړینې وروسته اغلې جیکوېل وویل

"موږ پوهېدو چې هغه زړه شوې، یو څه کمزورې شوې هم وه، خو بیا یې هم مرګ ډیر دردونکی دی"

نوموړې زیاته کړه چې پاپي ډیره ناروغه وه، او د تیرې جمعې په ورځ له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې ومړه.

په عادي ډول د پیشو عمر ۱۵ کاله ښودل شوی.

کارپوهان وایي چې د پیشو د ژوند لومړي دوه کاله د انسان د ژوند له ۲۵ کلونو سره برابر وي او تر هغې وروسته بیا درې میاشتې یو کال حسابېږي.

د دغې تیوري له حسابه د پاپي عمر ۱۱۴ کاله راځي.