په څه ډول د کډوالو ستونزې راکمېدى شي؟

Image caption له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په لومړي ځل د کډوالو شمېر له ۵۰ میلیونو اوښتی دی

د هغه کسانو شمېر چې د جگړې او نورو ناخوالو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي د دويمې نړيوالې جگړې وروسته په لومړي ځل له ٥٠ ميلونو اوړېدلى دى.

په دې کسانو کې لوى شمېر د افغانانو دى چې د اوږدې مودې نه د هېواد دننه اوبهر کې له خپلو کورونو لرې ژوند تېروي.

په نړيواله کچه ملگرو ملتو دا نوې شمېرې په داسې وخت کې ورکړې دي چې افغانستان او پاکستان څخه نور سلگونه زره کسان بې کوره شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د جگړې له امله لوى شمېر خلک افغانستان او د پاکستان نورو برخو ته کډې کولو ته اړ شوي.

دغه راز په تېرو څو ورځو کې زرگونه کسان د هيلمند څو شمالي ولسواليو کې د جگړې له امله بې ځايه شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

دا اونۍ ستاسې غږ کې په دې غږيږو چې څرنگه دغه بې ځايه شوو او د پاکستان د شمالي وزيرستان نه ورغلو کډوالو سره مرسته کېدى شي، حکومت او نړيواله ټولنه بايد څه وکړي چې يو خوا ددې خلکو ستونزې راکمې شي او بلخوا دې کې مرسته شوي وي چې نور د خلکو د بې کوره کېدو مخه ونيول شي.

د خپلو نظرونو لپاره د سه شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال

په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ دغه راز په فيس بک هم خپل پيغامونه پرېښودى شئ.

دا خپرونه عنایت الحق یاسیني وړاندې کوي.

ورته مطالب