بوسنیا ته د اتریشي شهزاده سفر او د وژنې تاریخي پېښه

ستړي مشئ:

بي بي سي د بوسنیا سارایوا کې د اتریش شهزاده فرانز فرډینانډ د وژنې تاریخي پېښه په ځانګړې بڼه خپروي.

نوموړی له ننه (د جون ۲۸مه) ۱۰۰ کاله وړاندې د خپلې مېرمنې تر څنګ سارایوا ته د یوه سفر پر مهال ووژل شو.

بي بي سي دا تاریخي پېښه په داسې یوه ځانګړې بڼه خپروي چې ژوندۍ هغې ته ورته او داسې وبرېښي چې ګواګې نن رامنځته شوې.

که د شهزاده فرډینانډ وژنه نن رامنځته شوې وای نو ښایي زموږ د خبریالانو شېبه په شېبه رپوټ او د جزییاتو خپرول به دغه راز یوه بڼه درلودای.

د انځور حقوق sarajevo

۹:۳۰

دا د هنګري او اتریش د امپراتورۍ د وارث له خورا مهمو سفرونو دی.

له نوموړي سره په دې سفر کې د هغه مېرمن، د هوهېنبورګ شهزادګۍ، سوفیه ملګرې ده

شهزاده تېرې دوې ورځې له پوځيانو سره تېرې کړي، خو سوفیه په سارایوا کې ښوونځیو، کلیسا او یتیم خونو ته ورغله.

تمه ده چې په سارایوا کې نننۍ ګرځېدنه د دوی د سفر مهمه برخه وي.

۹:۳۱

دوی د خپل رسمي سفر پر مهال د سارایوا د لوېديځ په ۱۰کیلومترۍ کې د بوسنیا په عصري هوټل کې اوسېدل.

اوس دوی بېرته سارایوا ته روان دي او په پام کې ده چې اورګاډۍ یې په ۹:۵۰ را ورسېږي.

تېره شپه هغوی د بوسنیا د لوړ پوړو پوځي، ملکي او مذهبي مشرانو په ګډون له ۴۱ مېلمنو سره ماښامنۍ وخوړه.

۹:۳۲

شهزاده هر موسم سفرونه کوي او په ۱۸۹۳م کال کې یې د اسټرالیا، نوي زیلاند، چین، جاپان، کاناډا او د نړۍ نورو برخو ته سفرونه وکړل.

نوموړی برتانیې ته د تېرکال په نوومبر کې راغی.

ښځه او مېړه له ملکې او باچا سره د وندزر په شاهي ماڼۍ کې پاتې شول.

۹:۳۳

وروستی ځل سارایوا ته د شاهي کورنۍ سفر په ۱۹۱۰م کال کې و چې امپراتور فرانز جوزېف دې ښار ته ورغلی و.

دوه کاله وروسته بوسنیا په لانجمنه توګه د اتریش ـ هنګري د امپراتورۍ برخه وګرځېده.

۸۳ کلن امپراتور د اروپا له اوږدمهالو شاهانو دی چې په ۱۸۴۸م کال کې پر تخت کېناست.

په وروستیو میاشتو کې رنځور و.

په اپرېل کې د هغه ناروغۍ دا اوازې راپورته کړې چې ښایي فرانز فرډینانډ په نېږدې راتلونکی امپراتور شي.

د ده د اوسني سفر موخه له بوسنیا سره د اړیکو ټینګول دي.

۹:۳۵

شهزاده په ۱۹۰۰م کال کې خلک په دې حیران کړل چې له شاهي کورنۍ بهر یې له یوې پیغلې سوفیې چوټېک سره مینه څرګنده کړه.

تمه داوه چې د شاهي کورنۍ د یوه غړي په توګه هغه باید د هپسبورګ لورین له کورنۍ نه نجلۍ خوښه کړي.

په پای کې اجازه ورکړل شوه چې واده کولی شي خو ماشومان یې نه شي کولی چې د اتریش ـ هنګري د امپراتورۍ پر تخت کېني.

سوفیې د شهزادګۍ لقب ساتلی شو خو له ځینو امتیازونو بې برخې وه.

په ویانا کې دې نه شول کولی چې د اسونو پر ګاډۍ کې ولاړه شي او یا په شاهي بکس کې کیني.

خو نن سارایوا ته له خپل مېړه سره په سفر کې په مراسمو کې ملګرې ده.

۹:۳۷

نن ښځه او مېړه د خپل واده ۱۴مه کلیزه هم لمانځي. په دې انځور کې دوی د واده په ورځ تر مراسمو لږ وروسته بریښي چې په ترتیب د ۳۶ او ۳۲کلونو دي.

۹:۴۲

نن یوه بله کلیزه هم ولمانځل شوه.

دا د ویتوس ورځ ده.

د بوسنیا د سربانو لپاره د جون ۲۸مه د ملي ماتم ورځ ده.

په دې ورځ لویه سربیا په ۱۳۸۹م کال کې د ترکانو له خوا د کوسووا په جګړه کې ماته شوه.

۹:۴۷

اوس سلګونه کسان په سړکونو کې کتارونه جوړوي او هغې مهمې لارې ته راوځي چې په بیرغونو او ګلانو سینګار شوې ده.

۹:۴۹

اوس اورګاډی د سارایوا تم ځای ته رانېږدې کیږي او دلته به د بوسنیا هرڅګوینا د پوځي جنرال اوسکار پوتیورک او د سارایوا د ښاروال فهیم افندي کورچیک له خوا ورته هرکلی وویل شي.

۹:۵۰

شهزاده او شهزادګۍ اوس د سارایوا تاوده لمر ته راووتل او درنو کسانو یې هرکلی وکړ.

شهزاده د حسار د جنرال یونیفورم اغوستی چې شنه کرتۍ او توره خولۍ یې پر سرده او د طاوس زرغونې بڼکې یې په خولۍ کې برېښي.

۹:۵۱

شهزادګۍ سوفیې سپین کمیس اغوستی او سره پټۍ یې تړلې ده.

د وړیو دستمال یې پر غاړه دی او پراخه خولۍ یې پر سرده.

۹:۵۳

ښځې او مېړه ته د مراسمو ګارد ښه راغلاست ووایه او د ۱۵مې فرقې د موزیک انسامبل لخوا د اتریش ملي سرود وغږول شو.

۹:۵۴

د نن ورځې د سفر لومړنی تم ځای د ښار تالار دی.

دلته به د رسمي ویناوو په لړ کې ښاروال کورچیک د ښه راغلاست وینا کوي.

وروسته به شهزاده په ملي موزیم کې مراسمو ته ورځی او بیا به شهزادګۍ د والیانو په غرمنۍ کې ګډون کوي.

۹:۵۷

دوی لومړی د تم ځای مخامخ پوځي برکونو ته ورغلل چې شهزاده پوځونه معاینه کړي.

۱۰:۰۰

جوړه( ښځه او مېړه) سر خلاصي ګاډي ته ور وختل، له دوی سره جنرال پوتېریک او سرکاتب فرانز ون هاراش ملګري دي.

شاهي بیرغ د موټر پر مخ (بانټ)نښلول شوی دی او رپېږي.

۱۰:۰۲

د موټر سایکلونو کتار له ښاره تېرېږي.

دوی د میلجاکه دسیند لورته درومي.

۱۰:۰۳

د ښار له ختیځ لوري د ترکیې له زړې کلا نه د توپ ۲۴ډزې کېږي اوپه دې توګه د رسمي سفر اعلان کوي.

۱۰:۰۴

په داسې حال کې چې د شهزاده او سوفیې ګاډی له سړکونو د تېرېدو په حال کې دی ځینې خلک چیغې وهي: ژوندی دې وي شهزاده!

د دې لپاره چې دې شاهي سفر ته ډېر خلک راشي هغه په ورځپاڼو کې له مخکې اعلان شوی دی.

۱۰:۰۵

د شاهي موټرو کاروان د ښار د تالار په لور روان دی چې په ۱۸۹۶م کال کې جوړ شوی دی.

۱۰:۰۷

ګاډي چې یو له بله ۵۰ متره لرې دي، له هغو کورونو تېريږي چې د هپسبورګ په تور او ژېړو او د بوسنیا په سرو اوژېړو بیرغونو ښکلي شوي دي.

ډېر خلک د ښار په څنډو کې د سیوري په لټه کې دي.

۱۰:۱۰

د شهزاده ګاډی د پولیسو له مرکزي تاڼې او د پوځي له نوو برکونو تېرشو.

۱۰:۱۲

تازه خبر:

د شهزاده د موټرو کاروان ته نېږدې چاودنه وشوه، خو دا لانه ده مالومه چې هغه څنګه وشوه؟

عیني شاهدان وایي چې یوه لویه چاودنه وشوه او د شهزاده ګاډی ژر وخوځېد.

د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

۱۰:۱۳

په شهزاده پسې روان ګاډي ودرېدل.

داسې بريښي چې یو ګاډی زیانمن شوی دی.

پولیس د ګڼه ګوڼې په منځ کې دي.

ګډوډي ده. له ځایه لوخړې پورته کېږي.

غیر رسمي رپوټونه وایي چې د رسمي پلاوي او خلکو په منځ کې مرګ ژوبله شته.

۱۰:۱۵

د شهزاده موټر ودرېد.

چارواکي ده ته د پيښې په اړه رپوت ورکوي.

رپوټونه وایي چې بم د هغې ګڼه ګوڼې له خوا غوزار شوی چې د سیند پر غاړه ولاړ وو.

۱۰:۱۸

د پېښې له ځایه انځورونه را رسېږي.

۱۰:۱۹

شهزاده او سوفیه لا هم په خپل موټر کې دي او سرکاتب فرانز ون هراش یې د پېښې د پلټنې لپاره واستاوه.

۱۰:۲۰

دا نقشه چې د مشکوکې چاودنې ځای ښيي.

۱۰:۲۱

تازه خبر:

رپوټونه وایي چې په چاودنه کې تر شلو پورې ټپیان دي.

په شاهي کاروان کې یوه مېرمن او دوه پوځي افسران ژوبل دي.

ګومان کېږي چې شهزادګۍ نه ده ژوبله شوې.

۱۰:۲۳

وروستي مالومات:

عیني شاهدان وایي چې یو سړی یې لیدلی چې د شهزاده د ګاډي پر لور یې بم غوزار کړ.

دوی وایي، بم له شهزاده تېر شو او پر بل ګاډی چې شاته یې روان و، ولګېد

ناتایید شوي رپوټونه وایي یو سړی په دې تړاو نیول شوی دی.

داسې برېښي چې هغه هڅه کوله ځان سیند ته ور وغورځوي چې په دې توګه له صحنې وتښتي.

۱۰:۲۴

وروستي مالومات:

اوس ګومان کېږي چې سوفیې په پېښه کې ځينې ټپونه خوړلي دي.

رپوټونه وایي چې هغې ته د چاودنې زرې مخ ته ور الوتې دي.

خوداسې برېښي چې دا ټپونه سخت نه دي.

رپوټونه وایي چې شهزاده روغ رمټ دی.

۱۰:۲۶

وروستي مالومات:

مالومه شوې چې شهزاده فېردیناند او شهزادګۍ سوفیه د پلان سره سم خپل سفر ته دوام ورکوي.

۱۰:۲۸

شهزاده ټینګار کوي چې باید پروګرام په عادي ډول پر مخ ولاړ شي.

۱۰:۳۲

شهزاده او سوفیه همدا اوس دښار تالار ته ورسېدل.

دوی ته د سارایوا مسیحی، یهود او مسلمان مشران ښه راغلاست وایي.

په پام کې ده چې شهزاده به د هرکلي په مراسمو کې ګډون وکړي او سوفیه به د مسلمانو مشرانو له مېرمنو سره وګوري.

ښاروال کورچیک له شهزاده لږ مخکې راورسېد.

دی د ګاډو د کاروان په سر کې و. دی اوس دې ته سترګې په لاره ده چې سوفیه او شهزاده ته په رسمي توګه هرکلی ووایي.

۱۰:۳۵

تازه معلومات:

پولیسو د بمي چاودنې په ځای کې څو تنه نیولي دي.

خو دا لا نه ده څرګنده چې په دوی کې بم غورځوونکی هم شته اوکنه؟

۱۰:۴۰

وروستي مالومات:

د بمي چاودنې پر ځای کې یو ژوبل شوی کس ډګروال اریخ ون مریزي د ګازنیزیون روغتون ته لېږدول شوی دی.

د پوځ جراجان د پيېښې ځای ته رسېدلي دي. پولیسو د سیمې پاکونه پيل کړې ده.

۱۰:۴۶

شهزاده اوس په ښاري سالون کې له میلمنو سره ګوري.

۱۰:۵۲

تازه خبر:

پولیس وایي له بمي چاودنې سره په تړاو یې یو تن نیولی دی.

مشکوک کس نېدېلکو کابرینوويچ بلل شوی.

دی ۱۹کاله عمر لري او بوسنیایی سرب دی.

مشکوک تن د پولیسو په تاڼه کې دی او انځور یې خپور شوی دی.

۱۰:۵۴

د ښاروالۍ په تالار کې غونډه پای ته نژدې شوې ده.

ښځه او مېړه له تالاره د وتلو په حال کې دي.

د سفر بله برخه د ملي موزیم کتل دي.

۱۰:۵۵

وروستي مالومات:

چارواکو د شهزاده په پروګرام کې بدلون راوستی دی.

دی او مېرمن یې د ګازنیزیون روغتون ته ورځی چې د ډګروال مریزي په ګډون نور ټپيان وګوري.

۱۰:۵۶

اوس شاهي کاروان د ښارله تالاره ووت او په زیات ګړندیتوب روان دی.

زیات امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي.

له شهزاده سره په ګاډي کې یو پوځی افسر کینول شوي دی چې ساتنه یې وکړي.

۱۱:۰۰

تازه خبر:

رپوټونه وایي چې د لاتینیر پله ته نژدې ډزې شوې دي.

۳۰۰ متریزه نقشه د ډزو سیمه ښيي.

۱۱:۰۱

تازه خبر:

شهزاده فیردیناند ویشتل شوی دی.

رپوټونه وایي چې شهزاده فیردیناند ویشتل شوی دی. نور جزییات را روان دي.

۱۱:۰۲

ډزې د اپل پر غاړه او د فرانز جوزېف سړک په کونج کې وشوې.

۱۱:۰۶

د رپوټونو له مخې د شهزاده موټر د اپل د غاړې لوېدیځ لور ته په بېړه روان دی.

۱۱:۰۸

د شهزاده د روغتیایي حالت په اړه څه نه ویل کېږي.

۱۱:۱۰

تازه معلومات:

پولیس د ډزو صحنې ته رسېدلي دي.

د ګنه ګوڼې په ځینو برخو کې تاو تریخوالی پیل شوی دی.

۱۱:۱۴

نوي مالومات:

پولیسو هغه خلک درولي چې پر یوه ځوان یې برید کړی.

۱۱:۱۸

تازه معلومات:

یو سړی نیول شوی دی.

په ګڼه ګوڼه کې ځینې خلک وایي چې ده پر شهزاده ډزې وکړې.

دا لا نه ده روښانه چې دا سړی له مخکینۍ بمي چاودنې سره تړاو لري او کنه؟

۱۱:۲۲

عیني شاهدان وایي چې د شهزاده ګاډي هڅه کوله چې بل لور ته وګرځي.

سړی لیدل شوی چې رامخې ته شوی او له نېږدې یې دوه ډزه کړي دي.

۱۱:۲۴

عیني شاهدان وایي چې شهزاده مخامخ ناست و او مېرمن یې مخې ته شوې وه.

۱۱:۲۸

چارواکو تایید کړې ده چې شهزاده او مېرمن یې د والي وسکار پوتیورېک رسمي استوګنځي، کوناک ته رسول شوي دي.

لاهم د دوی د روغتیایي حالت په اړه څه نه ویل کېږي.

۱۱:۳۰

شهزاده او شهزادګۍ په کوناک کې د ډاکترانو له خوا تر درملنې لاندې دي.

دوه مزهبي شخصیتونه لیدل شوي چې کوناک ته روان وو.

د سارایوا په لروبر کې د کلیسا زنګونه په کړنګا شول

۱۱:۳۳

تازه خبر:

د اتریش شهزاده او شهزادګۍ مړه شول.

یوه چارواکي منلې چې شهزاده فرانز فېردیناند او مېرمن یې سوفیه د ټپونو له امله مړه شوي دي.

۱۱:۴۰

۵۰ کلن شهزاده فرانز فېردیناند او ۴۶ کنله شهزاده سوفیه مړه شول.

۱۱:۴۶

نوموړي نور جزییات ورنه کړل او دایې هم ونه ویل چې دی د سازمان شوو وژنو د دسیسو برخه ده او کنه؟

په پخواني بمي برید کې نیول شوي کابرینوویچ پولیسو تهویلی چې بم یې له یوه پټ سازمانه تر لاسه کړی و.

۱۱:۵۰

تازه خبر:

پولیسو د مشکوک وژونکي نیول تایید کړي دي.

پولیسو مشکوک کس ګاوریلو پرینسیپ نومولی او د پولیسو په تانه کې دی.

دا لا نه ده څرګنده چې دواړه بریدونه له یوبل سره تړاو لري اوکنه؟

۱۱:۵۴

نوی مالومات:

پولیسو مشکوک کس، ګاوریلو پرینسيپ نومولی دی

۱۱:۵۸

د رپوټونو له مخې د پرینسیپ د نیولو پر مهال پولیس افسر ټپي شوی دی.

۱۲:۰۳

تازه مالومات:

عیني شاهد دانیلو پوسیلي د شهزاده پر موټر د ډزو پر مهال هلته و.

پوسیلی وایي وروسته یې وژونکی له لستوڼی ونیو او غوښتل یې چې ویې وژني خو له خدایه وډار شو او شاته شو.

۱۲:۰۶

د ښاروالۍ په تالار کې د هغه مهال یو مېلمه وایي: کله چې شهزاده د ودانۍ پر لور روان و، خو هغه پردی مالومېده او وایي: ښایي شهزاده غوښتل وښيي چې دی نه ډارېږي.

۱۲:۱۲

طبعا د ننني سفر د امنیت په اړه به پوښتنې را پورته کېږي.

کله چې په ۱۹۱۰م کال کې امپراتور فرانز جوزېف سارایواته سفر کړی و، امنیت د اوسني سفر په پرتله ډېر کلک و.

عسکر پر لارو ولاړ وو او هرڅوک چې ښار ته راته باید په شپږو ساعتونو کې يې ځان راجستر کړی وای.

۱۲:۱۵

په ۱۹۱۰م کال کې سارایوا ته د امپراتور جوزېف د سفر انځور.

۱۲:۱۹

تازه مالومات:

دا انځور د شاهي جوړې تر ویشتلو څو دقیقې مخکې اخیستل شوی دی.

۱۲:۲۲

موږ همدا اوس د شهزاده د دستیار څرګندونې واورېدې چې د ډزو پر مهال د ده تر څنګ ولاړ و.

ده د شهزاده او سوفیې د ژوند پر وروستیو شیبو مالومات ورکړل.

هراش وایي، تر هغه وروسته چې ډزې وشوې، د شهزاده له خولې زما پر مخ وینې را وبهېدې.

کله چې هراش د شهزاده مرستې ته ور ودانګل، شهزادګۍ چیغه کړه.

هغې وویل پر تا څه وشول؟ هغه پر خپل مېړه ور ولوېده.

زه نه پوهېدم چې هغه لګېدلې ده. ما فکر کاوه هغه وډاره شوه او پرې ور ولوېده.

وروسته مې واورېدل چې شهزاده پرې غږ کړ، سوفېرېل، سوفېرېل! مه مره، د ماشومان له پاره ژوندۍ پاتې شه!

ډګرمن هاراش زیاتوي: ما شهزاده له لستوڼي ونیو چې ونه لوېږي، وروسته مې ورته وویل، خوږ مو زیات دي؟ ده ماته ځواب راکړ، نه هېڅ خبره نه ده.

د ده مخ په ژېړېدو شو او شپږ اووه وارې یې دا خبره تکرار کړه، نه هېڅ خبره نه ده، بیا بې هوښه شو.

وروسته یې وینه زیاته وبهېده. کله چې کوناک ته راورسېدو وینه یې ودرېده.

۱۲:۲۶

د شهزاده او شهزادګۍ جسدونه به د رسمي مراسمو له پاره په کوناک کې وي

۱۲:۳۰

د ښار په لرو بر کې بیرغونه نیم ځوړند شوي دي