د لومړۍ نړیوالې جګړې پوروړي نوښتونه

د انځور حقوق Kimberly Clark

۱. صحي دسمالونه "کوټیکس"

د نړیوالې جګړې نه مخکې یو ډول مواد "سیلیکاټن" د امریکایي شرکت کیمبرلی کلارک لخوا کشف شوي وو. د یاد شرکت د څیړنې د څانګې مشر ایرنسټ مهلر او مرستیال مشر جیمز کیمبرلی په ۱۹۱۴ کې المان، اطریش او سکندنویا ته د سفر پر مهال یو ډول نوي مواد وموندل چې د سیلیکاټن په پرتله پنځه ځله ډېر جاذب او په غټې کتلې د تولید نه وروسته نیم په نیمه ارزان وو.

دوي دغه مواد له ځانه سره بېرته امریکا ته یوړل. وروسته په ۱۹۱۷ کال کې چې کله امریکا په جګړې کې ښکیله شوه نو له دغو موادو یې د جراحي پوښونو په ډول کار اخیست. خو د جګړې په ډګر کې د سره صلیب نرسانو وموندله چې له دغو موادو په صحي او د ځان پاک ساتلو په برخه کې هم ګټه اخیستل کېدای شي. له دې موادو دغه ډول غېر رسمي کار اخیستنه د شرکت د بریا لامل شوه.

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دغو موادو بازار سوړ شو ځکه چې عمده پېریدونکو یې چې پوځیان او سور صلیب وو نور ورته اړتیا نه درلوده.

نو شرکت د دغه موادو پاتې شونې له پوځ نه بېرته وپیرل او ورته یې د یوه نوي بازار په جوړولو کار پیل کړ.

له دوو کالو جدي مطالعې، څیړنې، تجربې او بازار ارزونې وروسته د کیمبرلی کلارک ډلې له دغو موادو صحي دسمالونه جوړ کړل. دغه نوی تولید "کوټیکس" ونومول شو او له اوربنده یوازې دوه کاله وروسته د ۱۹۲۰ کال د اکتوبر په میاشت کې بازار ته وړاندې شو.

۲. کاغذي دسمالونه

د انځور حقوق Other

د صحي دسمالونو پلورل آسان کار نه و ځکه هغه مهال ښځو نه غوښتل له نارینه دوکاندرانو سودا واخلي. له همدې کبله شرکت له دوکانونو وغوښتل چې پېریدونکو ته اجازه ورکړي چې د پلورلو پر مهال پیسې په یوه بکس کې واچوي. که څه هم د کوټیکس د خرڅلاو بازار یو څه ګرم شو خو بیا یې هم پرمختګ پڅ و ځکه نو شرکت د خپل تولید نه د لا ښې ګټې اخیستنې د نورو لارو چارو په لټه کې شو. د ۱۹۲۰ کال په پیل کې دا مفکوره پیدا شوه چې دغه مواد باید د اوتو پر مټ اوار او پوست شي. له ډېرو تجربو وروسته په ۱۹۲۴ کال کې کاغذي دسمال کشف او "کلینیکس" ونومول شو.

۳. لمریز څراغ

د ۱۹۱۸ کال د ژمي په فصل کې اټکل شوی و چې د برلین نیمايي ماشومان په یو ډول ناروغۍ "ریکیټس" چې له کبله یې هډوکي نرم او بې بڼې کېدل اخته دي. هغه مهال د دغې ناروغې اصلي لامل څرګند نه و خو ګومان کېده دلیل به یې فقر او بې وزلي وي. د ښار د یوه ډاکټر کرټ هلډشینسکی دې چارې ته پام شو چې د ناروغانو رنګ یې ډېر ژیړ دی. هغه وپتیله چې له دوي یې پر څلورو ناروغانو یوه تجربه وکړي. هغه دغه ناروغان د "مرکري کوارټس" څراغ لاندې چې د ماواری البنفش وړانګې یې له ځانه خوشې کولې کینول.

د درملنې په بهیر کې هلډشینسکی وموندله چې د ناروغانو هډوکي یې پیاوړي کېږي. د ۱۹۱۹ کال د مې په میاشت کې چې کله د اوړي لمر راورسېد، نو هغه خپل ناروغان د لمر لاندې کینول. د هغه د تجربې پایلو ته په ډېرې لیوالتیا هرکلی وشو. د المان له ګوټ ګوټه ماشومان رڼا ته راوستل شول. د ډریسډن په سیمه کې د واټونو څراغونه په دې خاطر ونړول شول تر څو له دوي د ماشومانو د درملنې په برخه کې ګټه واخیستل شي.

وروسته څیړونکو وموندله چې له کلسیم سره د هډوکو ودې لپاره ویټامین ډي اړین دی چې دغه بهیر د ماورای البنفش وړانګو ته اړتیا لري. د جګړې له کبله رامنځ ته شوې د خوارځواکۍ ستونزې مرسته وکړه چې د یادې ناروغې درملنه وشي.

۴. د لمر له رڼا د وخت سپمول

په پسرلي کې د ساعت مخې ته کول او په مني کې یې بېرته وروسته کولو مفکوره د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال نوې نه وه. بنجامین فرنکلین د پاریس خپرونې ته د دغې مفکورې سپارښتنه په ۱۷۸۴ کال کې کړې وه. د اوړي په شپو کې به شمعې ضایع کېدې ځکه لمر به د خلکو له ویده کېدو نه وړاندې پریوت او د لمر رڼا به له دې کبله ضایع کېده چې خلک به د لمر خاته پر مهال لا هم ویده وو.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بدلون ولیدل شو. د المان چارواکي چې د سکارو له جدي کمښت سره مخامخ وو د ورځې په پای کې يې د یو ساعت اضافي رڼا د ترلاسه کولو لپاره فرمان صادر کړ چې د ۱۹۱۶ کال د اپریل پر ۲۱ ڼیټه باید ساعت د شپې ۱۱ بجو څخه د نیمې شپې ۱۲ بجو ته مخکې شي. دغه اقدام چې په المان کې د تودوخې سکارو د سپما لپاره پیل شوی وو ژر نورو هېوادنو ته هم وغځېد.

برتانیې درې اوونې وروسته د ۱۹۱۶ کال د مې پر ۲۱مه دغه کار پیل کړ. نورو اروپایي هېوادونو هم ورته کار وکړ. د ۱۹۱۸ کال د مارچ پر ۱۹مه د امریکا کانګرس د وخت ګڼې حوزې جوړې کړې او د ورځې رڼا د سپما کار یې د مارچ پر ۳۱مه رسمي کړ.

کله چې جګړه پای ته ورسېده د ورځې رڼا د سپما کار له منځه ولاړ خو د مفکورې بنسټ یې ایښودل شوی و چې وروسته بېرته ستون شو.

۵. دچایو کڅوړې

د چایو کڅوړې د کومې جګړیزې ستونزې د حل لپاره نه وې کشف شوې. ویل کېږي چې د چایو یوه امریکایي سوداګر په ۱۹۰۸ کې خپلو پېرودونکو ته په کڅوړو کې چای لېږدول. هغوی دغه کڅوړې په اوبو کې اچولې دا چې دغه کار یې د تصادف له مخې کولو یا یې په اړه پوهاوی درلود معلومه نه ده خو نوره کیسه یې د تاریخ برخه شوه.

خو یوه الماني شرکت ټیکان دغه مفکوره د جګړې پر مهال کاپي او نور یې هم پراخه کړه. وروسته یې بیا پوځیانو ته په ورته نخي کڅوړو کې چای لېږدول. هغه مهال یې دغو کڅوړو ته "د چایو بمونه" ویل.

۶. لاسي ساعتونه

دا رښتیا نه ده چې ګنې لاسي ساعتونه په ځانګړې ډول د لومړۍ نړیوالې جګړې لپاره کشف شوي وو خو دا رښتیا ده چې په دغه موده کې نارینوو له لاسي ساعتو په ډرامتیک ډول ډېر کار اخیسته. له جګړې وروسته دغه ساعتونه د وخت معلومولو وسیله شوه.

خو د ۱۹مې او ۲۰مې پیړۍ تر وروستیو هغو نارینوو چې وخت معلومولو ته یې اړتیا لرله او د دغو ساعتونو پېریدلو مالي توان یې هم درلود خپل ساعتونه په یوه زنځیر تړلي خپلو جیبونو کې ایښودل. خو ښځې په دې برخه کې نوښتګرې وې او ساعتونه به یې پر خپل لاس تړل.

خو د جګړې پر مهال چې کله د وخت معلومولو ارزښت د توپونو د لړۍ د هم مهاله کولو له کبله نور هم ډېر شو نو تولیدونکو داسې ساعتونه جوړ کړل چې د جګړې په ګرمۍ کې دواړه لاسونه اوزګار وي. ځکه نو اوس ورته لاسي ساعت ویل کېږي. په همدې ډول هواناوردان هم اړ ول چې دواړه لاسونه یې خلاص وي ځکه نو هغوي هم خپل پخواني جیبي ساعتونه لرې کړل.

په دویمې نړیوالې جګړې کې د دغه ډول لاسي ساعتونو بازار وغوړید. په ځانګړي ډول د عملیاتو (پرله پسې څکیدلو) لپاره دقیق وخت ډېر مهم و. دا په دې مانا وه چې د توپونو ډزو او پلي پرمختګ تر منځ همغږی رامنځ ته شي. په دغه برخه کې تېروتنه په ښکاره ډول خطرناکې پایلې لرلی شوای. له لرې اشاره کارول ګران کار و ځکه واټن هم ډېر و او د دښمن لیدو اندېښنه هم وه.

د کوینټري په سیمه کې د لاسي ساعتونو تولیدونکي شرکت ایچ ویلیمسن د ۱۹۱۶ کال په خپل رپوټ کې لیکلي: داسې ویل کېږي چې په هرو څلورو پوځیانو کې یو یې لاسي ساعت په لاس کوي او درې نور په دې لټه کې دي چې ژر تر ژره دغه ډول ساعت تر لاسه کړي.

د نن ورځې د ټولو پیژندل شويو ساعتونو تاریخ د لومړۍ نړیوالې جګړې سره تړاو لري.

۷. ګیاه لرونکی ساسچ

تاسو ښايي فکر وکړی چې ساسچ به د کوم چاغ سړي له خوا په غالب ګومان په ۶۰ لسیزې او ښايي د کلیفورنیا په ښار کې کشف شوی وي. خو تاسو په دې ګومان کې تېروتنه کړی. ساسچ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د المان لومړي منشي کانراد اډینور له خوا کشف شو.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال اډینور د کلون سیمې ښاروال و او کله چې د برتانیې لخوا د المان کلابندي ټینګه شوه نو ښار په جدي ډول له قحطۍ سره مخامخ شو. اډینور د پیاوړو او مخترع ماغزو خاوند و او په دې یې کار کاوه چې څنګه له شته توکو د هغه څه په جوړولو کې ګټه واخلي چې د کمیابه موادو لکه غوښې ځای ونیسي.

په پیل کې یې د غنمو پر ځای له وریجو، اوړو، وربشو او روماني جوارو اوړو څخه د ډوډۍ پخولو هڅه وکړه. هر څه سم روان وو خو په نړیوالې جګړې کې د رومانیا ښکیلتیا د اوړو د کمښت لامل شوه.

له دغې تجربوي ډوډۍ پخولو وروسته هغه د یوه نوي ساسچ په لټه کې شو او په دې لړ کې یې له سویابین څخه کار واخیست او داسې ساسچ یې جوړ کړ چې غوښه په کې نه وه کارول شوې چې بیا د سولې ساسچ په نوم یاد شو. اډینور د المان د نوښتونو ادارې ته د خپل کشف حق خوندي کولو غوښتنلیک ورکړ چې ونه منل شو.

ظاهراً د ده غوښتنلیک ځکه ونه منل شو چې د المان د قوانینو پر بنسټ باید له غوښې پرته موادو ته د ساسچ نوم نه وای ورکړل شوی. خو برتانیا چې هغه مهال د المان دښمن ګڼل کیده په حیرانۍ سره اډینور ته چې المانی و د ۱۹۱۸ کال د جون پر ۲۶مه د خپل کشف حق خوندي کولو اجازه ورکړه.

۸. ځنځیر

د ۱۹مې پیړې له نیمايي راهیسې ډېرو هڅه کوله داسې څه جوړ کړي چې په اسان ډول د سړې هوا مخه ونیسي. خو دا امریکا ته یو سويډن الاصله کډوال ګیډن سنډبیک و چې بریالی شو. هغه د نړیوال تړون شرکت له خوا د مشر ډیزاینر په توګه وګومارل شو او بې چنګک تړونکی یې جوړ کړ. د امریکا پوځ له دغو تړونکو نه په یونیفورم او بوټونو کې ګټه واخیسته.

له جګړې وروسته ملکي خلکو دغو تړونکو کارول پیل کړل.

۹. بې زنګه اوسپنه

د اوسپنې زنګ نه اخیستونکې بڼې لپاره مونږ باید د شیفیلډ شرکت هیري بریرلي نه مننه وکړو. د ښار د ارشیف پر بنسټ هیری په ۱۹۱۳ کال کې د لومړي ځل لپاره داسې اوسپنه جوړه کړه چې زنګ یې نه اخیسته. دا داسې یو تولید و چې د فلزاتو په بازار کې یې انقلاب رامنځ ته کړ او د مډرنې نړۍ یوه مهمه برخه شوه.

د برتانیې پوځیانو هڅه کولو چې د خپلو وسلو لپاره بهتره اوسپنه پیدا کړي. ستونزه دا وه چې له پرله پسې ډزو وروسته به د ټوپکو شپیلۍ د ډزو د حرارت له کبله خرابیدې. د شفیلیډ شرکت فلز پوه هیري نه وغوښتل شو چې لا پیاوړې شپیلۍ جوړې کړي. هغه په اوسپنه کې د کرومیم موادو ګډولو تجربه وکړه او داسې ویل کېږي چې د خپلې دغې تجربې ډېری پایلې یې ایسته وغورځولې. په له کاره وتلو توکو کې دغه ایسته اچول شویو موادو ته د هیري پام شو چې زنګ یې نه دی اخیستی.

نو په دې ډول هغه د اوسپنې زنګ نه اخیستلو راز وڅپړه. په دویمې نړیوالې جګړې کې له دغو موادو نه د ځینو الوتکو د ماشینونو په برخه کې ګټه واخیستل شوه خو په واقعي ډول یې بڼه هغه مهال څرګنده شوه چې له دغو موادو نه د چاقوګانو، کاچوغو او ګڼو درملتونونو صحي الاتو په جوړولو کې کار واخیستل شو.

د لومړۍ نړیوالې جګړې نه مخکې پیلوټانو د یو بل او یا پر ځمکه له خلکو سره خبرې نشوای کولې. د جګړې په پیل کې پوځیانو د اړیکو ټینګولو لپاره له کیبلونو کار اخیسته خو دغه کیبلونه ډېری وخت ټانکونو یا توپونو ویجاړول. په همدې ډول المانانو هم د برتانیې کیبلو ته لار موندلې وه. د اړیکو او مخابرو نورې وسیلې لکه ځغاستونکي، بیرغونه، کوترې او څراغونو بسیا نه کوله. هوانوردانو پر اشارو او چیغو تکیه کوله. نو یو څه باید شوي وای. او ځواب یې بیسیم و.

د تاریخي څیړنو د کارپوه کیت تروور په وینا د راډیو ټکنالوژۍ ته لاس رسې و خو د دې ټکنالوژۍ پراختیا ته اړتیا وه چې دا کار د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په بروکلینډز او بیګین هیل کې وشو.

د ۱۹۱۶ کال په پای کې په دې اړه پرېکنده پرمختګ وشو. له دې مخکې په الوتکې کې د راډیويي ټېلېفونونو د ځای پر ځای کولو هڅې د الوتکې د ماشین د لوړ غږ له امله له ستونزې سره مخامخ و. دغه ستونزه د مایکروفون او ګوشه لرونکي هیلمټ/اوسپنیزې خولۍ له جوړېدو وروسته هواره شوه.

ورته مطالب